تاند- افغان طالبانو د فرانسې د چارلي ابدو مجلې له لوری د تېرې اوونۍ له حملې وروسته د اسلام د پیغمبر حضرت محمد (ص) د کاریکاتور خپرېدا په کلکه وغندله او د دې مجلې کارکوونکي یې د بشریت دښمنان وبلل.
طالبانو د جنورۍ په اوومه / د تېرې اوونۍ د چهارشنبې ورځ/ د چارلي ابدو مجلې پر دفتر حمله، چې ۱۲ تنه پکې ووژل شول، وستایله، ویې ویل چې د حضرت محمد (ص) د کاریکاتورونو د خپرولو په وړاندې د دې مجلې په وړاندې عدالت اجرا شو.
د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي:«موږ دا ناوړه او غیرانساني عمل په کلکه غندو. دا اقدام د نژدې یو نیم ملیارد مسلمانانو د احساساتو پارولو ته لار پرانیزي.»
ډېرو نورو افغانانو هم د فرانسوۍ مجلې له لوري د اسلام د پیغمبر د کاریکاتور چاپ سختدریځۍ ته د مسلمامانو د هڅولو او اړ ایستلو لپاره دسیسه بللې ده.
چارلي ابدو مجلې، چې هره ګڼه یې شپېته زره نسخې خپروله، وروستۍ ګڼه په ۳ ملیون نسخو کې چاپ کړې ده. او د دې لپاره چې د دې ګڼې لپاره یې زیات تبلیغات شوي ول، ژر وپلورل شوه.
په اروپا کې تر ټولو زیات مسلمانان په فرانسه کې اوسي. ځیني سختدریځي اروپایان په دې اندېښمن دي چې په اروپا کې د مسلمانانو شمېر زیاتېږي.