کلیوال ادبي
راپور: جمیل وقار – د تېر په څېر د تېرې شنبې په ورځ د ۱۳۹۳ل کال د سلواغې میاشتې په ۲۰مه نېټه د غزني ښار د مسلم پوهنتون په تالار کې د کليوال ادبي ټولنې له لورې اونيزه پرله پسې څورلسمه غونډه وشوه، په دغه غونډ کې چې د قاضي حبیب الله حبیبي له لورې د قران کريم په مقدسو آياتونو سره پيل شوه لسګونو تنو شاعرانو، ليکوالانو، ژورناليسټانو، د قلم خاوندانو، محصلينو او مينه والو ګډون کړى وو. ځوان ليکوال،جميل وقار په کې د تېرې غونډې ګزارش واورولو او د نظامت چارې يې پر مخبېولې.
د غونډې په لومړې سر کې یو ځل بیا ملګرو د ټولنې د غونډو په لا فعالېدو او د غونډې په خپل وخت د پیلېد په اړه خپل خپل نظرونه وړاندې کړل، دوى په يوه خوله په دې خبره ټينګار وکړه چې بايد ملګري په خپل ټاکلي وخت ځانونه راورسوي او دا چې دغه غونډې دپښتني ټولنې له پاره يو ګتور عمل وګني.
وروسته د غزني پوهنتون استاد پوهیالي مصطفی صفا په اروا پوهنه کې د شعور او لا شعور په موضوع خوندور لکچر واورول.
نوموړې د لکچر په لومړې سر کې د اروا پوهنې په تعریف خبرې وکړې. اروا پوهنه، روان شناسي او سایکولوژي یې ټول یو نوم یاد کړ.
1وروسته یې د شعور او لا شعور اړوند مفصل معلومات وړاندې کړل. ده وویل: شعور په دوو برخو وېشل کېږي، احساس او ادراک، احساس د انسان پينځه ګوونو حسونو ته وایي او له همدې حسونو سره د تفکر یو ځای والي ته بیا ادراک وایي.
د لاشعور په موضوع ښه ډېر تم شوو، نوموړې زیاته کړه چې لاشعور بحث د اروا پوهنې علم ته اترشي اروا پوه زیګمند فروید داخل کړ. د نوموړې په خبره چې اروا پوه فروید په باور چې لا شعور تر شعور اووه پشته یا خانې شاته موقعیت لري. یا په بل عبارت فروید وایي: که چیرې دوه منزله کور وي، په اول منزل کې با شعوره، هوښيار، با زدکړوو، خیر غوښتونکي او صادق خلک اوسې او په دویم هغه کې لېوني، حسد، فاحش او… وګړي ژوند کوي. د پوهیالي صفا په وینا په ويښه کې د انسان شعور او په خوب کې یې لاشعور فعالیت کوي.
د ښاغلي مصطفی صفا لکچر وروسته په یاده موضوع ازاد بحث وشو او غونډې ګډون والو د موضوع اړوند ترې پوښتنې وکړې.
د غونډې په بله برخه کې ازاده مشاعره وشوه چې یو شمېر ګډون والو په کې خپل خواږه غزلونه او نظمونه واورول.
په وروستیو شېبو کې د سیرت النبي د سیالۍ د ازموینې لپاره چې د راتلونکي شنبې په ورځ د سلواغې میاشتې په ۲۷مه نېټه اخیستل کېږي، د چمتوالي کمېټه جوړه او ورته دنده وسپارل شوه چې د ازموینې د اخیستلو چمتوالی ونیسي، جوایز برابر او د کتاب مینه وال چې یوه میاشت وړاندې یې له کلیوال ادبي ملګري ټولنې څخه کتاب تسلیم کړی، خبر کړي.
د دې ترڅنګ د سوالونو د برابرولو او اخیستلو کمېټه هم جوړه شوه چې له ټولنې د باندې علماوو ته په کې ځای ورکړل شوو.
د کتاب مطالعې سیالۍ د مطالعې او کتاب فرهنګ د دودولو په موخه را پیل شوې چې څه کم میاشت وړاندې په څه باندې سل تنو زده کوونکو د حضرت محمد ص د سیرت کتاب ووېشل شوو او د مطالعې لپاره ورته یوه میاشت وخت ورکړل شوو.
د نور کله په رنګه دغه غونډه چې د ورځې په دوه بجې پيل شوې وه مازيګر ناوخته د د انجنیر خالد له لورې د دوعا په لوستلو سره پاى ته ورسېده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *