د خیبر ۳۱ عملیاتو په ترڅ کې د مخالفو وسلوالو د مشهور سر ګروپ یوسف الیشنګي په ګډون ۳ تنو وسلوالو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د خیبر ۳۱ په نوم د افغان امنیتي ځواکونو ګډ چاڼیز عملیات چې نن سهار وختي د الیشنګ ولسوالۍ د شمکټ او قلعټک په سیمو کې پیل شوي تر دې دمه په کې د وسلوالې نښتې له امله د مخالفو وسلوالو یو مشهور سرګروپ یوسف الیشنګی وژل شوی او دوه تنه نور یې شدید زخمیان دي.

په دغه نښته کې یو تن محلي پولیس هم په شهادت رسیدلی او یو تن بل یې زخمي شوی چې دا مهال یې روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

د یادونې ده چې لا هم په یادو سیمو کې د افغان امنیتي ځواکونو ګډ عملیات دوام لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *