اکبر اقبال

د نړۍ په مختلفو برخو کې د کرکټ پيچونه (ویشتنځایونه) په لوړه کچه یو له بله فرق کوي، چې په ټوله کې د پېچ خصوصیات پر لوبه او د لوبغاړو په انتخاب ستره اغېزه کوي، او هر لوبډلمشر (کپتان) اړ وي چې لوبډله پېچ ته په کتو سره ونوموي.

سپېن (ورو) بالران ممکن په اسیایي پیچونو باندې ښه ولوبیږي خو که چېرې مونږ بیا د انګلېنډ، اسټریلیا او نیوزیلېنډ خبره کوو، نو د دې هیوادونو زیاتره پیچونه پاس (تېز) بالرانو لپاره همکار وي، او ډېر کم هغه یې سپېن بالرانو لپاره تیار شوي دي، چې ښایي همدا وجه به وي چې په دې هیوادونو کې تېز بالران زیات او ورو (سپېن) بالران په کمه کچه منځ ته راځي. کورټني والش، کرټلي امبروز، ګلين میګرات، بریټ لي، جیسن ګلیسپي،مچل جونسن، ډېنس لیلي، شېڼ بونډ ، جمي انډرسن، ډیرل ټفي، ډېل سټېن، شان پولاک … هغه بالران دي چې د نړۍ په کچه یې خپل نومونه ځلولي دي، خو د دې برعکس بیا په اسیا کې سپېن (ورو) بالران زیات پیدا کیږي، متیا مرهلي دهرن، رنګانا هیرات، اپل چندانه، سکلېن مشتاق، عبدالقادر ، مشتاق احمد، سعید اجمل، شاهد افریدي، دانش کنیریا، شکیب الحسن یې ښې نمونې دي.

په باونسي او تېزو پيچونو باندې عموماّ په یوه لوبډله کې تر دریو پاس (تېز) او په فلېټ (هوار) پيچونو کې یوه لوبډله ممکن دوه سپېن بالران ولوبوي، خو دا چې په دې وروستیو کې الرانوډران (هغه لوبغاړي چې بېټ او بال دواړه کوی شي)  زیات شوي دي چې دا د لوبډلمشر سره د لوبغاړو په انتخاب کې خورا زیاته مرسته کوي، چې یو متوازن ټيم تشکيل کړي.

د اسټریلیا يپچونو ته په کتو سره به هره لوبډله هڅه کوي چې خپل تېز بالرانو ته زیاته موقع ورکړي، او د دوی به کوښښ هم دا وي چې مخالف بېټسمېنانو ته د شاټ پېچ، او له سټمپ نه تلونکو بالونو پر مټ ستونزې را ولاړې کړي، چې خصوصاّ د دوی عمده هدف به اسیايي لوبغاړي وي، ځکه چې په اسیا کې د باونسي پېچونو نه شتون د دې لامل شوی، چې یاد لوبغاړي شاټ پېچ، او له سټمپ نه بهر وتونکي بالونه ښه نه شي لوبولی، چې ښه مثال یې د هندوستان لوبډلې دی، دوی د دې باوجود چې په خپله لوبډله کې د نړۍ په کچه مشهور بېټسمېنان لري خو اسټريلیا ته یې خپلې درې واړه ټېسټ لوبې وبایللې.

افغان لوبډلې خپلې تقریباّ ټولې لوبې پر هغو پېچونو ترسره کړي چې سپېن بالرانو پرې حاکميت درلود، چې له همدې کبله یې په لوړه کچه ښه سېن بالران نړیوال کرکټ ته وړاندې کړي دي، خو دا ځلې نه یواځې دا چې لوبې پر فلېټ پيچونو نه ترسره کیږي، بلکې زمونږ مقابله به د نړۍ د څو تېز توپ ویشتونکو لکه جونسن، سټارک، فین، ساوتي او … په وړاندې وي، خو دا هېڅکله هم په دې مانا نه ده چې ګواکي زمونږ لوبډله د دې بالرانو د لوبولو وړتیا نلري ولې پکار دا ده چې د یوې قوي ارادې او منظم پلان له مخې ولاړ شو، بېټسمېنانو له پکار ده چې هر بال باندې د شاټ وهلو هڅه ونکړي، له اپسټمپ نه تلونکي بالونه خو یا باید چې کیپر ته پرېږدي او یا یې هم په یوه مناسب انداز ولوبوي، همدا شان شاټ پېچ بالونو سره باید چې ډېره ګوزاره وکړي، ځکه چې د ای سي سي د نوي قانون له مخې یو تېز بالر کوی شي په یوه اوور کې دوه شاټ پېچ بالونه وغورځوي نو ضرور دا ده چې اول خو باید چې د شاټ پېچ بالونو د لوبولو ښه پرېکټس واخلي او بیا د هغه بالرانو ویډیوګانې وګوري له کوم سره چې به دوی مخ کیږي.

 خو زمونږ لومړنۍ اصلي امتحان به د بنګلادېش پر وړاندې په لومړنۍ لوبه کې وي، ځکه چې په تېر ایشیا کپ کې کله چې افغان لوبډلې بنګلادېش ته په کور د ننه ماتي ورکړه، نو دوی به د هغې غچ اخیستو لپاره پر مونږ د زخمي زمري په شان د واپسي ګزار کولو سل په سلو کې هڅه وکړي، او داسې ښکاري چې دوی د همدې لوبې ګټل خپل لومړنۍ هدف ټاکلی، نو اوس پکار ده چې افغان لوبډلمشر او روزونکي هم ورته یو قوي پلان ولري او د هغې د پلي کولو پوره پوره هڅه وکړي.

د بنګلادېش پر خلاف لوبه به د اوول پرتارخي لوبغالي ترسره کیږي چې د کرکټ ماهرینو په وینا پر دې لوبغالي لوبه کول له یوه سخت چېلېنج نه کمه نه ده

وېکټ به د سپین بالرانو سره په زیاده اندازه کومک کوي خو تېز بالرانو لپاره به هم په لومړنیو ۱۰ اورونو کې یو څه اندازه همکاره وي، نو د دې لپاره زمونږ اوپنرانو (لومړنيو دوو لوبغاړو) ته پکار ده چې په پوره حوصلې سره دغه اولني

اورونه ولوبوي او د ویکټ ساتلو هڅه وکړي، د بالېنګ په برخه کې که چېرې زمونږ تېز بالران وېکټ په وېکټ بالنګ وکړي او د زیاتو منډو ورکولو مخنیوی وکړو نو د مقابل لوبډلې بيټسمینان به مجبور شي چې غټ شاټونه ووهي او خپلې لومړنۍ ویکټې له لاسه ورکړي، چې وروسته راتلونکي بيټسمینان به هم تر قوي فشار لاندې وي او د زیاتو منډو جوړولو امکان به یې کم وي.

د دې اپوټه، زمونږه یوه بله مهمه لوبه له انګلستان سره ده، که څه هم چې په دې وروستیو کې دغه لوبډله یو څه کمزوري ښکاري او زیاتو هیوادونو ته یې خپلې لوبې بایللي، خو بیا هم په نړیوال جام کې د افغانستان لپاره یو خطرناک حریف ثابتدای شي، زمونږ لوبه له انګلېنډ سره د سډني په لوبغالي ده چې په پراخه کچه رنز پکې موجود دي، چې دا پېچ هم سپېن بالرانو لپاره ډېر ښه دی، بال به زیات ټرن (تاویدل) اخلي او یو څه باونس به هم پکې موجود وي، نو که چېرې د انګلستان لوبډلې تاریخچه د سپېن خلاف وګورو نو دا جوتیږي چې دوی تل د سپېن په مقابل کې ماته خوړلېده چې ښه مثال یې د پاکستان پر وړاندې ټېسټ لوبې وې، پاکستان دوی ته درې د صفر په مقابل کې ماتې ورکړي او همدا شان له سرېلنکا یې هم غټه ماتې وخوړه، نو زمونږ د لوبډلمشر هڅه به دا وي چې په انګلېنډ باندې د تېز پر ځای د سپېن بالرانو په مټ خپل لومړنۍ ګوزار وکړي او د دوی د لومړنیو لوبغاړو سوځولو هڅه وکړي، او هیله به دا وي چې د بوپاره او مورګن سوزولو لپاره یو مناسب پلان تیار شي

انګلېنډي پاس بالرانو کوښښ به دا وي چې زمونږ لوبغاړو پر خلاف شاټ پېچ بالونه وکړي، نو په دې ځای کې پکار ده چې افغاني بیټسمېنان زیاتره وخت پر (هوک، پل او کټ شاټونو) باندې زیاته خواري وکړي، او ځیني وخت هغه بالونه و نه لوبوي چې د سوزیدولو چانس یو څه ډېر لري.

خو د کرکټ متخصصینو په اند چې په اند اسټریلیا کې به زیاتره هغه بیټسمینان کامیابه وي چې پر بېک فوټ باندې لوبه کوي، او د هغې بېټسمینانو لپاره به زیاتې ستونزې موجودې وي کوم چې په فرنټ فوټ باندې د لوبیدو زیاته وړتیا او مهارت لري.

افغان لوبډله ښایي له هرې لوبډلې لپاره جلا جلا پلانونه لري، خو زمونږ یوه غټه ستونزه دا ده چې زیاتره وخت د پلان د عملي کولو په برخه کې ناکامه کیږو، ځکه چې زمونږ لوبغاړي تر زیات فشار لاندې راځي او نه شي کوی چې د پلان له مخې مخکې ولاړ شي، نو په دې ځای کې کوچ او نور مشرانو ته پکار ده چې د هر لوبغاړي حوصله ور لوړه کړي او پرېنږدي چې په اسانه سره ماتې ومني.

د افغان لوبډلې یوه بله ستونزه د فیلډېڼګ (ډګرساتنې) په برخه کې ده، چې تقریباّ دغه ستونزه په اسیايي لوبډلو کې ډېره ده، خو که چېرې مونږ د خپلې لوبډلې مخکنۍ لوبې وګورو نو دا جوتیږي چې د نویو روزونکو په راتلو سره زمونږ د لوبغاړو په فیلېډینګ کې زیات فرق راغلی دی او تمه کیږي چې نړیوال جام کې به خپله وړتیا وښيي.

د بنګلادېش خلاف ممکن لوبډلمشر دغه لوبغاړو ته ترجېح ورکړي؛

نوروز منګل، جاوېد احمدي، اصغر ستانکزی، محمد نبي، سمیع الله شینواری، نجیب ځدراڼ، افسر ځاځی، ګلبدين نایب/میرویس اشرف، حمید حسن، دولت ځدراڼ، شاپور ځدراڼ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *