ستا رقیب ستا پرون دی. که تر پرون بهتره وې نو رقیب ته دې ماته ورکړې ده.
هغه لیکوال چې د خپل تېر کال په لیکنه کې عیبونه پیدا نه کړي، معنا یې دا ده چې تر تېر کال نه دی بهتره شوی او رقیب ماته ورکړې ده.
هغه ژورنالیست چې د تیر کال او سږ کال د راپورونو په کیفیت کې یې فرق نشته، وده یې نه ده کړې.
هغوی چې خپل پرمختګ له نورو سره پرتله کوي، په لوی لاس ځان ته ستونزې جوړوي. هر څوک د بېلې سیارې غوندې د خپل تقدیر په بیل مدار باندې مزل کوي. علامه اقبال ویلي وو چې که یې په چمن کې اغزی هم پیدا کړی یې ، د فطرت د قانون احترام کوه او د چوخېدلو چل زده کړه. نیکمرغي مې دا نه ده چې د بل غوندې شم، نیکمرغي مې دا ده چې د خپلو شرایطو په چوکاټ کې هغه څوک شم چې راسره ښایي.
واقعي وده دا نه ده چې تر بل چا مې رتبه لوړه شي،واقعي وده دا ده چې وړتیا مې زیاته شي،ځکه رتبه بل راکوي او بل یې اخلي خو وړتیا په خپل مټ حاصلوم او ساتل یې زما په لاس کې دي. پلار مرحوم مې د استاد بېنوا په باره کې راته ویلي وو چې کله وزیر شو، نو له یارانو دوستانو یې غوښتنه وکړه چې وزیر صاحب نه بلکې بېنوا یې وبولي، ځکه وزارت ورنه اخیستل کیدای شي خو خپل نوم یې خپل دی. بېنوا صاحب د وزیر له خطاب سره یوازې په دې خاطر دلچسپي نه لرله چې وزارت یو موقت امانت و بلکې په دې وجه یې هم د بېنوا نوم غوره باله چې ده واقعي وړتیاوې لرلې او په دې پوهېده چې په بېنوایي کې یې لا لوی عزت دی.