د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي داعش د روسیې لپاره تر ټولو لوی دښمن دی

تاند- په هلمند او زابل ولایتونو کې د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې ډلې د فعالیتونو په باب د راپورونو له خپرېدو وروسته د افغانستان د حکومت جګپوړو چارواکو د دې ډلې حضور او فعالیت تایید کړ.

د اسوشیتید پریس خبری اژانس د راپور له مخې افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ رسماً تایید کړه چې د داعش تور بیرغونه په جنوب کې لیدل شوي او حتي له طالبانو سره د دې ډلې د جګړو خبرونه ترلاسه شوی دي.

په جنوبي ولایتونو کې والیانو او پوځي جنرالانو وویل، یو تن چې ملا عبدالروف نومېږي، د داعش لپاره جنګي کسان ټولوي.

د روانې اوونۍ د یکشنبې په ورځ تاند د هلمند د چارواکو په قول په یوه راپور کې ویلي و چې د دغه ولایت په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو او داعشیانو ترمنځ په نښتو کې په لسګونو کسان وژل شوي دي.

د افغانستان د ملي اردو د ۲۱۵ قول اردو مرستیال قومندان جنرال محمود خان وویل، په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند د یو شمېر ولسوالیو اوسېدونکو وویل چې د ملا عبدالروف استازي کور په کور ګرځي او د جنګي کسانو غوښتنه کوي.

ده همداراز وویل:«یو شمېر قومي مشرانو، جهادي قومندانانو، ځینو دیني عالمانو او نورو خلکو له ما سره تماس نیولی او راته ویلي یې دي چې ملا روف له دوی څخه غوښتي چې ورسره یوځای شي.»

خو طالبانو، چې په هلمند کې زیات فعال دي او ځیني ولسوالۍ یې هم تر کنټرول لاندې دي، خلکو ته خبرداری ورکړی چې له ملاعبدالروف سره تماس ونه نیسي.

د نیمروز د والي امیر محمد اخوندزاده په وینا ملا عبدالروف د طالبانو د واکمنۍ په مهال له ۱۹۹۶ څخه تر ۲۰۰۱ پوري د قول اردو قومندان و.

دواړو، هم اخوندزاده او هم جنرال محمود خان، وویل چې ملا عبدالروف د طالبانو د رژیم له پرزېدو وروسته ونیول شو او ډېر کلونه په ګوانتنامو کې بندي و. په سنګین ولسوالۍ کې یوه قومي مشر سیف الله سنګینوال وویل:«خلک وايي چې ده (ملا روف) تور بیرغونه پورته کړي او د طالبانو سپین بیرغونه یې کښته کړي دي.»

سنګینوال دا هم وویل چې ویل کېږي د ملا روف او طالبانو د کسانو ترمنځ په نښتو کې ۱۹ یا ۲۰ تنه وژل شوي دي.

جنرال محمود خان او د نیمروز والي ښاغلي اخوندزاده وویل، ملا عبدالروف ممکن په کوټه کې د طالبانو له مشرانو سره اختلاف پیدا کړی وي.

په یوه ویدیو کې، چې د شنبې په ورځ په انترنټ کې خپره شوه، افغان او پاکستاني توندلارې ښودل کېږي چې د داعش ملاتړ اعلانوي.

اخوندزاده وايي، فکر نه کوي چې داعش دې په افغانستان کې ډېر ملاتړي ومومي خو ډېری افغانان بیا فکر کوي چې د طالبانو دور نور تېر دی او ممکن پر افغانستان د بدمرغیو او جګړو نوی دور د داعش په نوم پیل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *