تاند- د جرمني د صدراعظمې انجیلا میرکیل  دموکرات  مسیحي ګوند فیصله کړې ده چې په اروپایي اتحادیه کې باید د دې لپاره مبارزه وکړي چې جرمني ژبه هم د انګرېزي او فرانسوي په څنګ کې د دې اتحادیې  رسمي ژبه شي.

 د آیریش اینډیپنډنټ له رپورټ سره سم،  د جرمني د دموکرات مسیحي ګوند په پرېکړه کې راغلي دي چې په اروپایي اتحادیه کې جرمني ژبه تر بلې هرې ژبې د ډېرو کسانو مورنۍ ژبه ده . دموکرات مسیحي ګوند غواړي چې په اروپا کې د جرمني ژبې دریځ پیاوړی کړي او په اروپایي پارلمان، کمیسیون او شورا  کې جرمني ته له فرانسوي او انګلیسي سره 4برابر مقام ورکړ شي.

د  جرمني دموکرات مسیحي واکمن ګوند  وایي چې د اروپایي اتحادیې په پنځه سوه میلیونه اصلي  اوسېدونکو کې سل میلیونه کسان په جرمني خبرې کوي. دغه ژبه نه یوازې په جرمني او اطریش  کې بلکې په بلجیم، دنمارک، ایټالیا او پولنډ کې هم د ځینو اقلیتونو مورنۍ ژبه ده.

اروپایي اتحادیه خپلې ورځنۍ اداري او مطبوعاتي چارې په انګلیسي او فرانسوي ژبو باندې تر سره کوي او جرمنان خوابدي دي چې د دوی ژبې ته ولې د دغو نورو دوو ژبو په اندازه اهمیت نه دی ورکړ شوی. جرمني د اروپایي اتحادیې په پنځه سوه میلیونه اصلي اوسېدونکو کې د شپاړلس فیصده خلکو مورنۍ ژبه ده. له جرمني وروسته بیا ایټالیایي او انګلیسي ده چې هره یوه په اروپایي اتحادیه کې د یارلس فیصده خلکو مورنۍ ژبه ده. څلورم مقام د فرانسوي ده چې د اروپایي اتحادیې د دولس فیصده اوسېدونکو د مورنۍ ژبې حیثیت لري.

هغه سروې چې تېر کال د اروپایي کمیسیون له خوا تر سره شوه، معلومه یې کړه چې په اروپایي اتحادیه کې تر ټولو زیات کسان په انګریزي ژبه پوهېږي. په دې ژبه باندې د اتحادیې اته دېرش فیصده اوسېدونکي چې تر اتلس کلونو یې عمر زیات دی پوهېږي. له انګریزي وروسته بیا په فرانسوي باندې زیات خلک پوهېږي او جرمني په دې سلسله کې دریم مقام لري

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *