نفتالي ریکارډو په چیلي کې وزیږید. ماشوم ؤ، چې مور یې مړه شوه. له خپل پلار سره را لوی شو. ریکارډو په څوارلس کلنۍ کې لیکوالۍ او شاعرۍ ته مخه کړه، په همدې وخت کې یې خپلې لیکنې او شعرونه په اونیزو او مجلو کې خپاره کړل. پلار یې له شاعرۍ او لیکوالۍ سره مخالفت وکړ. نفتالي مجبور شو، چې په مستعار نوم خپلې لیکنې او شعرونه چاپ کړي. پر ځان یې د پابلو نروډا نوم کېښود، اوس یې ټول په همدې نوم پیژني. د ده د شاعرۍ یوه لویه ځانګړنه دا ښودل کیږي، چې تر یوې خاصې سیمې او خلکو پورې محدوده نه ده.

څه وخت مخکې مې د نروډا څوشعرونه ولوستل، خوند یې راکړ، پښتو ته مې وژباړل. مطمئین یم، چې د اصلي شعرونو خوند به په کې نه وي، خو بیا هم ګوندې یو نیم مو په کې خوښ شي.

ــــــــــــــــــــــــ
مهمه نه ده، چې اوس مې ژوند څنګه تیریږي؟
په هغو خاطرو مئین یم
چې تصادفاً مې له ذهنه تیریږي
او خندوي مې
ــــــــــــــــــــــــــ

غواړم له تا سره هغه څه وکړم
چې پسرلی یې
د الوچو له ونو سره کوي
ــــــــــــــــــــــــــــ

ته کولی شې، ټول ګلان وریبې
خو نه شې کولی
د پسرلي مخه ونیسې
ــــــــــــــــــــــــــــــــ

نن ټوله شپه کولی شم
غمجن شعرونه ولیکم
زه له هغې سره مینه لرم
او هغه هم کله کله
له ما سره مینه کوي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــ

زه تر اوسه لکه یوخالي کور
تا ته منتظر یم
ته اوس هم کولی شې
ما ووینې او راکې ژوند وکړې
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

مینه کمه موده وي
خو هیرول زیات وخت نیسي
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

له چاسره چې مینه لرې
ورته ووایه، چې څومره درباندې ګران دی
ځکه؛ که یې له لاسه ورکړې
مهمه نه ده
چې هر څومره فریادونه وکړې
هغه به دې بیا غږ وانه وري
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

همایون هېواد
۲۰۱۵/۱/۱۳

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *