بوډا سهار له کوره ووت. په لارکې موټر وواهه، ټپي شو. د لارې خلکو هغه روغتون ته ورساوه.
ډاکترانو د بوډا زخمونه پانسمان کړل. وروسته يې ورته وویل اوس باید ستا د بدن، اکسرې وشي ترڅو دې کوم ځای مات نه وي. بواډا خواشینی شو.
ويې ویل:
زه بېړه لرم اکسرې ته به اړتیا نه وي.
ډاکترانو ترې د بيړې په اړه پوښتنه وکړه.
بوډا وویل:
مېرمن مې په مرستون کې ده هر سهار هلته ورځم د سهار چای له هغې سره څښم. نه غواړم چې ناوخته شي.
ډاکترانو ورته وویل:
موږ به هغه له دې پېښې خبره کړو.
بوډا په خواشینۍ وویل:
هغه عصبي ناروغي لري په دې خبرو نه پوهېږي حال دا چې ما هم سم نه پېژني.
ډاکتر په حیرانۍ وویل:
نو چې تا نه پېژني ته څنګه هر سهار له هغې سره چای څښې:
بوډا په غریو نیولي غږ وویل:
که مې دا نه پېژني، زه خو يې پېژنم چې څوک ده.