امید زهیرمل –
که څه هم له ډیر ځنډ وروسته د کابینې کلکه شوي غونډه پرانستل شوه او بالاخره د افغانانو د صبر ونې میوه ونیوله، خو د حکومت دنده همدلته پای ته نه ده رسیدلې، بلکې له دې نور ډیر سخت کارونه ورته مخکې پراته دي چې کولای شي د خپلې تازه کابینې پر مټ یې له رایې اخستو وروسته له منځه یوسي.
د کابینې ټاکنه به په یوه ښه فال ونیسو، مګر په نورو مهمو پوستونوکې لا هم داسې کسانو ځای نیولی، چې نه غواړي په کور دننه سولې ثبات او امنیت راوستو ته کار وشي.
د حکومت په چوکاټ کې په لوړو پوستونو مقرر شوي یو شمېر چارواکي د خپلو شخصي ګټو خوندي کولو او یا هم د نورو هېوادونو له خوا پر ګمارل شویو پروژو د کار لپاره نه خپله غواړي چې په هېواد کې پرمختګ ته لار هواره شي او نه هم دې ته لېوال دي، چې نور یې پرځای د اصلاح راوستلو لپاره وګومارل شي او لاس پکار شي.
په حکومت کې دننه د مافیایي کړیو حمایت کوونکي او خپله مافيايي کړۍ په تېرو ۱۳کلونو کې دومره وپړسېدې، چې رېښې یې د ځمکې تل ته ښکته شوې او شايد دا د حکومت لپاره ستره ننګونه او لوی سرخوږی شي، چې مخه يې ونيسي.
د امنیت، سولې او ثبات راوستو په مخ کې دا شته خنډونه په ګڼو ولایتونو او سیمو کې لا فعال دي او لاهم د خپل زور په خپل مټ د پرمختيايي چارو مخه ډب کوي، خو مهمه داده، چې د دا ډول افرادو او کړيو رهبري د ډېرو با اعتباره شخصیتونو له حمایته برخمنه ده.
افغانستان ته تر طالب اورپکو او جګړې د داډول نامسوولو وسله والو زيان هم څه کم نه دی، طالبان د بل په لاس له نامعلوم ځايه جګړه کوي، خو دا ډول کړۍ بيا د دولت تر زنې لاندې خپل فعاليته دوام ورکوي.
که بغلان، زابل، كندهار، هلمند، ننګرهار، هرات كونړ او لنډه دا چې د هېواد ۹۹،۹ سلنه ولايتونه د یوې بېلګې په توګه راواخلو، نو روښانه به شي، چې تر کاسه لاندې نیم کاسه شته.
په دې وروستيو كې د هېواد په ګڼ شمېر ولايتونو كې دهمدغې ناسور زخم پر وړاندې د درملنې غږ پورته شوى او دهېواد په نږدې ټولو ولايتونو كې خلك د پراخو اصلاحاتو لپاره يا هم لارو كوڅو ته راوتي او يا يې هم خپل غږ له نورو لارو په ګټه اخېستنې سره پورته كړيدى. دوى د هغو افرادو کړنې غندي، چې د ولس د نارامۍ او په سيمه کې د کډوډۍ لامل ګرځېدلي دي. دغه خلك په يوه خوله چارواكي په دې تورنوي چې له ناقانونه لارو د خپل حكومت ساتلو لپاره له هرې لارې ګټه پورته كوي او ان له حكومتې اړخه په ګتې اخيستنې سره يې دخپلې بقا لپاره په خپلو سيمو كې اورونه بل كړيدي. دوى چارواكي تورنوي چې چې له ناقانونه وسله والو، غلو او زورواکو سره يې لاس يو کړی او غواړي، په خپلو سيمو كې راج او باج وچلوي.
په يو شمېر ولايتونو کې اوس هم د نامسوولو وسله والو پراخه ډلې فعالې دي. دوی په خپلو کې جال رامنځته کړی، چې د ځينو بانفوذه کسانو په مټ يې دې جال ته پراختيا ورکړې ده.
د هېواد ډېری ولایتونه له همداسې یوه برخلیک سره مخ دي. په ډېری ولایتونو کې د اختطافچیانو، غلو او مافیایي کړیو پر وړاندې یو لړ ګامونه اخېستل شوي، خو له لږ منډو ترړو وروسته یا خو هغه نیول شوي کسان بېرته په پوره عزت ازاد شوي او يا يې هم په بدل کې په ایمانداره چارواکو د تورونو لګولو دريڅه پرانستل شوې، د شخصيت وژنې لړۍ يې پيل شوې او په ډول، ډول تورنو تورن شويدي .
اوس نو افغان حکومت ته پکار ده، چې له کابینې وروسته د داسې کړيو او افرادو ځپل او مخنيوی د خپل کار په لومړيتوبونو کې راولي. په خپل ټول توان سره هڅه وکړي، هغه کسان تر تعقيب لاندې ونيسي، چې ددې كسانو ملاتړ کوي او تر شا يې ولاړ وي. که افغان حکومت د پروژوي چارو پر ځای د يوې سمې ستراتيژۍ له مخې د بې وسلې کولو پروګرام تر لاس لاندې ونيسي، نامسوول وسله وال بې وسلې کړي، شايد د هغو سيمو له امنيت سره به پوره مرسته وکړي، چې امنيت وضعه يې خرابه او خپلې سرې وسله والې ډلې په كې فعاليت لري.همدارنګه به وكولاى شي د خپلسريو، مافيايي كړيو او ټولو ورانكارو مخه ډب كړي چې په خپل فعاليت سره يې د حكومت او د خلكو د پرمختګ مخه نيولې او افغانستان يې په نړيواله كچه بدنام كړيدى.