په عام ولس کې اوس د طالبانو هغه محبوبیت له منځه تللی چې پخوا يې د هېواد په ځینو سیمو کې درلود. کله چې دلته په عام ولس کې د بهرنیو ځواکونو بمبارونه روان وو او هر وخت به یې په کلیو او بانډو کې په مشکوکو کسانو چاپې اچولې او په ټس کې به یې ډېر بې ګنا خلک شهیدانول او یا به یې د بګرام زندان ته اچول په خلکو کې د هغوی پر وړاندې کرکه او نفرت خورا ډېر ؤ.

طالبانو په لږو امکاناتو له هغوی سره مبارزه کوله او تر ډېره طالبان د دیني مدارسو خلک وو او عام خلک به یې نه ځورول. له یوې خوا حکومت په لرې پرتو سیمو کې حضور نه درلود او له خلکو سره یې تشې ژمنې کولې، چې په عمل کې به یې د خدمت څرک نه لګیده. په دعواوو او محاکمو کې خو هېچا حکومتي ادارو ته د ورتلو زړه نه ښه کاوه نو د خلکو لپاره طالبان یو نسبتا ښه بدیل ؤ، چې د بهرنیانو په پرتله هغوی ته ښه ووایي.

ډېر هغه طالبان چې دیني مفکوره یې درلوده او یو څه دیني زده کړې یې کړې وې هغوی به ډېر ژر د امریکایانو او بهرنیانو له خوا په نښه کېدل او ډېر ژر به له منځه وړل کېدل او یا زندانونو ته اچول کېدل. مګر څرنګه چې په هېواد کې بهرنيو ځواکونو شتون درلود، نو طالبانو ته خلکو بد نه ویل او که چا له طالبانو کرکه هم لرله نو خپله کرکه یې نه په ډاګه کوله ځکه له یوې خوا یې ژوند په خطر کېده او له بلې خوا عامه ذهنیت هم ورسره موافق نه ؤ.

ملي اردو او پولیس که څه هم د طالبانو په اصلیت پوه وو خو د بهرنیو ځواکو ترڅنګ ځان ورته ښه نه برېښېده او د طالبانو پر وړاندې یې کلکه مبارزه نه کوله خو اوس له هېواد څخه د وسله والو مخالفینو پر وړاندې ډېر په مېړانه مبارزه کوي. پخوا به طالبان توانیدل چې د ملي سرتیري له خپلو سنګرونو په شا کړي مګر اوس دا کار هېڅکله نه شي کولی دا ځکه چې په سرتیرو کې د وطن او دین روحیه پیاوړې شوې او په طالبانو کې بیا مشران په فساد ککړ دي او کشران یې جنګي مهارت نه لري.

د طالبانو په نفوذي سیمو کې د هغوی جرمونه ډېر شول، د طالبانو لخوا د عامو خلکو وژل او له ډېرو فرصتونو د هغوی محرومول، هغوی په غربت کې ساتل او دعام المنفعه پروژو مخنیوي د طالبانو پر وړاندې د عامو خلکو کرکه ډېره کړه. اوس په عامه مجلسونو، پیتاوونو، د کورونو په داخلي مجلسونو کې څومره چې له حکومت څخه د ګیلو او مانو په اړه بحثونه کېږي هغومره د طالبانو پر وړاندې هم د خلکو لخوا د [بد] ویلو جرات ډېر شوی، خلک کولی شي “طالبان د پاکستاني استخباراتو مزدوران” وبولي، طالبانو ته ووايي “نور دا جګړه مه کوئ”، “طالبان خپل مالي امکانات له کومه کوي”؟”تاسې ولې موږ له زده کړو او عام المنفعه پروژو محروم کړو”او په ځینو ویجاړو شویو سړکونو او پلونو چې تېرېږي نور هرڅوک وايي:”طالبانو خدای مو کور ته بده ورځ جوړه کړه!”

1طالبانو په خپلو نفوذي سیمو کې ډېرو خلکو ته په خپلو کلیو او سیمو کې بې شمېره تلپاتې دښمنۍ را منځ ته کړې، چې له کبله یې سلګونه خلک ووژل شول، کورنۍ کډوالۍ ته اړ شوې او دښمنۍ یې اولادونو ته پاتې شوې. همدارنګه طالبانو په مختلفو تورونو سلګونه خلک ووژل چې د هغوی کورنۍ په دې توانېدلي چې د هغوی قاتلین وپيژني. اوس اړونده کورنۍ خپل نوبت ته انتظار دي، کله یې چې وار برابر شي نو د خپلو زامنو او وروڼو په قاتلینو به خپل ډک زړونه تشوي او په دې سره به د دښمنیو او بدیو بل ناورین هرو مرو را منځ ته کېږي.

داسې ډېرې کورنۍ هم شته، چې کشر او کم عمره زامن یې د مشرانو طالبانو لخوا په چل او فریب سره جګړو او حتي انتحاري حملو ته هڅول شوي، د هغوی له احساساتو د خلکو په ځورولو کې کار اخیستل شوی او همدانګه هغوی وژل شوي مګر مشران طالبان لا هم ژوندي ګرځي، چې د اړونده کورنیو زړونه همداسې ډک او د تشولو په انتظار دي!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *