د فکرونو انسجام ته تفکر وايې ، که يې ساده کړو په فکر باندې فکرکول تفکر دی ، فکر د هرچا د وس خبره ده او تفکر بيا مفکر کس غواړي .
په فسبوک کې مې يو تش په نوم غزل ولوست، شاعر چې لامحصل دی ، تجربه او مطالعه يې لږه ده په دې نه پوهيږي چې تخيل چېرته او څنګه وکاروي. هڅه کوي چې په خپل شعر کې لوړ خيالونه ځای کړي مګر ترې و شړيږي، د خيال پر ځای بې خيالي وپنځوي .
يو خو د شعر تر مينوالو شاعران زيات شوي دوی اکثره په دې اند دي چې ګويا الله لورينه پرې کړې او د شعر ليکلو استعداد يې ورکړی دی، داسمه ده چې شعر تر يوه حده فطري پديده ده مګر رياضت، پوخوالي، تجربې، تمرين، مطالې، پوهې، دقت… او تفکر ته اړتيا لري ، که شاعر د خيال او تخيل په توپير پو نشي ممکنه نده چې هنري تخيل و پنځوي .
په ادب ياتو کې په ځانګړې توګه په شعر کې تخيل، احساس، عواطف ، وزن … او موسقي پام وړ توکي دي او آن ويلای شو چې که دا پنځه ګونې رغنده پديدې په شعر کې نه وي شعر نه شو ورته ويلای ، خو ددې ټولو په سرکې تخيل ځای لري .
له ډاکټر محب الله زغم نه مې اورېدلي چې: ((د خيالونو چاڼول، يوځای کول ، انسجامول او يوه قالب ته برابرول داسې قالب ته چې اوتې بوتې نه وي ، پيغام ولري، معنا و مفهوم وښندي تخيل ورته ويل کيږي.)) موږ که په شعر کې تخيل راوړو نو دا کمال مو بايد زده وي چې له خياله تخيل را وباسو او هنر ترې ساز کړو ، يو غر په بل ويشتل تخيل ندی ، او نه هم هرې نا آشنا يا عجيبې غربې خبرې ته تخيل ويلی شو .
خيال او تخيل ته استاد شپون هم يوه لنډه اشاره کوي او وايې ((دتخيل معنا لږه پراخه غوندې ده ، تخيل خيال پلو ته نه واي، چې دى كيني، والله هسې واي، داسې واي… زه چې وړوكى وم ما خيال پلو كوه، چې ياره يو بزكش آس مې واي، يوه شنه چپنه مې واى … پسته به مې خيال پلو وهه چې يو با ئسيكل مې واى ، امبر با ئسيكل نه ، رايل بائسيكل مې واى او هم دغسې زمادشونډو څخه سګريټ زنګېداى زه تېررداى اوخلكو راته كتلاى … دې ته خيال پلو وايي . تخيل تر دې فعاله دى .))
تخيل نه يوازې په شعر بلکې د ژوند په هره برخه او د پوهنو په هره څانګه کې شته دی ، مګر په ادبياتو کې يې تومنه درنه ده ، او دا دروند والی ددې باعث شوی چې ادبيات د خلکو ذوقونو ته لا ورلنډ کړي.
د شاهنواز باقر دا بيت تخيلي بللی شو ، دی وايې :
ستا د سترګو سمندر چېرته روان دی
په ما سر ګرځي که غر چېرته روان دی
پدې بيت کې شاعر له ځيرکتيا کار اخستی خيالونه يې په سم ډول د تخيل په تابلو نقاشي کړي، شاعر په لومړی بيت يو ښکلي تصويري تخيل پنځولی مثلا ده اوښکې رودونه او سمندر ته ورته بللې دي چې ښايې د جانان اوښکې يې وي دا معلومه نده چې دا جانان يې څوک دی ، خو په جانان يې دومره زړه خوږ دی چې آن سر يې ګرځي او او غر ورته تاويږي . موږ په کليوالي سيمو کې د هغه خلکو له خولې د شدېدې تبې … او يا زياتې غوسې په وخت ممکن اورېدلي وي چې ځمکه راته تاويږي ، يا ځمکه ځای نه راکوي .
د لته شاعر د تخيل د پاسه يوه په زړه پورې تشبه هم کارولې چې اوښکې او سمندر يې ورته بللي او موږ ترې د اوښکې شدت احساسولی شو، بل کمال پکې د دادی چې ژبه يې ادبي نه بلکې ادبي هنري ده .
اجمل ښکلی په (څو انتخابه) نومي کتاب کې د (ادبي او غير ادبي) تر سرليک لاندې يوه مقاله ليکي په مقاله کې په ادبي او غيري ادبي جملو بحث شوی ، له همدې کتاب يو دوه جملې را اخلو :
(( ۱ــ سيلۍ چلېږي .
۲ ــ سيلۍ د وږي لېوه په شان انګولا کوي .
لومړۍ جمله مستقيمه يا خبري ژبه ده ، چې ادبي ارزښت نلري ؛ خو په دويمه جمله کې تشبه ده ، سيلۍ له وږي لېوه سره تشبه شوې ده ، ددې تشبه له برکته دا جمله تصويري شوې ده ، چې سړی يې تر لومړۍ هغې په آسانۍ حس کولای شي …))
يو بل ځای د تخيل او خيال په هکله داسې وايي: ((په ادب کې تخيل هغه ځواک دی چې د بېلا بېلو شيانو تر منځ درته اړيکې ښيي. دا اړيکه پر تناسب، ورته والي، تضاد او … ولاړه وي.))
عواطف د شعر بل مهم اړخ دی که موږ په دې بريالي نشو چې خيال کنټرول او په تخيل يې واړوو نو ممکن عاطفي موضوعات په شعرونو کې ځای کړو .
دروېش دورانی وايې :
رنګ به وي تر څو پورې په وينه توره ماته کړه
زړه د خلکو وګټه په مينه توره ماته کړه
نه د ماشوم مخ ګوري او نه د شا ليلا سينه
پورته شه دروېشه دا بېدينه توره ماته کړه
پور تني بيتونه ګورو چې خيال پکې شته خو طبعي خيال نه بلکې مصنوعي خيال له مصنوعي مې مطلب دادی چې شاعر دا هڅه نده کړې چې په بيتونو کې په وچ زور د خيال پله درنه کړي بلکې ده د شعر په پيغام فکر کړی ، دا بيتونه خو تخيلي ندي نو ولې مو خوښ دي ؟
ځواب دادی چې موږ تل هغه څه اورو چې اورېدلي مو نه وي ، حقيقي وي او پيغام ولري .
شاعري يوازې دې ته نشو ويلي چې شاعر داسې خبرې وکړي چې لوستونکي فهم ترې وانخلي که په شعر کې مو خيال ځای کړی وي خو په تخيل مو نه وي اړولی تېروتي يو ، ما مخکې وويل چې هره نوې او نا آشنا خبره تخيل ندی .
کاروان صيب د لفظونو جادوګر شاعر دی او آن د شعر په روح پوهېږي ، کاروان ته د شعر دومره ظرافتونه ور معلوم دي چې زه يې کله شعر لولم حيرانېږم، چې تر کيبونه يې ګورم او د تخيل قدرت يې وينم نو ګوته په غاښ پاتې کېږم، د کاروان صيب له شاعرۍ سره د شعر مينه وال آشنا دي دی وايې :
ته مې ګمراه بوله خو زه ستا په لاره نه ورځم
ما ډېرې ليدلې د جانان کلي ته لارې دي
خدايه د شيطان په څلور لارې کې مې پرېنږدې
خدای ته ګوره کوم خوا د انسان کلي ته لارې دي
د دې بيت روح او د دې بيت بحر ته زه وړه اشاره کوم ، تاسې د پکتيکا د چاودنې شاهدان ييئ چې تر شپېتو په زياتو کسانو مورګانې بورې شوې او همدومره نور داسې شول چې ټول ژوند به د نورو په اږو بار وي ، خو کاروان صيب ددې عمل کوونکي ته چې عقيده يې داوه جنت به لاړشي او جنت ته د تلو لاره فدايې حمله بولي څه ښه وايې : ته مې ګمراه بوله خو زه ستا په لاره نه ورځم .
دايې عاطفي اړخ شو په همدې بيت کې د تخيل رول ته سر ورښکاره کړئ او وګورئ چې کاروان څومره کمال کوي: (ما ډېر ليدلې د جانان کلي ته لارې دي )
يانې جنت ته چې دې جانان کلی دی نورې لارې هم شته او هغه لارې هر عاقل کس پېژني، په همدې بيت پسې جوخت له خدايه غواړي چې له داسې شيطانانو مې په امن کړه چې د انسانانو په څېروکې کرځي او له خدايه د اصيلو انسانو د کليو د لارې درک غواړي .
رومانتستانو تخيل د شعر بنسټ باله او ويل يې چې شعر په خيال جوړيږي، مګر دا هم بايد وويل شي چې تخيل څنګه جوړيږي؟ په شعر کې څنګه ځاييږي؟ اول سم تخيل جوړکړئ بيا يې په شعر يانثر کې ځای کړئ او که غواړئ په دې هکله بر ياتر لاسه کړئ نو مطالعه مه هېروې، د تکړه شاعرانو شعرونه ولولئ او په تخيل يې فکر وکړئ .
۱۳۹۳-۹-۲۵