د نړۍ په اوسنيو حساسو حالاتو کي د فرانسې د «چارلي ابدو مجلې» پر دفتر باندي د تېري اوونۍ پېښي په فرانسه او نړۍ کي خورا تند غبرګونونه راپارولي دي، چي د دوی دغه غبرګونونه پرځای هم دي او موږ هم د بشردوستو په حیث د دوی په غم غمجن یو.
موږ د نړۍ د نندارچیانو په حیث هر څه وینو یا په بله وینا هر څه چي د نړیوالو سیاستونو د تبلیغاتو ماشین په موږ اوروي او ویني هغه اورو او وینو یې. دغه نړیوالي سیاسي حلقې تر ډېره بریده د نړۍ عام خلک د خپلو تبلیغاتو ښکار کړي او پر ټولو یې دا ګمان کړی دئ، چي مغزونه یې ور پرېولي او د دوی د ډول سره رقصېږي، چي تر ډېره حده همداسي هم ده. دوی د دریمي نړۍ عام وګړي د تمدن څخه لیري بولي، د دوی کړني د یوویشتمي پېړۍ پر ستنډرډو ولاړي نه بولي او د دوی د هر عمل په مقابل کي په تندلارۍ سره عکس العمل نامناسب او د اوسنۍ نړۍ د معیارونو سره یې په تضاد کي ګڼي، چي زه خپله هم تندلاري د حل لار نه بولم، خوتر ډېره یې د دوی د خپلو سیاسي مانورونو او تبلیغاتو نتیجه بولم، دا چي دوی یې په شعوري توګه کوي او که غیري شعوري ډول دا نو بیا جلا خبره ده.
په هر صورت خپل اصلي مطلب ته راځم او هغه دا دئ، چي د فرانسې او اروپا (د دوی په اصطلاح) متمدنو انسانانو چي د یوویشتمي پېړۍ پر معیارونو ځانونه برابر بولي او د هري کړني په مقابل کي په سړه سینه، تعقل او تدبیر عکس العمل ښوول خپل امتیاز ګڼي، څنګه د تقریباً دوو ملیارډو انسانانو د عقیدې خلاف د دوی پر معتقداتو تعرض کوي او بیا د دوو، درو یا څو محدودو کسانو د داسي یو عکس العمل، چي هغه د دې عقیدې ډېری پلویان هم غندي، په دومره بې پروایي د حضرت محمد(ص) د بل کارتون د خپرولو خبره کوي او بیا د دې خپرېدل د شپېتو زرو معمولو نشریاتو په تناسب څو چنده کوي یعني درې میلیونه ګڼې خپروي او په دې توګه د یو معقول انسان په نظر پر اور باندي د اوبو پر ځای تېل پاشي.
آیا، دا (د دوی په قول) د ماډرنو او متمدنو انسانانو عکس العمل دئ، که همهغسي عکس العمل چي ها نورو کړی دئ؟
راځو دې ته چي ولي باید دغه پېښه په فرانسه کي وسي، په داسي حال کي چي په پانګه والو هیوادونو کي فرانسه یو د هغو ملکو څه دئ چي د امریکا، اسرائیلو او نورو هیوادونو د خورا قوي فشار سره، سره د فلسطین د خودارادیت پر موضوع خورا ټینګ ولاړ وو او دا یې د منځنۍ آسیا د مشکلاتو د حل اساسي لار بلل.
آیا، د فرانسې په شان باتجربه سیاسیونو دا هېره کړې ده چي تر څه مودې مخکي پوري د دوی په هیواد کي د داسي کړونو نمونې ولي لږ وې؟ او اوس په یوه واري تندلارو دوی ته مخه کړه او هغه هم په داسي حال کي چي د فلسطین د پلوۍ په اړه باید د مسلمانانو اوپه تېره د تندلارو مسلمانانو مینه او دوستي نوره هم ورسره ټینګه سوې وای.
دلته سوال دا دئ، چي د فرانسې پر چارلي هبدو مجلې باندي تېری د مسلمانانو په ګټه وو که د اسرائیلو؟
آیا، دا کار په دغسي حساس سیاسي وخت کي د احساساتي مسلمانو ځوانانو(؟) په لاس د اسرائیلو او داسي نورو د جواسیسو په رهبري او رهنمايي نه ښکاري؟
احمدشاه- کندهار
نه هيسكله نه !! !