د کندهار د قضايي ظلمونو یوه مستنده بېلګه
د کندهار د قضا، څارنوالۍ او امنیتي ادارې د بې عدالتیو په سلسله کې د یوه تعجب آوره ظلم بېلګه وړاندې کوم.
دلته د اختطاف په یوه قضیه کې د اصلي متهم (فیض الله) مشهور په غمي پر ځای بل بېګناه (هستي محمد) مشهور په غمي ته د کندهار د ابتدائیه او استیناف محاکمو له خوا د ۱۵ کاله زندان سزا اورول شوې ده.
دلته د دغه شخص د بېګناهۍ او امنیتي و قضایي ادارو قانون ضد کړنې یوه په یوه د کورنیو او نړیوالو حقوقي سازمانو، بشري حقونو ادارو او رسنیو په مخ کې د انصاف غوښتنې لپاره ږدم:
۱- د هستي محمد مدافع وکیل محسن ساپي دواړو محاکمو ته په خپله دفاعیه کې د یوه عیني شاهد په توګه لیکي چې پولیسو د ده له موکل څخه د سختو شکنجو په نتیجه کې ناحقه اعترافات اخیستي دي.
۲- د اسنادو او وثایقو د ثبت آمر عریزاحمد نوري د هستي محمد پر نامه یوه جعلي وثیقه (اقرارخط) جوړ کړی دی او دغه اقرارخط د پولیسو د تعذیبي اظهاراتو له مخې لیکل شوی او بل په محکمه کې شاهدانو شاهدي اداء کړې چې د دغې وثیقې لپاره له هستي محمد څخه پر سپینه پاڼه د ګوتو نښې اخیستل شوي دي.
۳- د موظف څارنوال فضلي په(صورت دعوی) کې د ګرفتارۍ تاریخ(۱۳۹۳/قوس/۱۶) ښودل شوی او مدافع وکیل وایي چې ده له خپل مؤکل سره د پولیسو په نظارتخانه کې د قوس پر ۱۲– مه قرارداد منعقد کړی او پر وثیقه یې د همدغه کال د عقرب ۳۰– مه لیکلې ده، مانا دا چې اقرارخط تر ګرفتارۍ ۱۶- ورځې مخکې لیکل شوی دی او مدافع وکیل تر نیونې ۴- ورځې مخکې د وکالت قرارداد ورسره کړی دی.
۴- هستي محمد د ۷۲ ساعتو پر ځای له پولیسو سره په اتمه امنیتي حوزه، امنیه قومنداني او منډیګک ماڼۍ (د والي مېلمستون) کې تر دوو میاشتو زیات وخت تر سخت زجر لاندې تېر کړی دی چې کله به د بشري حقونو فعالان امنیه قومندانۍ ته ورتلل نو دی او نور هغه متهمین چې د شکنجې ښکاره نښې به یې پر وجود لیدل کېدې په یوه کانتینر کې اچول کېدل.
۵- په وثیقه کې د متهم د جرم شاهدان، د ګرفتارۍ لپاره د ټاکل شوي امنیتي هیئت غړي، مدیر عتیق الله او عبدالخالق پولیسان دي.دا څنګه کیدای شي، چې پولیس هم نیول کوي، هم شکنجه او هم د د اقرار د وثیقې شاهدان ؟
۶- په دوسیه کې هستي محمد مجرد او وزګار ښوول شوی مګر هغه واده او یو ۳– کلن زوی لري، د چرګانو په فارم کې یې کار کاوه، د میرویس نیکه د شپې لیسې د لسم ټولګی شاګرد دی او د کندهار فرهنګیان او مدني فعالان یې پېژني او دغه پېژندنه یې د فرهنګیانو د عریضي پر اساس د کندهار داطلاعات و فرهنګ رئیس محترم دواخان مینه پال د څارنوالۍ لپاره تائید کړې ده. کومې ځانګړنې چې د هستي محمد په اړه لیکل شوي، هغه د فیض الله ځانګړنې دي.
۷- هغه غمی چې په دوسیه کې یې یادونه شوې، هستي محمد مشهور په غمي نه بلکې فیض الله مشهور په غمي دی چې دا مهال فیض الله له خپل پلار عزیزالله سره یو ځای پاکستان ته تښتېدلی او دغه خبره د فیض الله ورور رحمت الله کوي چې هغه هم په همدغه تور نیول شوی او د کندهار په محبس کې بندي دی، او دغه صراحت د دوسیې په ۱۳۹ پاڼه کې لیکلی دی.دوسیه خپله وايي، چې هستي محمد مشهور په غمي د فیض الله مشهور په غمي پر ځای نیول شوی دی.
۸- تښتول شوی کوچنی د ارغنداب ولسوالۍ په وادیان کلي کې د پولیسو له خوا د تښتېدلي فیض الله او بندي رحمت الله د خور او اخښي (قادرجان) له کوره روغ رمټ را ایستل شوی دی. دوسیه وايي کې راغلي، چې غمي اختطاف شوی ماشوم د خپل اوښي قادرجان په کور کې ساتلی دی ، خو قادر جان د هستي محمد مشهوري په غمي اخښی نه دی د فیض الله مشهور په غمي اخښی دی.
۹- د فیض الله کور چې د اختطاف لپاره کار ځنې اخیستل کېده، د پولیسو له خوا ضبط شوی خو د هستي محمد کور نه دی ضبط شوی او اوس یې هم کورنۍ ژوند پکښې کوي.
۱۰- څارنوالۍ وروسته له دې چې پوه شوې دواړو محاکمو ته دوه واره په صراحت لیکلي چې د تښتېدلی فیض الله پر ځای بېګناه هستي محمد نیول شوی، دا صراحت د دوسيې په ۲۲۷ لمبر پاڼه کې راغلی دی، همدارنګه د دوسې په ۲۳۱ لمبر پاڼه کې د فیض الله د ورور(رحمت الله) چې اوس بندي دی او هستي محمد دواړو اظهارات شته چې یو د بل خبرې تائید وي. رحمت الله وايي چې هستي محمد یې ورور نه دی. فیض الله یې ورور دی.
۱۱- هغه (سي ډي) چې د کندهار۸ – مې حوزې پولیسو د کوشني تښتوونکو له ډلې څخه اعترافات پکښې ثبت کړي دي نو هلته د هستي محمد اعتراف نشته.
۱۲- څارنوالانو او قاضیانو د هستي محمد د خوشي کېدو لپاره پرلپسې رشوت غوښتی او د نه ورکړې په صورت کې یې د هغه د قیدولو او دوستانو ته د زیان رسولو اخطارونه ورکړي دي چې اوږده آډیو کلیپونه یې شته او پر خپل وخت به رسنیو ته ورکړه شي.
یادونه:
په دغه مسئله د کندهار والي ډاکتر توریالی ویسا، ولایتي شورا، چارواکي، د بشري حقونو خپلواک کمیسیون او رسنۍ خبرې او مستقیماً په جریان کې دي.
زه (محمدیار یار) د پورته دوولسو ټکو په ادعا سره د کندهار څارنوالان او قاضیان هر یو عبدالحلیم مسلم، محمدسلیم عرب، عبدالغفار صایم، قاضي فنا، شمس الرحمن ریسخېل، عزیزاحمد نوري او نور د هستي محمد په قضیه کې په بې عدالتۍ، ظلم او جنایت تورنوم، که مې دغه محترم قاضیان او څارنوالان مجرم ثابت نکړای شوای نو زه هم باید له هستي محمد سره ۱۵ کاله په زندان کې تېر کړم کنه نو هم باید دغه مظلوم انسان په عزت را خوشي، هم یې د حیثیت اعاده وشي او هم ظالمان قانوني سزا وویني.
درېیمه لار نشته.
دا لیکنه د دې لپاره ده، چې په دې اړه ولسمشر، قاضي القضات، لوی څارنوال، د کورنیو چارو وزیر او نور عدلي او قضايي چارواکي خبر شي او د دې ښکاره بې عدالتۍ مخه ونیسي.
قضيه د ښاغلي يار له خوا ډېره ښه تحليل سوې ده او د يو رښتيني مدافع وکيل په څېر يې پر موضوع کار کړی دی، کور يې ودان.
د اتمي حوزې پخوانی امر جاجو، قاضي عبدالحليم مسلم او لوی پاسوال عبدالرازق د يوه ټبر او يوې سيمي خلګ دي، تر منځ يې ډېر مسائل شريک دي؛ خو له جنرال رازقه غوښتنه کوو، چي په څو فاسدو کسانو خپل ځان بدنام نه کړي. له عزيزګلوۍ او تربور ګلوئ تېر سي او د يو رښتيني افغان په حيث خپلي دندي ته ادامه ورکړي.
جاجو او مسلم غوندي خلګ د جنرال رازق له موقف او غزيزګلوئ څخه ناوړه استفاده کوي، همدغه لامل دی، چي کندهاريان له جنرال رازق او د هغه له پوليسو بېزاره سوي.
درناوی
څرګند
محمد يأر،يأر ته؟
زما حقوقي مشوره داجه دقندهار جارواكي به يوه اخور خورل كوي. لاندي مشوره دركوم.
١-دغه جريان جه تا دلته ليكلي دا واخله خو كأبي كره او لاندي مراجعو ته ءي وركره.
١–يوه كأبي دو لأيت مقام ته
٢–يوه كأبي دريس جمهورد دفتر ريس ته.
٣–يوه كأبي لوءي خارنوالي ته.
٤–يوه كأبي ستري محكمي ته.
٥–يوه كأبي دولايت او يوه كأبي دخاد أمنيتي رئاستو ته به كندهار او كابل كي تسليم كره
لومړی، ښاغلي څرګند ته وايمه چي قاضي مسلم نه اڅکزی دی او نه هم د بولدک اوسېدونکی دی. دا چي له جنرال رازق سره يې يو ځايي عکس اخيستی، ښايي چي د جنرال رازق هغه زور او نفوذ وي، چي اکثره وزيران يې هم نه لري.
دا منم، چي په کندهار کي هر چارواکي تر خپله وسه ظلم کړی، خو دا په دې معنا نه دي، چي يو اختطاف کوونکي ته په دې پلمه برائت ورکړو، چي ګواکي قاضي فاسد دی.
د پورتنۍ قضيې اړوند چي کوم ثبوتونه په فېس بک کي پورته سوي، هلته ښکاري، چي هستي محمد مجرم دی. د ټليفوني شبکې له راپور څخه معلوميږي، چي کومي خبري چي له ټليفونه ثبت سوي، هغه شمېره د هستي محمد ده.
ټول هغه اسناد، چي په څارنوالۍ کي پراته دي، په ملي امنيت کي سته او کابل ته لېږل سوي، ټول دا ثابتوي، چي هستي محمد مجرم دی او اختطاف يې کړی..