د امريکا د سيمه یيز جګړيز لوري او تګلارې بدلون، د افغانستان د روانو حالاتو په اړه د روسيې د لوړپوړو چارواکو اندېښنې او په شمال کې د جندالله د ډلې (د ازبکستان اسلامي تحريک) پراخ نفوذ په دغه هېواد کې د جګړې د نوې څېرې د بربنډېدو نښې له ځانه سره لري. داسې ګومان کوم، چې دا ځل په هېواد کې د نويو بدلونونو په نظر کې نيولو سره د وسلوال طالب په نامه د جګړې سمبول له منځه تلونکی دی.
داعش، چې په نږدې راتلونکي کې به په نړيواله کچه د ترهګرۍ نوی تصور وي، افغانستان يې پر منځنۍ اسيا د فشار لپاره د خپل بستر په توګه غوره کړی دی. دا ځل نښې داسې برېښي، چې د هېواد د نوور څنډو په پرتله به د نړيوالې ترهګرۍ د جګړې تنيسته د دغه هېواد له شماله پيل شي، چې همدا سيمه به د داعش لپاره د منځنۍ اسيا د ګواښولو سنګر وي.
منځنۍ اسيا په اقتصادي لحاظ د امريکا متحده ايالاتو، روسيې او چين په ګډون د نړيوالو قدرتونو تر منځ د سيالۍ ستر ډګر دی. هر ځواک هڅه کوي، چې د دغې سيمې نړيوال بازار يې تر سيوري لاندې وي. ښکاره ده، چې له کلونو کلونو دلته په اقتصادي لحاظ غېږې نيول شوي؛ خو دم ګړۍ په نړۍ کې د ځواک ښودنې لپاره له ټولو ښه اله ترهګري ده.
روسيه؛ چې په جفرافيايي لحاظ د منځنۍ اسيا واکداره بلل کېږي، لوړپوړو چارواکو يې، په افغانستان کې د ناټو جګړه له همدې امله ناکامه وبلله، چې خپلې هر اړخيزې ګټې له ګواښ سره ويني. دغه هېواد په دې پوهېږي، چې د ازبکستان د اسلامي تحريک په نامه وسلوالې ترهګرې ډلې لپاره منځنۍ اسيا ته په نږدې سيمو کې د افغانستان شمال له ټولو ښه بستر کېدای شي. د ناټو شتون، په سمبوليکه توګه د دغه ډول هڅو لپاره ګواښ و؛ خو نشتوالی يې د دې بستر له جوړېدو سره مرسته بللی شوو، چې روسيه همدې مسلې اندېښمنه کړې ده.
په افغانستان کې وروستي بدلونونه که څه هم په ښکاره د دغه هېواد د کورنيو مسايلو يو اړخ ښکاري؛ خو په ټوله کې په افغانستان کې د امريکا او نړيوالو د اړخ بدلولو کيسې له ځانه سره لري. د ولسمشريزو ټاکنو له ناندريو د کابينې د ځنډېدو تر مسلې پورې ډېری مسايل په دغه هېواد کې د نوې لوبې د پيل اوازونه کوي.
د شمال په بېلا بېلو ولايتونو کې د منځنۍ اسيا د ښکېلو ترهګرو پراخ نفوذ په هېواد کې جګړې ته د همدې نوي اړخ ورکولو ښکاروندي کوي. د شمال هغه ولايتونه، چې لا هم پکې ژوند په کليواله کچه روان دی، د ترهګرو نفوذ پکې په نوي شکل رامنځ کېږي.
د شمال زون امنيتي مسوولين مني، چې د سرپل ولايت په کوهستانات ولسوالۍ کې د ازبکستان د طالبانو سره تړاو لرونکې له شلو زياتې کورنۍ ځای پر ځای شوي دي. د دغو کورنيو نر او ښځې په شمال کې د ناامني په پيدا کېدو کې لاس او پښې وهي، زيات شمېر ښځې يې د ماين جوړولو هنر لري. ښځې په کورونو کې ماينونه جوړوي او سړي يې په لارو کوڅو کې خښوي.
همداراز د فارياب په قيصار ولسوالۍ کې محلي پوليسو لسګونه نړيوال ترهګر ليدلي، چې ډېرې نښې يې د ازبکستان د اسلامي تحريک طالبانو ته پاتې کېږي.
د شمال زون په کندوز، فارياب، سرپل او بغلان ولايتونو کې د پاکستاني طالبانو تر څنګ د عربو، چيچين او ازبکستاني طالبانو اډې د جوړېدو په حال کې دي، چې د يادو سيمو د ناامنه کېدو له لارې په منځنۍ اسيا باندې د فشار په توګه کارول کېږي.
که څه هم په شمال کې افغان ځواکونه د نوې جګړې د پيل د مخنيوي لپاره د هڅو خبر ورکوي؛ خو د دغه پيل د بستر جوړېدنې لپاره څو کاله مخکې کار شوی، چې اوس به يې رام کول نويو تدبيرونو ته اړتيا ولري.
اندېښنه دا نه ده، چې ملا عمر مجاهد اوس د امريکا لپاره دښمن نه دی؛ خو د دې وېره شته، چې وسله وال طالب لونګۍ وغورځوي، ږيره لنډه کړي او له نيکتايي پرته دريشي سره د اوسني نظام برخه شي. دغه به نو هغه مهال وي، چې وسله وال طالبان، سياستوال طالبان وي او د امريکا په ګډون د نړيوالو ګټو د خونديتوب خبرې به کوي.
که داسې وي، نو روانه جګړه، چې لا هم ورته په افغانستان کې امريکا اړتيا لري، څوک پر مخ وړي!؟شک نشته، چې جګړه به روانه وي، خو تصوير به يې د تېرې ديارلس کلنې جګړې سره توپير ولري. د افغانستان د نورو څنډو پر ځای به شمال د جګړې مرکز شي، د وزيرستان اوسېدونکي به د بدخشان له لارې، چين سره په څنګ څنګ کې د ازبکستان طالبانو اسلامي تحريک ملاتړي شي، د جګړې د رهبريت نوم به له القاعدې په داعش واوړي.