د یکشنبې د سهار په اته بجې چې د پلار کټ ته ودرېدم او سلام مې ورواچاوه، غبرګون یې نه و. ورټیټ شوم، خوله مې غوږ ته ورنژدې کړه، اواز مې ورباندې وکړ: اغا! اغا! اغا!

پوره بېهوشه و. اغا د میترو روغتون د آی، سي، یو د کونج د کوټې په یوازیني کټ باندې تر بل هر وخت بېوسه پروت و. نیم پرانیستې سترګې یې نه رپېدې. لکه چا چې اوږده منډه کړې وي، سا یې ژر ژر اخیسته. په خولې او پوزې پورې وصل شویو پایپونو کې یې اکسیجن او درمل روان وو. ژوند لا د مرګ منلو ته تیار نه و.

پرون ډاکتر پیهوش ویل چې سینې ته به یې یو پایپ ورتېروو او بلغم به ورنه راباسو. د هغه په قول په دې کار کې څلوېښت فیصده د مرګ خطر دی. ما چې د اغا اوسني حال ته وکتل، څلوېښت فیصده خطر راته اسانه انتخاب ښکاره شو. لږ وروسته محبوبا( د تره لور مې) آی، سي، یو ته راغله او د نرسانو له مشرې سره ودرېده. محبوبا چې په پاکستان، انګلستان او کوېټ کې یې طبابت کړی دی، پخپله یوه لویه ډاکتره ده. دا نه یوازې له معالجو ډکترانو او نرسانو سره په خبره ښه پوهېده، بلکې هغو یې خاطر هم کاوه. محبوبا راته وویل: دوی غواړي چې اول یې باید د ګردو د فعالولو غم وکړي.

پرون مې له ډاکترانو اورېدلي وو چې د ګردو فعالیت یې یو څه بهتره شوی دی خو نن د پایپ د تېرولو په ځای د ګردو خبره کېده. محبوبا ته مې وویل: سینې ته یې پایپ له دې وروسته تېروي؟ هغې را وویل: معلومه شي.

له آی، سي، یو راووتم. نه پوهېدم چې څه وکړم. د میترو روغتون ( پوره نوم یې Metro Hospitals and Heart Institute دی.) په پاسني منزل کې مو کوټه وه. کوټې ته لاړم. کوښښ مې وکړ چې فکر بدل کړم خو نه کېده. د کوټې د دېوالي ساعت ټکهار هم کافي وو چې اعصاب راوړیچوي. د روغتون د دهلیز په دیوال باندې مې دا شعار ولوست: ټولې ورځې یو شان دي خو دا زړه دی چې فرق پکې راولي. په ذهن کې راتېره شوه: که مشکل ومنم او معقول فکر وکړم، وارخطایي به کمه شي.

یو ځل بیا آی، سي، یو ته لاړم. خوریی مې ( فرید) چې د اغا د عیادت په کار کې راسره ملګری و، د اغا کټ ته غلی ولاړ و. فرید تېره شپه ذکام شوی و.

وروسته یې اغا د دیالیز کوټې ته بوت چې د ګردو د نه فعالیت په وجه راپیدا شوې ستونزه یې حل شي. هورې څو ساعته پروت و. د ډاکتر انونن په نوم یو متخصص ورباندې بوخت و. محبوبا یې په سترګو ګوتې ووهلې چې ګوندې غبرګون وښیی خو غبرګون نه و. بیا یې په تندي باندې یو څه ملهم ورموښل. مرګ د سیوري غوندې غلی راروان و.

مونږ د تېرې سه شنبې په ورځ ډیلي ته راغلی وو. د سه شنبې په ماښام پوچا نومې نرسې خواړه ورته راوړل. له ځانه وړوکې، توره کۍ پوچا ډېره مهربانه وه. وړه کاچوغه به یې ژر ژر ډکوله او په اغا به یې اوازونه کول: دادا، دادا! ما په تېرو څو ورځو کې په لومړي ځل اغا ولید چې له خوراک سره مخالفت نه کوي. ډېر خوشحاله شوم. اغا د ځوانۍ په کلونو کې له خپلې مور سره چې ناروغه وه، ډیلي ته راغلی و او ما ورنه څو ځله د یوې وړه کۍ، توره کۍ نرسې د مهربانۍ خبره اورېدلې وه. د هغې ښې خاطرې د وریادولو په خاطر مې ورته وویل:« اغا دا لکه چې د هغې نرسې لور ده چې د انا خدمت یې کړی و.» اغا موسکی شو خو غږ یې ونه کړ. په تېرو څو ورځو کې یې خبرې تقریبا نه کولې. په میترو روغتون کې یې صرف یو ځل د چهارشنبې په ورځ مازدیګر چې راستون شوم، راته وویل: نه وې!

د یکشنبې په مازدیګر یې د دیالیز له کوټې بېرته آی، سي، یو ته ولېږداوه. بهتري پکې نه وه راغلې. نور نو نهیلی وم.

په تېرو دوه، درې اونیو کې چې اغا ناروغه شوی و، کابو هره شپه د دروېش دراني دا بیت رایاد شوی و:

دغه شپه ډېره درنه ده پر ځبلو

دغه شپه کړه له ځبلو سره تېره

ماخوستن ناوخته نوکریوال ډاکتر وویل چې ډاکتر پیهوش اجازه راکړې ده چې انټیوبیشن وکړم او بیا یې یوه پاڼه د امضا کولو لپاره راکړه. محبوبا راته وویل: په دې عملیه کې د مرګ خطر ډېر دی خو یو څه چانس هم شته. که دا عملیه نه وي، څو ساعته پس هر څه له لاسه ورکوو، ولې عملیه که کامیابه شي، یو څه بهتري به راشي.

محبوبا لا ما او فرید ته توضیح راکوله چې نوکریوال ډاکتر په وارخطا غږ وویل: مانیتور ته وګورئ، زړه مخ په درېدو دی، ژر فیصله وکړئ!

پاڼه مې لاسلیک کړه او موږ ته وویل شول چې انټیوبیشن که کامیاب وي، صرف پنځه دقیقې وخت غواړي، له آی، سي، یو ووځئ!

موږ درې واړه دهلیز ته ووتو. ما د وارخطایي د وخت له عادت سره سم په دهلیز کې قدم وهل شروع کړل او محبوبا مې ولیده چې د عادت برخلاف د یوه دیوال سیوري ته غلې ولاړه ده، لکه چې ژړل یې.

د انټیوبیشن د عملیې دوه، درې دقیقې لا نه وې تېرې چې اواز را وشو: عملیه ناکامه شوه.

محبوبا سمدستي داخل ته ورغله او شېبه نیمه پس یې ما او فرید ته وویل: هر څه ختم شول.

ما وپوښتله: په کابل کې څوک خبر کړم؟

په ځواب کې یې راته وویل: په طبي لحاظ وفات شوی دی خو یو څو دقیقې صبر وکړه، د زړه د بیافعالولو د هڅې امکان شته.

څو دقیقې وروسته په مصنوعي طریقه فعال شوی زړه هم ودرېد.

اغا د ډیلي په وخت د شپې په یولس بجې او پنځه ویشت دقیقې وفات شو. د کټ پښو ته یې ودرېدم. لکه څوک چې له ډېر ستړي مزله وروسته ارام شوی وي. ارام و خو له ځانه یې د روغتون د شنو جامو د راایستلو لپاره باید د بدن غړي یو ځل بیا ناارام شوي وای.

په کابل کې مې د پلار د ماما زوی رباني ناشر ( چې هغه هم دوه میاشتې پخوا وفات شو.) او په ډیلي کې الهام جمالزی او دیاسینګ انجان په پېښه خبر کړل. الهام په بل ښار کې اوسېده خو زموږ په خاطر دا څو ورځې په ډیلي کې و. الهام، انجان او یوې وطنوالې ډاکترې، ایندرجیت، چې اوس هندۍ شوې وه، ډېرې منډې راسره وکړې. د افغان سفیر، د سفارت د ځينو نورو کارکوونکو، ډاکتر خالق رشید او ځینو افغان محصلانو اخلاص هم د هېرېدو نه دی.

له وفاته وروسته راته وویل شول چې د روغتون او پولیسو په دفتر کې اداري کارونه، د الوتکې د ټکټ برابرول او د تابوت برابرول په مخکې دي. د تابوت خبرې د اغا یو بیت رایاد کړ چې څو اونۍ مخکې یې په کابل کې بې مقدمې راته ویلی و. زه په کابل کې د ده په کوټه کې وم. دی په خپل کټ باندې ناست و، تسپې یې اړولې او زه لاندې په توشک ورته ناست وم. څه نور مجلس مو کاوه خو ده د خبرو په منځ کې ناڅاپه راته وویل:« ګوجی د یوه کوچیني سمندري ژوي وچ پوستکی دی چې ښایسته ماشومانو ته یې ورټومبي چې په نظر نه شي. ما څو کاله پخوا ویلي وو:

ور یې وړئ تابوت چې یې بلا اخلي په مړینه هم

دغه تش ګوجی په ښایسته کابل کې وټومبئ»

سهار وختي محبوبا د روغتون د هغو کوټو، کټونو او دهلیزونو عکسونه اخیستل چې اغا پکې د ژوند وروستۍ شپږ ورځې تېرې کړې وې. د دغو عکسونو او دغو خاطرو د خوندي کولو مقصد څه دی؟ مرګ له موږ سره څه کوي؟ دا یو راز دی. او موږ له مرګ سره څه کوو؟ دا یو بل راز دی.

3 thoughts on “وروستۍ ورځ/ اسدالله غضنفر”
  1. الله تعالی دې فردوس جنت ورکړي. برکت او فیض یې پر ټولو ځوانو پوهانو، شاعرانو، لیکوالو، مېلمه پالو، ښو مربیانو…

  2. Allah de Ustad ta janatoona warkari, da hagha gham tol afghanan khafa kari, da hagha mobareza ow Afgan qawam ta na heridonki de, Allah de pe warahmigi ow jante ferdows de naseeb shee.

  3. مرحوم استاد خدای «ج» وبښی ،الله دی جنتونه ورکړی. غضنفر صایب په قلم دی برکت شه د محوم استاد د ژوندانه دوروستیو شیبو کیسه دی داسی ښکلی او روانه لیکلی وه چی په لوستلو یی سړی داسی فکر کوی چی په خپله هملته په روغتون کی حضور لری ، دکیسی په لوستلوتر پایه پوری سترګی له لوستلو نه ستړی او نه هم په بل لور غړیږی ، سړی هڅه کوی چی په چټکو لوستلو ژرژر وروستی لیکه له نظره تیره کړی، هوا همداسی چی هر ژوند د مرګ شیبه خاماخا وینی د کیسی په وروستیو کرښو کی سترګی ډنډ او ستونی ډک شه ، الله دی پسرلی صایب وبښی ، تاسو ،ستاسو درنی کورنی او دمرحوم پسرلی صایب ټولو مینه والو ته له لویه خدایه د جمیل صبر غوښتنه کوم .په درنښت حبیب زی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *