هر سهار چې کله د مامورینو په موټر کې د دفتر پر لور روانیږو،نو کله چې په موټر کې سره یو ځای شو، تر دفتر پورې لاره په سیاسي بحثونو، ټوکو ټکالو او د دفتر د ورځنیو کارونو په اړه په خبرو او اترو باندې تېر وو. دا چې زه د وزارت په مطبوعاتي څانګه کې کار کوم او له مطبوعاتو سره مې ډېر سرو کار دی، نو له همدې امله د موټر ملګرې هر سهار د نوو پېښو او خبري موضوعاتو په اړه پوښتنې را څخه کوي. تر دې مخکې به په بېلا بيلو موضوعات باندې خبرې کېدلې، خو نن د ټولو په خوله کې یوه خبره وه، هغه دا، چې ایا نن به کابینه اعلان شي؟، ایا دوی به جوړ راغلي وي؟، ایا دا ځل به پر خپلې ژمنې ودریږي او که د پخوا په څېر به دا ځلې هم زموږ مشران خلکو ته بې وعدې شي؟ دا او دې ته ورته خبرې زیاتې کېدې .

په موټر کې زما څنګ ته ناست سپین ږیري مامور، تل وايې چې توره ږیره مې په دفتر کې سپینه شوه، خو چاه مې خدمت ته په ښه سترګه ونه کتل وویل، په یوه تلویزیون کې ،چې اوس یې نوم له مانه هېر دی د شپې ناوخته د تازه خبر ږغ تر غوږ شو، موږ ټوله کورنۍ تلویزیون ته غوږ غوږ شولو، چې بیا به څه وي، کله چې د خبرونو ویاند په خبر پیل وکړ نو ويې ویل(( یو تازه خبر، چې همدا اوس ارګ ته له نږدې کسانو څخه موږ ته په لاس راغلی وايي،چې سبا به حتمي ولسمشر کابینه ولسي جرګې ته معرفي کړي، خو د کورنیو چارو وزارت او د پوهنې وزارت ته لا وزیران نه دي نومول شوي،ځکه ولسمشر او اجرائیه رئیس ورباندې نه دي جوړ شوي .))

د موټرپه مخکنۍ چوکی کې ناست کس،چې تل د بحث په تود ساتلو کې ځانګړی مهارت لري وویل، هو ماښام ما هم په یک تلویزیون کې د نوماند وزیرانو یو لېست ولېدو،چې ویل کیږي نن به ولسي جرګې ته د باور د رايې اخېستلو لپاره نوي وزیران ور وپېژندل شي، خو فکر نه کوم،چې دا ځل به هم په ارګ کې ناست مشران په خپلو خبرو وفا وکړي، ځکه دا لومړی ځل نه دی، چې دوی د کابینې د اعلان خبره کوي، بلکې څو ځلې مخکې يې هم ورته وعدې کړي او هغه نه دي رښتیا شوي.

دموټر له ورستۍ چوکې نه مو بل ملګري ږغ وکړاو ویې ویل، یاره تا ښه وویل، دلته ملت په وینو کې لمبېږي او زموږ په ارګ کې د ناستو مشرانو پر چوکیو او وزارتونو سره جنجال دی، یو وايي دا وزارت يې زما د کسانو او بل وايي دا وزارت يې زما د کسانو، خو دوی د هغه خوارو خلکو ، چې د ماښام په یوه ګوله ډوډۍ پسې سرګردانه دي په کیسه کې نه دي. که وږي بيدیږي، که ماړه، جوړ دي که ناروغان او مري که پايي په دوی يې څه دوی،خو په ارګ کې سهار او ماښام ښه غوړه ډوډۍ وهي، که له دوی سره د ملت غم وی د ملت د ستونزو د حلولو لپاره به يې کابینه اعلان کړې وای. له دوی سره د خپل ځان او خپلو کمپاینرانو غم دی، چې وزارتونه او نورې چوکۍ ورته پیدا کړي.

د خبرو نوبت زموږ د دفتر یو بل مامور ته ورسېد،چې د پوخ عمر خاوند دی او خورا تودې او سړې يې تېرې کړي او په خپل دولتي معاش باندې په ډېرو ستونزو سره د کور ګوزاره کوي. ده وویل، ما چې کله ماښام خپله پخوانې ماته راډیو،چې تر خبرو يې ټول عمر پوښ پوښ ډېر دی د خبرونو لپاره راواخېسته،نو د کابینې د خبر په رارسېدو سره مې پر ماشومانو ږغ وکړ، ماشومانو! غلي شې چې د کابینې په اړه څه وايي، نو کور کې د کور نورو غړو وخندل او ويې ویل غوږ مه ورته نېسه دا وړۍ به شړۍ نه شي، کابینه چېرې ده، هسې د خلکو په سترګو کې خاورې اچوي او په نن اوسبا کې يې دا دی څه باندې درې مېاشتې راباندې په انتظارتېرې کړي،خو د دوی د کابینې درک لا نشته .

دې ته ورته خبرې په وار سره ټولو وکړې، په داسې حال کې دفتر ته ورسېدلو، چې د کابینې بحث لا نور هم تود روان وو، ولې لا خلاص شوی نه وو، خو ټولو په خپلو خبرو کې د کابینې د ځنډ له امله د حالاتو د خرابوالي، اقتصادي ستونزو، په دفترونو کې د کارونو د نشتوالي، د ملي وحدت د حکومت د مشرانو د وعدو نه پوره کېدو، امنیتي ستونزو او خپلو خواریو او غریبیو څخه سرټکاوه او د هېواد له ولسمشر او اجرائیه رئیس څخه يې غوښتنه کوله،چې هر څومره ژر کیږي خپل منځي ستونزې حل او کابینه جوړه کړي، چې دخلکو امنیتي او اقتصادي ستونزې له منځه یوسي.

دوی ویل افغانان ډېر ځورول شوي نور د ځورېدو توان نه لري، نور باید افغان وژنې ته د پای ټکی کېښودل شي، نور باید افغانان په یوه او بل نوم ونه وژل شي او د نورې نړۍ د اوسېدونکو په څېر هوسا او سولیز ژوند ولري، خو دا هر څه هغه وخت ممکن دي،چې زموږ مشران له شخصي ګټو څخه تېر شي او ملي ګټي په پام کې ونېسي او د څو هغه کسانو د خوشحالۍ لپاره، چې دوی ته يې کمپاین کړی ټول ملت خفه نه کړي. که داسې يې ونه کړه دوی خو غرق دي،چې دي، خو وېرېږو چې هېواد او ولس مو له ځان سره غرق نه کړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *