تاند- د کابل ښار په اوومه امنیتي حوزه کې نن سهار چاودنې څو تنو ته مرګ ژوبله واړوله.
د لومړنیو راپورونو له مخې چاودنه د سهار په اوو بجو د نوي سړک په سیمه کې وشوه.
د کابل پولیسو پېښه تایید کړه، ویې ویل چې دا چاودنه د مقناطیسي بم په نتیجه کې وشوه چې په یوه شخصي کرولا موټر پسې نصب شوی و.
د کابل د پولیسو ویندوی حشمت ستانکزي وویل چې په دې پېښه کې دوه ملکیان وژل شوي او ۳ نور ژوبل دي.
د ستانکزي په وینا په ټپیانو کې یوه ښځه هم شامله ده.
په کابل کې د نوي حکومت له واک ته رسېدو وروسته پر له پسې چاودنې کېدې خو د پېښور له حملې وروسته په افغان پلازمېنه کې د چاودنې لړۍ ودرېده.
د نننۍ چاودنې اصلي انګېزه تراوسه پوري څرګنده نه ده. او نه طالبانو تراوسه پوري په دې باب څه ویلي دي.