ليکنه: نېکېټا باسټين او شېوا جايارامن
ځوان او زاړه لوبغاړي: د 2015 ز. کال لپاره د 16 لوبډلو څخه د ټاکل شوو لوبغاړو په ډله کې د سرېلانکا او عربي متحده اماراتو لوبډلې يواځينۍ لوبډلې دي چې د لوبغاړو د عمرونو اوسط يې له 30 پورته دی.
د اماراتو لوبډله د زيات عمر لرونکو لوبغاړو په ډله کې دوه داسې لوبغاړي لري چې تر ټولو ډېر زاړه دي. هغه دوه لوبغاړي خرم خان او محمد توقير دي چې د ياد جام سياليو د پيل کېدو پر وخت به يې عمر تر 43 واوړي.
بل لوبغاړي چې عمر يې تر 40 اوړي پاکستانی مصباح الحق دی، خو تر ټولو ځوان لوبغاړی بيا د افغانستان عثمان غني دي چې 18 کلن دی. بل پلو بنګله دېش له افغانستان څخه د لوبغاړو د عمرونو د اوسط له کبله په ډېر کم توپير مخکې دی. د بنګله دېش د لوبغاړو د عمرونو اوسط 25 دی، په داسې حال کې چې د افغانستان د لوبغاړو د عمرونو اوسط 25.05 دی.
د زياتو لوبو کولو رېکارډ: نړيوال جام ته د اعلان شوو هېوادو له خوا سرېلانکا هغه هېواد دی چې د زياتې تجربې لرونکي لوبغاړي لري. ماهېلا جاياوردني، کمار سنګاکارا او تېلکارتني دېلشن هغه درې لوبغاړي دي چې د کرکټ مينه وال يې ډېر ښه پېژني. سرېلانکا د زياتې تجربه لرونکو لوبغاړو له ډلې درې داسې لوبغاړي لري چې تر 300 څخه زياتې يوه ورځنيو لوبو کې لوبېدلي دي، البته له دې ډلې ماهېلا جاياوردني يواځينی لوبغاړی دی چې 434 نړيوالې يو ورځنۍ لوبې يې ترسره کړي دي. څلورم لوبغاړی پاکستانی شاهد افريدي دی. د نور هېوادونو د لوبغاړو د عمرونو اوسط په لاندې جدول کې ليدلی شئ:
د زياتو سليزو رېکارډ: سرېکلانکا هغه هېواد دی چې د لوبغاړو د سليزو له کبله د جدول په سرکې ځای لري. انډيا او جنوبي افريقا په ترتيب سره دويم او درېم ځای لري.
ويرات کولي او کرس ګېل چې هر يو يې 21 سليزې لري، د زياتو سليزو وهونکو لوبغاړو په سر کې ځای لري، البته ويرات کولي له کرس ګېل څخه کمې لوبې ترسره کړي دي. نورو لوبغاړي چې تر نهو ډېرې سليزې يې وهلي دي په دې ډول دي: کمار سنګاکارا (20)، ابراهام ډيويلييرز (18)، تېلکارتني دېلشن (18)، هاشم املا(17)، ماهېلا جاياوردني (18) او روس ټېلر(11).
د يادونې وړ ده چې پاکستانی مصباح الحق له دې کبله رېکارډ لري چې تر اوسه پورې يې کومه سليزه نده وهلې.
(په يوه سياله کې) څلور وېکټې اخېستنې: ددې سرکرښې مطلب د لوبغاړو له خوا په يوه سياله کې څلور وېکټې اخېستنه ده چې په انګليسي کې ورته (4fors) وايي. دلته هم سرېلانکا خپل رېکارډ ساتلی او داسې لوبغاړي لري چې 34 ځلې يې 4 وېکټې اخېستې دي. په دويمه درجه کې انګلستان او نيوزيلنډ ځای لري. د نورو هېوادونو لپاره لاندې جدول ليدلی شئ: