لیکوال: محمد عارف رسولي
-
سریزه
جلالتماب محترم ښاغلی محمد اشرف غني د افغانستان جمهور رئیس!
موږ د افغانستان د انجنیرانو او مهندسانو ټولنې او دهغوي د اتحادیې د رهبري هیئت د هیواد د مسلکي کهول په استازیتوب غواړو په هیواد کې د زیربنايي ساختمانونو، ترانزیت، ښاري پراختیا او په اړونده مسئلو باندې ستاسو درانه حضور ته په لنډ ډول دا لیکلئ سند وړاندې کوي.
په دې سند کې په پورته ساحو کې د یو څو اړوندو ستونزو ارزونه شوې او هم اړین وړاندیزونه ستاسو حضور ته وړاندې شوي دي. هیله لرو چې ستاسو جلالتماب او دملي یووالي د حکومت د پاملرنې وړ به وګرځي.
-
د هیواد زیربناوو ته یوه لنډه کتنه
د یوه ملک د پرمختګ او اقتصاد د ښه کولو لپاره د تولید د نورو وسایلو ترڅنګ انساني، ټولنیزې، زیربنایي، د وسایطو، مالي او د انسانانو د نوښتګرۍ ((Entrepreneurship پانګو ته اړتیا شته. د هیودا زیربناوو (Infrastructure) پانګې ته لکه، لوېې لارې، سړکونه، د ریل پټلۍ، سترې دولتي او تجارتي ودانۍ، د اوبو ذخیرو، کانالونو، د انرژۍ زیربناوو او نوروته چې دنورو سکتورونو ترڅنګ د انجنیرۍ او مهندسۍ له مسلکونو سره تړاو لري دملک په اقتصادي وده کې زیات رول لري او له سره جوړول او هم بیا رغول یې خورا زیاتې پیسې، ډېر زیات وخت، ښه مدیریت او تخنیکي پوهه غواړي.
د اوږدو شخړو، نه پاملرنې، او کمزوري مدیریت او اړینو تخنیکي وړتیاوو د کمښت له کبله زمو دهیواد فزیکی زیربنايي جوړښتونه وران شول او په نوي دور کې د ملک ډېره زیاته مالي پانګه دهغو په بیا رغونه ولګول شوه. خو په خواشینۍ سره د ټیټ کیفیت، د نه ترمیم کیدو اونورو لاملونو له کبله اوس بیا رغونې او ډېرو پیسو ته اړتیا لري. نو د ملک اړتیا ده چې د هیواد دا سکتور ښه وارزوی، د ببیا رغونې او انکشاف کمۍ په ګوته کړي، نوې پالیسۍ او تګلارې جوړې او سمې یې پلي کړي.
دا سيي ده چې زموږ د هیواد ستراتیژيک موقعیت کولای شي هغه د آسیا په ترانزیتي، تجارتي، پانګونې، توریزم او د اقتصادي راکړې ورکړې په مرکز بدل کړي. خو د دې لپاره افغانستان د زیربناوو او ترانزیت د آسانتیاوو ظرفیت او پرمختګ اړین دئ او بیله دې موږ له خپل ستراتیژیکي موقعیت څخه ګټه نشو اخیستلای. نو موږ اړیو چې د خپلو ترانزیتي زیربناوو د سیي ودې لپاره یو سیي لرلید (Vision) رامنځته کړو او هغه لرلید ته د رسیدو لپاره یوې ټاکلې ستراتیژۍ ا وتګلارې ته وده ورکړو.
د یوڅه لاسته راوړنو ترڅنګ لاتر اوسه هم موږ د زیربناوو په پرمختګ، ګټه اخیستنه، ترمیم او مدیریت کې ډېرې ستونزې لرو. همدارنګه د هیوادوالو د شخصي او دولتي پانګې اچولو سره سره د ښارونو په پراختیا، اداره او مدیریت کې هم د راز راز لاملونو له کبله ډېر کمښتونه شته او که دا لیرې نشي نو ښارونه به مو د پرمختګ، کلتور، هنر، اقتصادي ودې او ادب د مرکزونو او بشري پراختیا پرځای د جرایمو، فقر او نفاق مرکزونه او ځالې وي.
-
د زیربناوو په سکتور کې ستونزې
الف – د انجنیرۍ، مهندسۍ او ساختمانونو د قوانینو او لوایحو ستونزې
په هیواد کې د انجنیرۍ، مهندسۍ، د زیربناوو او ښاري پراختیا په برخه کې کوم سم قانوني چوکاټ اواړین لوایح نشته او که څه شته هغه نیمګړي دي او سم نه پلي کیږي. همدارنګه، د انجنیرانو، مهندسانو او اړونده شرکتونو د وړتیا د تصدیق یا رد قوانین، مقررات، سیي معیارونه او کومه پروسه نشته. هرڅوک په خپل سر ساختمانونه دیزاینوي او پلي کوي یي. د اساسي زیربنایي ساختمانونو د دیزاین د بیا کتنې، نظارت، تایید او یا رد صلاحیت مالوم ندئ. ډېره روښانه نه ده چې له درغلي کوونکو سره څنګه او د کوم قانون په اساس چلن وشي.
د قانون او اړوندو لوایحو او مقرراتو، نورمونو او ستندردونو په اساس مو د مهمو ملي تاسیساتو سروې، پلان، پلي کول، نظارت، ارزونه او ترمیم نه کیږي. په پای کې دا ستونزي زموږ د زیربناوو عمر کموي او د ملت ډېره پانګه سیي نه لګیږي او له لاسه وزي.
زموږ ډېر لوړ پوري او ګڼ میشته تعمیرونه لکه د ودونو سالونونه او نور داسې ندي دیزاین شوي چې د زلزلې او اور په وړاندې اړین مقاومت ولري. په لوړپوړو ګڼ میشتو تعمیرونو کې د بیړنیو وتلو او اوروژنې سهولتونه په پام کې نه نیول کیږي. که خدای مکړه کومه شدیده زلزله وشي، یا کوم ناوړه اور ولګي نو په ځینو ګڼ میشته ودانیو کې به فاجعې رامنځته شي.
ځمکه چې د زیربناوو او تولید لپاره یوه اړینه وسیله ده زموږ په ملک کې یې اړین قوانین نشته او که وي هم ستونزې لري او نه پلي کیږي. په پایله کې ځمکه د پانګونې، کور جوړولو، کرنې او نورو لپاره یو محدودیت دئ او په سیي توګه یې ویشل، استملاک او د مالکیت ټاکل نه کیږي.