تاند- د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني چې متحده عربي اماراتو ته په سفر تللی، نن د دغه هیواد په المشریف ماڼۍ کې د دغه هیواد د ابوظهبي له امیر او د متحده عربي اماراتو مرستیال اعلي قومندان شیخ محمد بن زاید النهیان سره ولیدل.

د افغانستان ولسمشر ته د ماڼۍ په صحن کې د هرکلي مراسم په ځای شول او وروسته یې د ابوظهبۍ له امیر سره خبرې وکړې. دوی د افغانستان لو متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي اړیکو د پراختیا پر لارو چارو او په افغانستان کې د پانګونې په باب خبرې وکړې.

ده پرون په ابوظهبي کې په خپل استوګنځي کې د ابوظهبۍ د انکشافي صندوق له ريیس او غړیو سره وکتل.

ولسمشر غني د متحده عربي اماراتو د سفر په لړ کې هڅه کوي چې اماراتي او په دغه هیواد کې مېشت افغان سوداګر او پانګوال په افغانستان کې پانګونې ته چمتو کړي.

ده د ابوظهبۍ د انکشافي صندوق له ريیس او غړیو سره په کتنه کې له افغانستان سره  په بېلابېلو برخوکې د ابوظبۍ د انکشافي صندوق د مرستو په باب بحث او خبرې وکړې.

1ولسمشر او د ابوظبۍ د انکشافي صندوق مسوولینو موافقه وکړه چې د دغه صندوق په مرسته په کابل او د هغه په شاوخوا سیموکې د اوبو د لویو بندونو او د برېښنا د کوچنیو بندونو د جوړولو او د ځنګلو د بیا رغونې پروژې په کار پیل وکړي.

پریکړه وشوه چې د نوموړو پروژو د مطالعې لګښت د ابوظبۍ انکشافي صندوق په غاړه واخلي او له هغې وروسته دغه صندوق د عربي هېوادونو د انکشافي صندوقونو په ګډون  د دغو پروژو د تمویل لپاره د یو سیمه ییز کنفرانس کوربه توب وکړي.

1

One thought on “د افغانستان ولسمشر او د ابوظهبۍ امیر په اقتصادي مسلو خبرې وکړې”
  1. محترمو وطنوالو اودولسی جرګی محترمو استازو سلامونه وړاندی کوم
    محترمو دوستانو ددیرانتظار ورسته ولسمشراو اجراییه ریس محترمو وطنوالو اودولسی جرګی محترمو استازو سلامونه وړاندی کوم
    محترمو دوستانو ددیرانتظار ورسته ولسمشراو اجراییه ریس کابینه اعلان کړه دیرمحترم کاندیدان
    دحساب وړ کسان دی لکه محترم علومی کورنیو چارو وزارت ته شیرمحمد کریمی ددفاع وزارت ته
    نبیل دملی امنیت عمومی ریاست ته داودشاه صبا کانونو وزارت ته قمرالدین شنواری دسرحدونو
    چارو وزارت ته اکرام دسیمیزو اورګانونو ته او داسی نوروړ کسان شاید نور هم وی مګر خینی
    داسی کسان هم شته دملی وحدت ضد دلی مشری کوی لکه برنا کریمی داکس دملی وحدت ضد
    کس دی ددی نه دخیر طمع کیدای نشی ورسته به یی نزدی نه وګوری خوناوخته به وی فکروکړی
    دسړی زوی ته رایه ورکړی هرکوخه دب ته رایی ورنکړی دادملی ګتو سره ستاسو برخود مسولانه
    به وی دازمونز وړاندیز دی نورتاسو خوشه که هرچا ته رایه ورکوی مسولیت ستاسو دی درناوی اعلان کړه دیرمحترم کاندیدان
    دحساب وړ کسان دی لکه محترم علومی کورنیو چارو وزارت ته شیرمحمد کریمی ددفاع وزارت ته
    نبیل دملی امنیت عمومی ریاست ته داودشاه صبا کانونو وزارت ته قمرالدین شنواری دسرحدونو
    چارو وزارت ته اکرام دسیمیزو اورګانونو ته او داسی نوروړ کسان شاید نور هم وی مګر خینی
    داسی کسان هم شته دملی وحدت ضد دلی مشری کوی لکه برنا کریمی داکس دملی وحدت ضد
    کس دی ددی نه دخیر طمع کیدای نشی ورسته به یی نزدی نه وګوری خوناوخته به وی فکروکړی
    دسړی زوی ته رایه ورکړی هرکوخه دب ته رایی ورنکړی دادملی ګتو سره ستاسو برخود مسولانه
    به وی دازمونز وړاندیز دی نورتاسو خوشه که هرچا ته رایه ورکوی مسولیت ستاسو دی درناوی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *