زموږ د ډېرو ادیبانو پنځونې (هغه چې شهرت او د هنر غنا هم لري) د ددوی د تنګلاسۍ او اختناق د وخت تولید دی. تنګلاسی یا هغه ادیب چې په خپلو شتو پورې یې زړه نه وي تړلای، کولای شي له ادب سره خپله ژمنتیا په اسانه ثابته کړي.

ادب چې د احساساتو د درک او د عاطفې د وېش نوم دی، خلکو ته د خوښیو ورکړه او غم کې ورسره ګډون یې محوري موضوع کیدای شي، ادیب هغه وخت دغه مقام خپلوي چې، تر هر څه د مخه یې خپل احساسات او عواطف جړاو کړي وي او ځان یې په ادب و هنر کې بیان کړی وي، بیا موږ ورته د ژمن ادیب نوم ورکولی شو.

   کابو ۱۲ کاله پخوا پکتیا کې یوه ډله د پورتنیو ډېریو صفتونو لرونکو ادبیانو او ادب دوستانو په داسې حال کې ادب ته کار کول پیل کړل، چې پخوا ادب ته کار کول خو پر ځای پرېږده، ډېر یې له نوم سره هم اشنا نه وو، په لږ وخت کې یې داسې ادبي خوځښت پیل کړ چې د ادب په تاریخ کې یې ساری نه و لیدل شوی، د پکتیا ادبي ټولنې په نوم ټولنه رامنځ ته شوه، دې ټولنې لړۍ وارې اونیزې ادبي ناستې کولې، او په دې ناستو کې داسې خوشالان سره یو ځای کیدل چې له ناستې یې زما په څېر ګڼو خټکانو د شاعرۍ او او ادب دوستۍ مینه خپله کړه او ډېر خو یې شاعران، لیکوال او خبریالان هم شول.

   ددې ټولنې ډېر ځوانان چې ما له نږدې پېژندل د ژوند سختو ته یې د زغم ډال نیولی و او د مبارزې په کوټلې روحیه یې ادب ته کار کول خپل ویاړ باله، له تور او غولوونکي سیاسته پاکه مبارزه یې د خپل ادب د غنا لپاره کوله، ژمنتیا په کې وه او د کار پایله یې هم رنګینه وه، په همدغه لږ وخت او تېز بهیرکې یې ښې او ښکلې لاسته راوړنې هم لرلې، د شاعرانو د شعري ټولګو له چاپه نیولې ( چې د ښاغلي کړاو منګل (په لپه کې ډیوه ) یې ښه مثال دی) تر مجلو، مشاعرو او له نورو ولایتونو سره یې د ادبي اړیکو تر ټینګښت پورې ټولې لاسته راوړنې یې د ډېر کم وخت کار پایله وه.

   د نښتر په نوم مجله یې خپرنی ارګان اونښتر دودیزه کلنۍ مشاعره یې ادب ته نوې بښنې وې، چې نښتر مجله یې له ادبي غنامندۍ مالامال وه او نښتر دودیزه مشاعره یې د فن و هنر د مظاهرې هغه لار وه ، چې د ادب د پیاوړتیا تر څنګ یې د جنګ او کرکې د غندنې او مینې ته د خلکو د رابلنې سخت مزلونه اسانول. د هیواد په کچه یې د هنري بډاینې شهرت خپل کړ او له ډېرو ولایتي دودیزو مشاعرو یې د هنر غنا ډېره وه ، شعارونه په کې کم او یا هیڅ نه و، د هیواد له ګوټ ګوټه ورته هر کال د پیاوړو ادبیانو او شاعرانو راتګ او پکې ګډون یې دا زبادوله چې دلته ادب ته کار کول تر شعاره نه دي راټول؛ بلکې له زړه او له ښه احساسه سرچینه اخلي.

   خو؛ له بده مرغه او له ډېره بده مرغه دغه ژمن خلک ورو ورو د غرور په رنځ اخته شول، له هر چا سره د ځان غوښتنې روحیه پیاوړې شوه ، ژمتیا یې سر وخوړ، ادبي ژمتیا یې په ژونالستیکي سر ګرمۍ واوښته، سیاست یې د ځانونو په ګټه نه، ځانونه یې د سیاست په ګټه وکارول، د هیواد په کچه لویه او له ادبي غنا ډکه مشاعره، چې د هیواد له هر ځایه خلک ورته رامات وو، ددې ولایت د ولسوالیو تر شاعرانو را غونډه شوه او یوازې به دومره کیده چې د ولسوالیو شاعران ورته را بلل کیدل، دغه حالت یې هم پاتې نه شو، تریوه کوچني سالون او تالاره راټوله شوه، دولتي لاس وهنې سیاسي استفادې او سلیقوي فرمایشونه په ډېر شول، پای تر دې راورسیده چې سږ کال( ۱۳۹۲) تش په نوم هم ونه شوه.

   هغه ملګري چې د ژوند لومړنۍ اړتیاوې یې په خورا سختۍ پوره کولې اوس د ښو شپو او ورځو خاوندان دي، له دندو نیولې تر خپلو کورنو، موټرو او کمپیوټرو پورې کابو د ژوند هره اسانتیا لري، په صورتونو روغ او له عقلونو پاخه شوي دي، خو د احساساتو پخوانۍ سپېڅلتیا یې ونه ساتله، په ګټو وټو پسې ښه سرګردان دي، ددوی ادبي شخصیتونو چې له همدې ادبي هڅو او منډو ترړو یې سرچینه اخیستې ښه وده کړې، کابو هر ملګری یا د یوه کتاب لیکوال، یا د یوې مجلې مسوول، یاد یوې جریدې چلوونکی، یا د یوې راډیو مشر، یا د یوه کتابتون مالک، یا د پوهنتون استاد او یا د یوې ځانګړې ادبي او کلتوري ټولنې مشر دی، خو د غرور په رنځ اخته دي، ځان ورته هرڅه ، بل ورته هیڅ ښکاري، پخوانی تعمیري فکر یې په تخربي فکر اوښتی او تر ډېره هره یوه خپل احساسات د یوه سیاسي بادار تر فرمایشونو ځار کړي .

   په داسې حال کې چې له ځینو لاسته راوړنو یې هم سترګې نه شو پټولای، کتاب چاپونه، مجلې، ټولنې، راډیو ګانې او د ملګرو وړتیاوې ډېرې شوې او ښې شوې دي، خو دا چې ځانځاني ده ، وړ ځای یې نه دی نیولی.

   زه دې ستونزې ته یوه حل لاره لرم او هغه دا چې که پخوا مو دغه ټولې چارې د ژوند په خوار سختو شرایطو، په کمزورو وړتیاوو او نه امکاناتو سمبالولای شوې اوس خو مو د الله په فضل ژوندچارې ښې شوې دي، وړتیاوو مو وده کړې او اماکانات مو د پخوا په پرتله لس چنده ښه شوي دي؛ اوس هم ددې کال نږدې یوه برخه وخت لرو، اوس خو بویه چې په ډېر ښه ډول یې سمبال کړو او سمبالولای یې هم شو، فقط لاس یو کول غواړي او یو بل زغمل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *