وروستی دیدن

غزلبڼ مې پرانېست، ومې لوست. لکه یوه دښته کې چې ورک شئ هیڅ ځای د څاڅکي څرک نه وي، لمر مو هم سوځوي. خو یو وار د رڼو اوبو چېنه درته پیدا شي. همداسې احساس مې درلود. پناه مې موندلې وه. دا خبره مې یو ځای لوستي وه « د ژوند تر ټولو لویه خوښې دا ده چې داسې کس پیدا کړئ چې ستاسو غوندې فکر کوي، داسې به حد اقل پوه شئ چې لیونی نه یې»

زه هم همداسې خوشاله وم. ونو نوې پاڼې زیږولې وې. بوټي ټوکیدلي و. د کوټې کړکۍ مې انګړ ته پرې وه. د غزلبڼ لوستو ته په کړکۍ کې کېناستم. د هر غزل له لوستو وروسته به پاڼو هم چک چکې کولې. ګلان به موسیدل، اسمان به لا ځل وکړ. لکه ساه چې ورکړي لکه د دوی زړونه هم چې زما غوندې خوشاله شوي وي. له هیلو ډک توري یې اورېدل. په دې شعرونو کې زارۍ نه وې، ګرېوانونه نه و شکېدلي، په تاریخ بې ځایه ویاړونه نه و. له ساعتونو لوستو وروسته به مې کتاب بند کړ. د پوښ په شا د سړي عکس رڼو اوبو ته ورته و. سپېڅلی، سوتره او ارزښتناک. سترګو کې یې له غزلبڼه هم خبرې ډېرې وېي. موسکا یې د مور د پرانیستې غېږ غوندې له مهربانۍ ډکه وه. ډېرې شېبې مې غزلبڼ راته ژوندۍ کړې. د غزلبڼ د هر ګل رګ ساه راکوله. ځان مې د استاد پسرلي پوروړی باله. غوښتل مې له نژدې یې ووینم، چېغې ورته ووهم، ورته وژاړم. خو په دومره شته زړورتیا کې هم ورته بې جرائته وم. سترګو مې د دې شېبې تاب نه درلود. دولسم مې خلاص کړ. پلار مې د ډالۍ راته وویل. د استاد لیدل مې ترې وغوښتل . راته موسک شو. استاد علم ګل سحر ته مې زنګ وکړ. خوشاله شو ویل حمتا به وشي. له ځان سره مې کر کاوه چې څه به ورته ووایم؟ څرنګ به ورځم؟….

استاد سحر زنګ وواهه ویل یې بابا روغتون کې دی له تاسره مې د هغه د لیدو ژمنه کړې وه.

نور نه پوهیږم هغه به څه ویلي او ما به څه ویلي وي. په بل سبا روغتون ته ورغلم. داسې وم لکه له ځانه چې وتلې وم. د سرو ګلابو او نرګسو ګیډۍ مې ورووړه. زړه مې نه شو کولی خونې ته یې ننوځم. اجمل پسرلی هغلته و. ډیر ډاډه یې وویل:

– « راځه نور څوک نه شته»

خو ما د خپلې ورکې دنیا د لیدو تاب نه درلود. هغه هم د ناروغۍ په کټ کې. داسې بې وسه او زهیر. ور مخته شوم. ګلان رانه ایمل پسرلي واخېستل. بابا ته یې وویل چې ما راوړي. زهیرې سترګې یې راپورته کړې، ایمل ته یې اشاره وکړه چې کړکۍ کې یې کېږدي. سترګو ته مې وکتل اوس یې د رڼو اوبو غوندې ډېر ځل نه کاوه ، اوس د بې وسۍ ورېځ پوښلې وې

څو شیبې هلته ودریدم. سحر صاحب راته اشاره وکړه چې نور باید ولاړ شو. کړکۍ کې ګلان تازه و. لمر ډوب شوی و. ساړه و. د کوټ جیبونو کې مې لاسونه ورکړل. د بابا دا څلوریزه مې ذهن ته تله راتله:

په ژوند نه ګورې زما ولور ته

بتۍ او شمعې مه راوړه ګور ته

ستاسي دستور دی مړي په سر وړئ

ژوندي مو نه کړل له خاور پورته

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *