پنډه د غمونو په سر بیرته وړم
تاته سپمولی نظر بیرته وړم
څوک د مرغلرو پیژندوی نه و
تل د سمندر ته ګوهر بیرته وړم
راغلم جهان ځای د اوسیدو نه و
کډه په زیړي مازدیګر بیرته وړم
استاد پسرلی
موږ ویده و، له دنیا څه چې له خپلې شاوخوا سم خبر نه وو. چې لږ را ویښ غوندې شوو، پوه شوو چې څومره لویه هستي رانه تللې ده، دروند استاد محمد صدیق پسرلی مو په منځ کې نه و، پوه شوو چې څومره فرصتونه مو له لاسه ورکړي دي.
استاد را نه تللی و، زموږ سکون زموږ قرار یې هم له ځانه سره وړی و، استاد له یو عالم خبرو سره را څخه جدا شوی و. موږ خپل ګران استاد ایله یو څه لوستی و د هغه اثار مو اکثرآ سرسري لوستي وو. خو استاد مو ډیرې خبرې لرلې چې لا مو نه وې اوریدلې، لا مو پر هغو ډیر فکر نه و کړی.
د استاد پسرلي د مرګ دردونکی خبر له هندوستانه راغی.کابل ددغه لوی انسان عظمت ته د وروستي درناوي په درشل کې و، یوه ورځ دمخه ورته ددغه عظیم انسان د وفات دردونکی خبر رارسیدلی و په کابل کې لیکوالو او شاعرانو او د استاد مینه والو په ژړاندو سترګو د استاد د جنازې راسیدو ته چمتووالی نیو. استاد امیرجان وحید احمدزي ته مې زنګ وواهه چې ترې د استاد د عکسونو او بنرونو د چمتو کیدو پوښتنه وکړم، تیلیفون یې واخیست خو یوازې یې د سلګیو غږ راته، هغه د خبرو نه و، د فیسبوک په چت کې یې بخښنه وغوښته چې خبرې نه شي کولی. موږ دواړو له یوبل سره د فیسبوک په لیکخونه کې دغه ستر غم ژاړه. دا مو هم سره وویل کاشکې دغه مینه ناک انسان او درنه کورنۍ یې کابل ته نه وای راغلي او موږ نه وای لیدلي اوس به یې د بیلتون غم دومره دروند نه و. موږ دواړو هغه ساعت داخبره سره وکړه، خو چې هغې مینې ته چې استاد پسرلي موږ ، وطن او خلکو ته ورکړه د انساني مینې هغه درسونو ته چې له دغه عظیم انسانه مو زده کړل، ګورم وایم هغه وخت مو دا خبره له ډیره غمه کړې وه د استاد مازي لیدو انسان ته ډیر څه ور زده کول.
زړه مې ډک و خو ژړا نه راتله ذهن مې له استاد سره لومړنۍ لیدنې ته ولاړ:
له ۱۳۷۱ کال وروسته له پاکستانه ډیرې کډې افغانستان اوکابل ته راغلې. چې عمدتآ دوه ډوله وې یو هغه مهاجرین او رښتني مجاهدین وو چې خپل ګران وطن ته د راتلو لپاره یې شیبې شمیرلې. له خپل وطن سره یې مینه په زړه کې پاتې وه یو شمیر یې چې د قدرت پر سر دلته د خپلو پخوانیو مشرانو له جګړوڅخه په تنګ شول بیرته ولاړل.
کابل ته د راغلوکسانو بله ډله هغه کسان وو چې له پاکستانه یې له ځانه سره د ډول ډول وسلو، د هغه وخت وروستی سیستم موټرونو ترڅنګ وطن ته د زور او زرو فرهنګ راوړ. دوی په ټوپکو فخر کاوه، پخپلو باد راوړو شتو نازیدل او نورو ته به یې ځان ښکاراوه ، دا نور تر انسان کم ورته ښکاریدل، دوی که ځان په هر کاڼي تاله موږ یې له خبرو او اعمالو په تنګ وو، کوښښ مو دا و چې ځان ترې لیرې ونیسو.
په همداسې شیبو کې یوه ورځ کابل ته دا خبر هم راورسیده چې استاد محمد صدیق پسرلی له خپلې کورنۍ سره له پیښوره کابل ته راغلی دی. موږ په کابل کې څو پاتې لیکوالو استاد اسد آسمایي، محمد انور وفا سمندر او ما زړه نازړه پریکړه وکړه چې یو ځل یې لیدو ته ورشو. زړه نا زړه ځکه چې موږ ویل حق را باندې لري لوی شاعر او لیکوال دی زموږ ژبې او ادب ته یې ډیر خدمتونه کړي دي خو ورسره تر څنګ په دروغجنو ویاړونو له فخر کولو او له هغو غټو خبرو هم ځوریدو چې له پاکستانه راغلیو کسانو به کولې. همداسې زړه نازړه په قلعه فتح الله کې د استاد کور ته ورغلو. د استاد پسرلي، استاد غضنفر او اجمل پسرلي خبرې مو واوریدې. نوې خبرې، د وطن د مینې او درد خبرې، استاد زموږ د زړه خبرې کولې داسې خبرې چې کله کله به مو په زړه کې ګرځیدې خو د کولو په چل یې نه پوهیدو یا مو کولی نه شوای، داسې خبرې هم وې چې موږ ته هیرې ښکاریدې او داسې خبرې هم چې په لومړیو کې مې نه شوای درک کولی.
لکه څوک چې په تحت الشعور کې کوم ایډیال ولري بیا ترې هیر وي، پسې سرګردانه وي، خو پیدا کولی یې نه شي ما چې استاد پسرلی ولید زړه مې قرار شو داسې څوک مې موندلی و چې کلونه کلونه یې په لټه وم ما ځان خپل وروستي منزل ته رسیدلی باله.
استاد محمد صدیق پسرلی له وطنه جبري مهاجرت ته مجبور شوی و ما چې له خپل وطن سره د استاد ناپایه مینه ولیدله پوه شوم چې د وخت حکومتونو ورسره څومره لوی ظلم کړی دی:
هر څه چې و موږ ته وطن ښکلی و
کب ته وي خوږې د سمندر اوبه
خو استاد هلته هم د خپل وطن او ولس له غمه بې غمه نه و یوه شیبه هم کرار نه کیناست، دردناک شعرونه یې وویل او دخپل وطن د ازادي او ابادي ارمان یې په شعرونو کې و پاله:
وامې ړوه عمره په تادي ورځې
ګوندې راشي بیا د ابادي ورځې
شل پېړۍ لا ډېرې د ورانۍ وشوې
څو به وي لا څو د بربادۍ ورځې
خدایه که مې یوه دعا قبلېږي نن
غواړم د افغان د ازادي ورځې
د هجرت په چاپیریال کې یې د تنظیمونو په ناتار کې ملي فرهنګي ټولنه جوړه کړه چې ټول افغان فرهنګیان یې پکې راټول کړل. افغان ادبي بهیر یې جوړ کړ د سپیدې او داستانونه مجلې یې خپرې کړې.
استاد نه یوازی په پیښور کې فرهنگي فعالیتونو ته سر وسامان ورکړ بلکې په نورو هیوادونو کې یې هم مهاجر افغانان فرهنګي هڅو ته وهڅول:
پسرلیه موږ هم چې خپل سوی وطن سوی پرېښود
په هره خوا لکه دودونه روسیاه تللي یو
د غزني پخواني والي ارواښآد معراج الدین پټان په کابل کې د افغان ادبي بهیر په یوه غونډه کې وویل: (( هیڅکله به مې هیر نه شي چې پسرلي صاحب به په پیښور کې خپلې ګرانې قالینې خرڅولې او په هغو پیسو به یې فرهنګي خدمتونه کول)) استاد له وطنه جبري مهاجرت ته اړ شوی و کله چې خپل خواږه وطن ته راغی په وطن کې د اوسیدو له هرې شیبې یې خوند اخیست بد شرایط و خو دی پکې خوشحاله و لکه ماشوم چې د خپلې مور غیږې ته ډیر وخت وروسته رسیدلی وي نه یې غوښتل د وطن له غیږې یوه شیبه هم جدا شي. ناروغ و ډیر ورته وویل شول چې د یو څه وخت لپاره اروپا ته ولاړ شي هم به تداوي وکړي هم به تفریح وکړي خو ده به ویل نه غواړم له خپل وطنه چیرې ولاړ شم ویل به یې ورک یې کړه هلته چې د نورو پرمختګ وینم او د خپل وطن بد حالت ورسره مقایسه کوم ځوریږم. له وطن سره هر انسان مینه لري خو د استاد مینه بې مثاله وه.
د ناروغي پر بستر پروت و اجمل پسرلی له پراګه راغی استاد د نورو اولادونو او لمسیانو د پوښتنې پر ځای ترې وپوښتل: ته خو په راډیو کې کار کوې د وطن په ګټه دې کومه نوې خبره نه ده اوریدلې؟
موږ به که د وطن او خلکو په ګټه کومه نوې او ښه خبره واوریده کوښښ به مو دا و چې استاد ته یې وکړو خو په دې وطن کې نوې ښه خبره له کومه شي د استاد رنځ هم همدا و. استاد خپله روغتیا تر وطن جار کړه.
هسې یې نه ویل چې:
یعقوب که په یوسف پسې شو ړوند عجیبه نه ده
خبرې د هغو کړه چې ولس پسې ړندیږي
استاد هم پخپلو شعرونو کې او هم په ورځني ژوند کې تابو شکن و هغه څه چې نورو ته د منلو وړ او سپیڅلي ښکاریدل استاد یې په اړه بیل نظر درلود. په ډیر صراحت سره به یې هغه څه ردول چې نورو پرې ټینګ باور درلود:
خدایزده کمزوري وه د دماغ که خوشبیني د زړه
نیم یې د منلو نه دي څه چې موږ منلي دي
استاد نوي افکار مروجول. داسې نه و چې څه یې په کتابونو کې لوستي وي پر هغو یې باور کړی وي او بیا دې یې نورو ته هم ور ښودلي وي، هر څه یې خپل و:
شعرونه مې پسرليه دي بس خپلې تجربې
د سين له ځيږو شګو نه هندارې جوړوم
استاد تل نوې خبرې په نوي انداز کولې :
اوس چې مو د حال پوښتنه نکوې پوهیږمه
ستا هغه كارونه يو چې سرته رسيدلي يو
اوړي هوښیارانو ته تل خپل خلک
پوخ چې شي پر څانګه ثمر پیټی شي
ادمه سوز و ساز دې د نغمو مه کینوه
دا چاوې چې نغمو کې دې درخو مه کینوه
ښایست خو څه مجبور نه وي یا هو وایه یا نه
د هرې جملې پښو ته یوه خو مه کینوه
اوږد مې زنکدن کړ تصور د وفادار حسن
دا مې لکه شمه لمدې سترګې سر ته ناسته وه
شپو ورځو تمام عمر نوکونه جنګول راته
ښکاري زمانه هم پسرلیه شر ته ناسته وه
استاد پسرلي پر ټولنه د واکمن ذهنیت تر اغیز لاندې نه راته، د هر څه په اړه یې مستقل نظر درلود او نور به یې هم دې ته رابلل چې هر څه په پټو سترګو ونه مني:
ځﺉ د خپلو چارو له چا وپوښتو
پیچ و خم د لارو له چا وپوښتو
درد د مایوسۍ ته چې دوا څه ده؟
دا خو به بیمارو له چا وپوښتو
چېرې ځو؟ په چا پسې؟ او څه ته ځو؟
ځﺉ چې له هوښیارو له چا وپوښتو
مړو ته دې رب ورکړي د جنت خوښي
ژوند د بورو ، ورارو له چا وپوښتو؟
استاد هر څه ته د نقد په سترګه کتلي دي، سوچ یې پرې کړی بیا یوې نتیجې ته رسیدلی او کلک باور یې پرې پیدا کړی و. بیا یې نو هم په خبرو او هم شعرونو کې نوي افکار خپاره کړل. داسې مضامین یې پخپلو شعرونو کې بیان کړل چې د نورو ور پام نه وو.
زړه چې دې تش نه کړي نارواوو نه، سجده نه شوه،
زه چې منم بس په عابدانو کې مينا منم
لمر بويه چې لوړې او ژورې راته وښيي،
ړوند خو نه يم ياره چې رهبره به امسا منم.
يوه د زړه خبره نه په دير، نه په جومات کې وه،
څه به پسرليه د راهب او د ملا منم.
دې یو ته په زندان کې او د بل د ګور د پاسه
یم شمه د مقتول او د قاتل لپاره سوځم
د لویو غرونو خوا کې هم وي خوړې ګړنګونه
کامل مې پیدا نکړ د کامل لپاره سوځم
دا سپینه سپوږمۍ هم لواړې کاواړې ده چې ورشې
ښکاریږي ډیر کاږه سړي ته سم له لیرې لیرې
استاد یو متواضع انسان و . د هر انسان خوښیږي چې ستاینه یې وشي خو استاد داسې نه و آن د ځان په اړه به یې یوه خبره هم نه کوله، موږ به یې چې پوښتنې ته ورغلو سودا به مو وه چې د روغتیا پوښتنه یې وکړو او یو څه په دې اړه خبرې وکړو خو ده به په ځواب کې یوازې وویل(ښه یم) نورې به د وطن او ولس خبرې وې. د فرهنګي فعالیتونو د مجلو او نویو کتابونو د چاپ خبرې او په نویو چاپ شویو اثارو خبرې او کره کتنې. ما د استاد پسرلي د ژوند او ادبي خدمتونو په باره کې پنځه کاله دمخه یوه مقاله پیل کړې وه مقاله مې په نیمایي کې دې ته پریښې وه چې که له استاد سره پرې یوڅه خبرې وکړم دده له خولې ځینې خبرې واورم او بیا یې په مقاله کې ځای کړم، نو لوستونکو ته به مې نوې خبرې رسولې وي خو استاد د ځان او خپلو خدمتونو په باره کې څه نه ویل.
کله کله به چې ورسره ناست و که چا به ورته کوم شعر لیکلی و او استاد ته به یې لوست استاد به غوږ ورته نیولی و، پوهیدو چې نه یې خوښیږي.
استاد په سیاست کې مخامخ ونډه نه لرله نه یې پخوا نه هم د جهاد او هجرت په دوران کې د کوم جهادي تنظیم غړیتوب ومانه، ایمل پسرلی لیکي:(( یو وخت مې وپوښت چې ولې له کوم سیاسي ګوند سره ملګری نه شو. ځواب یې قانع کړم. ویل یې زموږ په وطن کې سیاست ، سیاست نه دی پښتو ده. که خلقی وې، کړوسی دې هم د خلقي توب له ټاپې نه راوځي ، اخوانی هم همداسې دی. خو سیاسي دریځونه د وخت په تېرېدا ښايي بدل شي، د انسان غوښتنه او فکر ښايي بدل شي او د غوره کړي ګوند له دریځه واوړي. افغانان یې نه درسره مني که شل توبې هم وباسې تا ترې نه باسي نو ښه دغه ده چې په سیاسي ګوندونو کې ونه اوسې. ده به ویل هغه چې فکر او نظر د نوي وخت او نویو پېښو په رڼا کې نه بدلوي افکار یې لکه ولاړې اوبه خوسا کېږي.))
استاد پخپل یوه شعر کې همدا خبره کوي:
ړانده ټول عمر پټې سترګې په امسا پسې ځي
بینا هغه دي چې هم لارې هم ګودر بدلوي
نه زوړ منطق چلیږي یاره نه زاړه فکرونه
ځیرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
خو د سیاسي مسایلو په اړه یې تل نوې خبرې لرلې موږ له استاد څخه په سیاسي مسایلو کې داسې نظریات اوریدلي دي چې ما له بل کوم افغان سیاست پوه څخه تر دې دمه نه دي اوریدلي.
ما د استاد استغنی په بل هیڅ انسان کې نه ده لیدلې. دوه کاله دمخه افغان دولت ورته د غوره شاعر لوړه جایزه په پام کې نیولې وه چارواکو ډیرې هلې ځلې وکړې چې استاد ددغې جایزې د اخیستلو لپاره ارګ ته راشي خو استاد ونه منله :
عادت مې لکه عطر جاریدل دي له ګلونو
ملا نه یم چې خپل خپاره څادر ته به دریږم
که ور راخلاصوې که نه، ځواب خو راکوه مه
نه لمر یم او نه سیوری چې هر در ته به دریږم
د عمان په تل کې ډوب لکه دُر ښه یم
نه چې ځګ غوندې د سین په اوږو بار شم
نورو پسې تګ سړی خړمخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ
څومره چې لوی شي، څوک په بشر کې
هومره یې شور وي، په ذهن و سر کې
سین کله کله، لیونی کیږي
همیشه شور وي، په سمندر کې
ارواښاد استاد پسرلي ادبیاتو ته د وطن او زموږ د ژبې د ضرورتونو له مخې کار کړی دی.
د کوکچه ، د بيليتس ترانې، د وطن وير ، ماته شپېلۍ ، بهار ته ، مړې اوښکې، زهره، پسته اور، د نۍ کوڅه ، د لمرکجاوه، د ورېښمو ګېډۍ، ګل پاڼې، قطعې، غزلبڼ ( کليات)، غاړې غرونه او تودې اوښکې په نومونو یې منظوم او د سره غالۍ ، داسې هم وه، خاطرات ، تاريخي حکايتونه، د تاجکستان يون ليک، يو له غره يو له سيمې، د يوې پېغلې په نوم د يوې ښځې اندېښنې، لېونى باد، کوچى ملا، د خطر زنګ او بخملي صحرا په نومونو یې منثور اثار ټولنې ته وړاندې کړل. د خيام رباعيات، د حرم کوترې، تراني او ګيتا انجلي یې له نورو ژبو خپلې ژبې ته راوژباړل.
استاد یوازې دوه کاله رسمي دنده لرله هغه هم به فرهنګي برخه کې وه نور یې خپل هدفمند ژوند فرهنگی خدمت ته وقف کړ په وروستیو کلونو کې چې زموږ په ژبه کې څومره کتابونه چاپ شوي دي په زیاتو کې یې د استاد مستیقمه یا غیر مستقیمه ونډه وه له دومره زیات خدمت سره یې په هیچا احسان نه کاوه:
ما چې لکه ګرد د خپلې خاورې لمن پریښوده
پریږده چې هر څوک مې له غباره لمن وڅنډي
ژوند که دې شا کړه پسرلیه ږدې منت په چا؟
ځګ به څه په بحر باندې خواره لمن وڅنډي
استاد زموږ په ادبیاتو کې نه یوازې کره کتنه عامه کړه بلکې د نقد په مقابل د زغم کلچر یې هم وروزه.
استاد د خلکو په زړونو پاچاهي وکړه، افسوس چې زیات شمیر وطنوال او آن لیکوال د استاد له مینې او لارښوونو بې برخې و ډیرو هغه ونه لید هغو بختورو چې لیدلی و استاد یې لکه څنګه چې و هغسې نورو ته ور ونه پیژاند. دې لیکنې ته مې ځکه (د ویده ملت شاعر) نوم غوره کړ چې موږ له خپلو هستیو سره څومره بې تفاوته چلند کوو که د استاد په څیر لوی مفکر او د لوړ هنري خیال درلودونکی شاعر په بل ملت پورې اړه لرلای د هغه د ژوند او اثارو په اړه به یې ډیرې څیړنې کړې وې نورې نړۍ ته به یې ورپیژندلی و او د هغه تلپاتې اثار به یې و د نړۍ په ژوندیو ژبو ژباړلي و.
موږ استاد سم و نه پیژاند، سم مو و نه څیړه او لکه چې د ډیرو همداسې مهمو مسایلو تر څنګ تیریږو په استاد پسې هم اوس افسوس کوو. د استاد د ژوند او اثارو په اړه ډیرې څیړنې او مطالعې ته ضرورت دی په دې باره کې نه یوازې سیمینارونو ته بلکې یوه همیشني څیړنیز مرکز ته ضرورت دی.
استاد د خپل ژوند په اړه په یوه شعر کې وایي:
شباب څه و ؟د هيلو په آسمان كرل رېبل و
د خيال وركو مرغانو ته د لومو خورول و
زړښت د مايوسۍ په رېږدېدليو ګوتو بېرته
زړه نازړه ، ورو ورو د خورو لومو ټولول و
د درانه استاد محمد صدیق پسرلي شعرونه رښتیا هم ټول انتخاب و ماچې د پښتو شعرونو غورچاڼ(بیتونه دریابونه) تدوین کاوه د استاد په شعرونو کې د غوره بیتونو انتخاب راته مشکل و ځکه هر بیت یې غوره او ښکلی و استاد موږ ته ډیر څه راکړي دي.
استاد په یوه بیت کې یو عالم نوې خبرې ځایولې یو څو بیلگې یې د حسن ختام لپاره دلته رااخلم:
ذهني کجي د عملي کجروۍ لار پرانیزي
د تیر په شان به کږیدم چې په کمان پسې تلم
درپسې ستورو هم را ایستي له درڅو سرونه
څنګه په دومره ګڼه ګوڼه کې زه تا ووینم؟
احساس د حسن کوڼ وي، که یې زده وي نورې ژبې؟
د هر زخم په خوله کې مې د څړیکو ښوري ژبې
اوږده اوږده مزلونه پټه خوله نه وهل کېږي
لري به تفاهم ته د هسک واړه ستوري ژبې
فریاد به یې څوک واوري او فریاد به یې لا ځه وي؟
پسرلیه! پښتانه چې په کنجکو پلوري ژبې
په موږ که قیامت وي د دنیا یې باندې څه؟
هوسۍ که مري که پایي د صحرا یې باندې څه؟
پسرلیه غواړم د رنګونو هټۍ
سپېره خیالونه رنګومه په کې
پوه شوم پسرلیه د عزت په راز
سر کې د لښکر ځي علم پټه خوله
پسرلیه هم مکان یم هم زمان یم هم ښکلا
ګودر یمه پخپله مازدیګر یمه پخپله
ځې چې پټه خوله د بل په لاره ته به پاتې وې
ستن به ځان ایستلی وي خو تاره ته به پاتې وې
د کومې ونې سیوری وبولم د امن سیوری
په غوښ خورو ونو کې خپلو تنها پرییښودمه
د دیوالونو په چولو کې ږدي توی شوي ویښته
زه هم په سمڅو کې بیدردې دنیا پریښودمه
د عمر په وروستو لمحو شوم دومره قدر پوی
په داسې زینو وختم چې بام نلــــري
ذوق او غوښتنې هم د ګټو په پله پلونه ږدي نن
د ډم ودونه په زړه اوري د ملا جنازه
رنګ او ښایست ندي تړلي سره
اوبړۍ هم شنې دي خو ښکلا نلري
ظالم ته سنګدلان ورکوي توان د زور و ظلم
چې پڅې چړې خلک تیروي اکثر په تیږه
کوږ فکر تنها نه وي په ټیټو کې
ډیرې کږې لارې خو غر هم لري
که مراد ځوږ وي، له زړو ژرندو هم ځوږ راخیژي
د ژوند نغمه د خوند لپاره هنرور بدلوي
لاړې زه دې یو عالم الم ته تنها پریښودم
ګوره دا دې چاته لکه پل په صحرا پریښودم؟
لوی خلک به مومې له شهرت او نامه ها پلو
ډک خمونه ګوره له مینا او جامه ها پلو
ما درپورې زړه تاړه چې خپل دې وم
سیوری دې اوس مه پریږده په لارو کې
مینه کې چې وکړي څوک اودس پخپلو اوښکو
لمونځ یې ادا کیږي په ولاړه لکه شمه
ماسکه ویل پاس د پرښتو په عرش کې غونډه وه
ته وې د حیا خوله پرته د تا په ټنډه وه
اوښکه مې د حسن جلوې تویه کړه له سترګو نه
ما چې ویل چیرته د لویدلي ستوري منډه وه
تا ویل چې بیا به سره ګورو د محشر په ورځ
جوړ په ما قیامت شو که رښتیا وي وعده لنډه وه
ما چې وې غلجي د اصفهان په ښار وروختل،
څه خيالي باڼه وو چې لښکرې مې رايادې شوې.
نه زړه د شکایت لرم نه خوله د حکایت
یم هغه نری تار چې مرغلرو وي خوړلی
نقاشه ټوله رنګونه ګډ وډ وشینده دیوال ته
شاید چې څه خو ورته شي زما لیوني خیال ته
ورک حواس د ورکو د ستم له زوره مه پوښته
سوې ځالې ګوره نور یې حال له اوره مه پوښته
هر جاهل ته د خپل جهل بدي بس ده
څوک چې سر تندی وهي له غره ماتیږي
چې زوال یې وي راغلی وړ یې واوړي
له یخنۍ چې شي کنګل اوبه ماتیږي
هر تور تومت چې ګورې په کمزور ورتپل کیږي
په ماته خوله به څه وایو، چې یار! داسې نه و
اخر یې عشق دومره حساس کړمه چې ناز یې اورم
که په حیا یې رنګ هم الوزي پرواز یې اورم
هغه رهبر ندی راځئ چې په جمرو یې وولو
چې د ابلیس غوندې له خپلو اسرو نه راوزي
هر زړه ته الهام د مینې نه ورځي
هر سړی چې جام ولري جم ندی
ها دې میو نشه ته یې ستا د وصل خیال ویدهّ کړم
څه پر کیفه شان رویا وه، واړه ته یې واړه زه کړم
هر څو که پسرليه، سر تر پايه اور اوبه کړو عشق،
بیا هم لکه شمې خپلو پښو ته څڅېدلي يو.
تشه دعا چې عمل نه وي غولول وي د ځان
د چنار پاڼو هم کاږه کړل په دعا لاسونه
په ژوند کې هره برتري راته یوه لوبه ښکاري
ډېر ځله ښکته پورته کېږي په نڅا لاسونه
ګور که د آرام بستـر وي زه هم پسـرليه اوس
څو وخته آرام ته له یو ډېر ستړي مزله راغلم
د عدم غیږ کې، سوکه ویده وو
نه خیر و شر و، نه بد و ښه وو
که بیا عدم وي، نو لویه خدایه!
د پاڅيدلو، مطلب دې څه وو؟
د ګران استاد پسرلي صاحب مې شعرونه لوستي و بیا مې چې پخپله استاد ولید د هغه مینه ناکې خبرې مې واوریدې له انسان سره د هغه مینه مې چې ولیدله، دې ته به تل حیران وم چې زموږ په وطن کې دومره عظیم انسان اوسیږي خو بیا هم زما په وطن کې وینه توییږي زموږ په وطن کې د دومره لوی انسان مینه خلک ویني، خبرې یې اوري او شعرونه یې لولي خو بیا هم دلته په زړونو کې لا کرکې شته حیران به وم رښتیا چې موږ ویده ملت یو.
زموږ ګران استاد پسرلي صاحب کلونه کلونه د افغانستان ادبیاتو ته خدمت وکړ ډیر څه یې خپل ولس ته ورکړي دي هر شعر یې سر تر پایه انتخاب دی داسې ښکاریدل چې له زرګونو بیتونو شعرونو او تلپاتي ښکلو لیکنو سره سره یې لا په زړه ډیر څه ناویلي پاتې دي خو افسوس چې مرګ نور مهلت ور نه کړ
ځینې دوستان او د درانه استاد پسرلي صاحب مینه وال وایي چې د استاد مړینه داسې یوه ضایعه وه چې په ډیرو کلونو کې یې نه شو جبران کولی .چا چې استاد پسرلی له نږدې لیدلی د هغه شخصیت، هنر، پوهه، له وطن او ولس سره بې مثاله مینه، د هغه تواضع او د هغه بصیرت یې لیدلی ، په دې نظر دي، د استاد وفات هغه ستره ضایعه ده چې هیڅکله به جبران نه شي ځینې کسان ممکن بیا په یو ډول تکرار شي یو څوک ډیر عالم وي بیا بل پیدا شي یو څوک ښه لیکوال وي بیا د وخت په تیریدو سره نور هم ښې لیکنې وکړي خو د استاد غوندې شخصیت تکراریدی نه شي د انساني مینې او تقوا کوم ریاضت چې ارواښاد استاد پسرلي کړی ډیر لږ انسانان یې کولی شي، موږ به داسې یو عظیم انسان ونه لرو.
علم ګل سحر