تاند- د لومړي ځل لپاره زرګونو افغان دیني عالمانو په یوه خوله د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ.
افغان دیني عالمانو دوې اوونۍ وروسته له دې چې د ناټو په مشرۍ بهرنیو پوځیانو جنګي ماموریت پای ته ورساوه غونډه جوړه کړه چې د خپلو امنیتي ځواکونو د هلوځلو هرکلی وکړي.
د چهارشنبې په ورځ شاوخوا ۳ زره دیني عالمان او ملایان د افغانستان له بېلابېلو سیمو څخه د کابل د لویې جرګې په خیمه کې راغونډل شول څو د هیواد د ملي امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي.
تر دې مخکې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو د افغان امنیتي ځواکونو د ملاتړ په نښه د امنیتي ځواکونو په یونیفورم کې د جرګې په غونډه کې ګډون وکړ او د امنیتي ځواکونو د سرشیندونو او قربانیو ستاینه یې وکړه.
افغان دیني عالمان، چې د پخوانیو رژیمونو له لوري سخت ځپل شوي، په اوسنۍ ولسواکي او د بیان په ازادي کې له حکومته نه بلکې د حکومت له مخالفانو بېرېږي. په ځلونو د دولت وسله والو مخالفانو دیني عالمان د حکومت او امنیتي ځواکونو د ملاتړ په خاطر وژلي دي. دوی ته په اوسنیو شرایطو کې یوازې یو انتخاب پاتې دی او هغه د حکومت او بهرنیو پوځیانو غندنه ده ځکه چې په دې کار څوک ورته څه نه وايي.
خو د چهارشنبې د ورځې غونډه استثنايي وه ځکه چې دیني عالمان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ لپاره رایوخای شوي ول. دا هغه څه دي چې په تېرو ۱۳ کلونو کې نه دي لیدل شوي.
دوی په افغانستان کې د ناټو د جنګي ماموریت د پای ته رسېدو او د افغان امنیتي خواکونو له لوري په یوازې توګه د خپلې خاورې د ساتنې دفاع وکړه.
د کابل د علماو د شورا رييس مولوي عبدالبصیر غونډې ته وویل:«له تېرو ۳۵ کلونو راهیسي په افغانستان کې جنګ روان دی. د دغو جګړو یوازینی علت دا و چې موږ ملي اردو نه لرله. زموږ ملي اردو یې له منخه یووړه او نتیجه یې دا شوه چې زموږ په وطن کې په ملیونونو افغانان شهیدان شي.»
په غونډه کې یو شمېر دیني عالمانو له افغان امنیتي ځواکونو وغوښتل چې نړیوالو ځواکونو ته موقع ورنه کړي او په خپله د خپلې خاورې دفاع وکړي.