پسرلی

یادونه: ارواښاد استاد پسرلي ته د پسرلي مجلې په ځانګړې ګڼه کې به تر دې ښې لیکنې ولولئ. په کابل کې یې له کتاب ښاره ترلاسه کولای شئ او ډېر ژر به د هېواد ولایتونو ته هم ورسېږي.

محب الله زغم

یو پسرلی و خو د یوې پېړۍ د پسرلیو هومره ګلونه او رنګونه یې پښتو ادب ته ورکړل. د استاد محمد صدیق پسرلي د تخیل رنګینه او رڼه چینه د وچېدو نه وه. که یوازې غزلبڼ ته – چې د استاد د هنري پنځونو یوه وړه برخه ده –  وګورو، وینو به چې خورا زیاتې نوې موضوعګانې او ډېر نوي مفاهیم یې په نويو تصویرونو کې بیان کړي دي.

د زلفو کړۍ له دام سره تشبیه کول زموږ په ادبیاتو کې نوې خبره نه ده خو وګورئ چې پسرلی صاحب همدا موضوع په څومره نویو رنګونو وړاندې کوي:

کوم زړه به تر لاس ونیسي، چا ته تسلي ورکړي

روغ کلی د زړونو یې د زلفو په هر ول کې دی

د ول ول زلفو پر ول یې یو عالم د دلبرۍ دی

تا به چېرې چېرې غواړم سوی زړه حسرت اباده

د فکر په مښوکه به اوس کومه لومه پرې کړم؟

د ول ول زلفو یادو یې دامونه وکرل

ښکار مې ګوره، ستا د خیال د زلفو له حلقو

هر دم نویو غمونو ته تازه دامونه ږدم

زلفې یې حلقه حلقه په وروځو چې راپرېوتې

تورې مې رایادې شوې او زغرې مې رایادې شوې

همدغه د دام او دانې زاړه مفاهیم په دې بیتونو کې نوی انداز لري:

که هر څه مې له زړه ووځي، ته مې مه وځې له یاده

تر وعدو دې پلمې ښکلې، تر دانو لومه ګیرا ده

د دام سپېلنی شه میین د دانې

تر دام دې جارېږي د دام لیونی

په غزلبڼ کې داسې غزلونه راغلي دي چې په عین قافیه کې او په عین ورځ کې یا په دوو- درېو پر له پسې ورځو لیکل شوي دي خو تکرار به په کې نه وینې. لکه دا:

زه خو به د صبر کاڼي وتړم په زړه پورې

څه وکړم چې تانده هیله سرو لبو ته تږې ده

او دا نور چې د په عین قافیه او ردیف کې د بل غزل بیتونه دي:

هغومره مې مینه د دې سرو لبو ته تږې ده

څومره چې یې موسکه خوله د زړو وینو ته تږې ده

زه خو به مې زهر د ارمان په خوله راواړوم

ستا وړه خولګۍ هم د بوسو وینو ته تږې ده

ما وې پسرلیه نور به نوم د هیلو نه اخلم

پوه شوم چې پېرزو یې د توبو وینو ته تږې ده

ډېرو شاعرانو به د محبوبې ځای په زړه کې انځور کړی وي، د وږمو خوشبويي به یې له خپله یاره ګڼلې وي، د میین شونډې به یې د شرابو له نشې سره ورته بللی وي خو استاد دا هر څه په نوي انداز کوي:

بېګاه چې تر سهاره فریادونو کې ویده وې

بې خوبه خو به نه یې چې په زړونو کې ویده وې

هر باد به چې راوالوت ستا د زلفو بوی به راغی

چې وږم وو د ګلو که ګلونو کې ویده وې

چې خوله مې کړه وربېرته ستا دشونډو خوند یې راکړ

نشه وې د شرابو په جامونو کې ویده وې

د لیلا او مجنون او شیرینې او فرهاد کیسې په ډېرو شعرونو کې په تلمیح کې یادې شوې دي او شاعرانو د خپل شعر د ښایسته کولو لپاره له دې کیسو مرسته اخیستې وي خو استاد چې دا تلمیح کاروي، د دې مینانو کیسو ته هم نوی رنګ او نوې ښکلا وربخښي:

زه هغې شیرینې وسوم چې یو زړه یې دی د کاڼي

ته د کاڼو له شیرینې سره څه وایې فرهاده

استاد پسرلی که سل ځله باڼه یادوي، سل نوي تصویرونه ورته جوړوي، سل نوې تشبیه ګانې ورته مومي او له تکراره پاکه شاعري کوي:

زلفې، وروځې که باڼه دي، که همه راته کاږه دي

خدای دې زړه راته لره سم، له زړه مه شې کج نهاده

بې ځایه یې په وروځو، بڼو نه کومه مینه

پښتون یم برم په تورو، کټارو کې لټوم

ما وې چې غلجي د اصفهان په ښار وروختل

څه خیالي باڼه وو چې لښکرې مې رایادې شوې

د سترګو تر ډولۍ چې دې چاپېر بڼو ته ګورم

له ورا د بدي دارو ښکلیو ورا رایادوي

هر پل چې درنه اخلم، یو پرهر مې اخلي زړه

خیال دې د بڼو کاږه میخونه وشیندل

سپین بغور یې ښايي د نظر ګرمۍ سره کړي وي

سیوری د بڼو یې په نیم مخ باندې لویدلی ځي

باڼه یې لاس تر غاړې، منظم او صف په صف

خدایي خدمتګاران دي، د بابا په لوري ځي

دا سترګې، باڼه که وي، هر نفس مې سل ځلې

هیلې پارولای شې، تمې غوڅولای شې

پسرلی بابا که زړو مفاهیمو ته نوی رنګ ورکوي، بې شمېره نوې موضوع ګانې هم شعر ته ورکوي. د حسرت او تمنا، یاس او امید داسې هنري استعمال مې د بل شاعر په شعر کې نه دی لیدلی.

د یوې خوږې شېبې په نقشه زوړ شوم او هغه هم

حسرت به ړنګوله، تمنا به جوړوله

چې خپله دنیاګۍ مې په فکرونو جوړوله

یاسونو ورانوله، امیدونو جوړوله

سربېره پر دې غزلبڼ د نویو ترکیبونو مجموعه ده: د اتو جنتو مالګه، د جنت شپه، د زړه ړنګه خونه، وېلي زړونه، تصور د هغو سترګو، د سترګو بدمستي، حسن تراشې او حسن پاشې سترګې، د نڅا خونې، د تماشا سترګې، هیله من زړه او سلګونه نور.

بې تا یې خونده نه وه، د اتو جنتو مالګې

ملا چې د جنت شپه له خوندونو جوړوله

د زړه په ړنګه خونه کې مې هیلې څنګه تم شي

چې څړیکې باندې اوري او دردونه ورنه څاڅي

په خوب کې مې لیدله، وېلېدله لکه شمه

حسنونه ترې جارېږي، وېلي زړونه ورنه څاڅي

ما ویل د زړه پرده به وکړم، خبر نه وم

شمه د پانوس په پرده نوره هم رسوا شي

پسرلیه جنتي کړم تصور د هغو سترګو

چې حورې په کې ناڅي، شرابونه ورنه څاڅي

ما دې تر میو هم د سترګو بدمستي مستوي

خیر دی که ناز دې زما ډکه پیمانه اړوي

مسته شي بېړۍ په موج، نه سین په بېړیو مست

مستې یې کړې زما اوښکې څه مستې وې ستا سترګې

دا حسن تراشې دي، هغه حسن پاشې دي

چېرته د مجنون سترګې، چېرته د لیلا سترګې

څه اړوې مخ له ما، یوه بلې ته جوړې دي

هغه د نڅا خونې، دا د تماشا سترګې

الله دې هیله من زړه پسرلیه له دې ساته

چې ښکلې په مخ درشي او بابا به درته وايي

په مکیز د جانان تګ ته به ډېرو شاعرانو دلیلونه راوړي وي خو د حسن تعلیل دغه نمونې به د بل په شعر کې پیدا نه کړئ:

ګرمه ګرمه ګوري، زړه بې زړه او نوک نیولی ځي

خدای خبر د چا کوچنی زړه ورسره پلی ځي

ولې به د ګوتو په سر نه ځي لېونۍ د ناز

ښه په دې پوهېږي چې په زړونو باندې پلونه ږدي

لکه چې وېرېږي دا چې سیوری یې څوک ښکل نه کړي

ځي لکه د لمر سترګه مخ بېرته ګرځولی ځي

بېدل د هېندارو شاعر بلل کېږي ځکه هېنداره د ده په شعرونو کې تکرارېدونکی موتیف دی چې بېدل یې د حیرت، انفعال، وحدت او نورو تصوفي مفاهیمو لپاره کارولی دی. شمه د استاد پسرلي په شعرونو کې له مهمو موتیفونو څخه دی خو په شعرونو کې یې دوه ځایه هم شمه په عین تصویر او عین مفهوم کې نه ده یاده شوې، یوازې په دې یوه غزل کې یې نمونې وګورئ:

خیر دی که مې وېلي شي تن واړه لکه شمه

ټیټه مې دې بل ته نه شي غاړه لکه شمه

ښکلیو ته اظهار د مینې زړه اوبه کول دي

ګرانه ده ښکلا ته د عشق ژباړه لکه شمه

مینه کې چې وکړي څوک اودس په خپلو اوښکو

لمونځ یې ادا کېږي په ولاړه لکه شمه

یو محفل مې هم که نه کړ روڼ په واړه ژوند کې

ځان ته روڼوم د قبر غاړه لکه شمه

اوس چې مې د خپلو جلوو خوا کې لېدای نه شې

بیا مې د تیارو په زړه کې غواړه لکه شمه

زه دې سره لمبه شم که یې ستا خونه روڼه کړه

خول به کوږ په سر وړمه له ویاړه لکه شمه

نورو به دې ښايي تماشا کړې د ناز وي

زه او زړه مې اور اوبه شو دواړه لکه شمه

هغه چې په سر نیسي بې مهرو ته پسرلیه اور

تل تل به په خپل مخ تو کي ناړه لکه شمه

همدارنګه د پرخې ښکلا په دې نویو تصویرونو او تشبیه ګانو کې وګورئ:

چې ستا سودا اوبه کړم نو ځلېږم لکه پرخه

د لمر د پلوشو په ټال زنګېږم لکه پرخه

څه شمه خواره نه یم چې په اوښکو اوبوي ژوند

چې سوځم په سړه سینه سوځېږم لکه پرخه

چې خاندې په خندا کې لکه ګل له حیا سره شې

له شرمه دې په غېږ کې ویلې کېږم لکه پرخه

او دا له نوښته ډک شاعرانه نصیحتونه واورئ:

سوکه ځه، وړې چې زخمي زړه درسره

زړه به آرام، ته به درنه ښکارې

په ځان میینې زړه مې ښه وساته

په دې هېنداره کې بس ته ښکارې

نندارتون، ناشکن لوښی، کنسرت، فلم، د ترافیک پولیس، بم، اتومي قوه، لمسون … هغه کلمې دي چې ښايي په لومړي ځل د استاد په شعرونو کې راغلې وي. دغو نمونو ته چې وګورو، هغه خبره راته پیکه ښکاري چې کلمې پر شاعرانه او غیرشاعرانه کلمو ویشي:

راشه نندارتون د عشق شامدام کتلای شې

هره نمونه د غم دې زړه کې موندلای شې

ښايي ناشکن لوښی ستا له بېباکۍ سره

وله مې له ډاګه زړه، ښه یې آزمویلای شې

رامې غله د مینې د کنسرت د اورېدو په نیت

یو سرود یې هم لا د زړه نه دی اورېدلی ځي

نه به یې زاهده د مذهب د ترافیک پولیس

پرېږده پسرلی په خپله لاره چې راغلی ځي

وختونه که لنډ نه کړي د ګودر د غاړې فلم

څه ښکلې مې د سترګو تر چینې ځي و راځي

ستا تر ښکلیو یادو ګرځم کوم چې تا راښکاروي

دا شلېدلی ښکلی فلم دې بیا بیا راښکاروي

نن سترګې راروڼې کړه د نیازمنو په لمسون

تر هغه چې سبا ته دې بمونه ویښوي

پټه یې په خوا کې راته ښکاري اتومي قوه

داسې چې دې سترګې هوسېږي ګله جنګ لره

اوس به یې راسره منې چې پسرلي بابا د ډېرو پسرلیو هومره ګلونه او رنګونه رابخښلي دي. د استاد روح دې هم په رنګینو ښکلاګانو کې خوشحاله وي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *