د اوبو او انرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان

تاند- د ابو او انرژۍ پخواني وزیر او په هرات کې د جهاد د دورې قومندان محمد اسماعیل خان افغانستان ته د یوې نوې سرزورې ډلې پر راتګ اندېښنه ښکاره کړه.

اسماعیل خان وویل، په راتلونکو دوو میاشتو کې به د افغانستان امنیتي حالات نور هم خراب شي او یوه نوې جګړه به پیل شي.

ده دا خبرې په داسي حال کې وکړې چې په هلمند، زابل او فراه کې د داعش یا د اسلامي دولت د وسله والې سختدریځې ډلې د فعالیتونو خبرونه خپاره شول.

ښاغلي اسماعیل خان، له پخوانیو مجاهدینو او قومي مشرانو وغوښتل چې د سختدریځو د هغه خطر په وړاندې لاسونه سره ورکړي چې افغانستان ورسره مخامخ دی.

د اسماعیل خان دا اندېښنه په افغانستان کې د داعش د ظهور په وړاندې ده چې په وروستیو کې یې د فعالیت په اړه پر له پسې راپورونه خپرېږي.

د هلمند امنیتي او ملکي چارواکو او همداراز عامو خلکو د دغه ولایت د کجکي ولسوالۍ په شمول په څو سیمو کې د داعش پلویان لیدلي چې خلک خپلو لیکو ته دعوتوي او په ځینو سیمو کې له وسله والو طالبانو سره جنګېږي.

په زابل کې هم چارواکو د داعش حضور تایید کړی دی.

د فراه د خاک سفید ولسوال عبدالخالق نورزي وویل، د تورو بیرغونو شاوخوا ۸۰ سختدریځو په دې ولسوالۍ کې د روزنې کمپ جوړ کړی دی.

پر اجرايي ريیس د اسماعیل خان نیوکه

محمد اسماعیل خان پر اجرايي رييس عبدالله عبدالله نیوکه وکړه چې په کابینه کې یې هراتیانو ته ونډه نه ده ورکړې، ویې ویل:«ښاغلي عبدالله د هرات ولایت د خلکو په حق کې لویه جفا کړې ده.»

ده وویل، اجرايي ريیس د دې لپاره هراتیانو ته په کابینه کې برخه نه ده ورکړې چې د هرات د خلکو او مشرانو ترمنځ یووالی نشته.

ولسمشر غني له خپل لوري کابینې ته داوود شاه سبا، چې د هرات اوسېدونکی دی، معرفي کړی دی. او په دې توګه هرات په کابینه کې استازی لري.

اسماعیل خان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په دوهم پړاو کې د عبدالله عبدالله ملاتړ کړی و.

3 thoughts on “د اوبو او انرژۍ پخواني وزیر په افغانستان کې د داعش په راټوکېدو اندېښنه ښکاره کړه”
  1. اسماعيل خانه.
    كه به ملت اوخلكو زره سوان دي أوسي خبلي خبري دولايت دمسول سره شريكي كره دهغه د تفاهم سره يو خاي لو رو مقاماتو ته هم رابور اوهم دحل لاري دخبلي منطقي به هكله وراندي كري .يكه تازي باعث دناكامي كرخي ديو واحد محور جه نظم ولري او به هغه نطم جه دملت نمايندكي كوي راتول شي بهتره به وي.

  2. د ټانډ چلوونکي جرګي ته لامونه او نیې هیلې واندي کوم۰ دوستانو زه له تاسو څخه یوه کوچنيوندې ګیله لرم، او هغه دا چې ما څو ځله تاسو ته خ لیکنې د خپرولو لپاره در ولیږلي خو تاسو تر اوسه زما یوه لیکنه هم پر لیکه نه کړه۰ په هر ډول دا به زما وروستي لیکنه وی که دا چیرته تاسو پر لیکه نه کړي نو د دې معنی دا چې زه باید په راتلونکي کې تاسو ته یې در ونه لیږم۰ په درناوي
    احمدشاه ملګري

  3. قدرمن جهادي أودّ مقاومت مخكش قوماندان صاحب..؟
    سوال لرم.؟. او جوابءي هم درخخه غوارم.

    داجه ته دجميعت غري او وروسته دداكتر نجيب دنظام سقوطه ته والي او زوي دي وزير هوانوردي مقرر شو تاسي دوارو لياقت ددي جوكيو لرلو . جواب غوارم.
    ايا دولايت به وخت كي دي تولو هراتيأنو سره ديو بي طرفه والي به توكه بر خورد كري.ايا ستا وخت كي دير هر إتيان ستا خخه نا راضا نه وه دنه رضايت مسله ستا دزوي دقتل عامل ونه كرخيده نن خنكه ته دهراتيانوا
    ننكه كوي .هغه دي كه داكتر اشرف غني ته تا رأيه هم نه ده وركري دهراتيانو دعزت احترام ءي به خاي كري.

    اساسي سوال دادي .؟
    داجه ته داردو يو صاحب منصب دبلي خوا مجاهد اومسلمان او عدالت بسنده خان بو لي
    اوته وزير داب و برق مقرر شوي او ديو دسيم مثبت اومنفي مزو خاي دي فرق نه شو كولي به دير افتخار دي دا جوكي ومنله ؟
    داراته ووايه دا صداقت وواو كه خيانت جواب واضح دي جه نه دادي لوي خيانت كري. كري اوكه نه
    كه جيري ته صادق وي ولي حاضر نه شوي جه به ملت زغ وكري جه زه مسلكي نه او ددي وظيفي دعهدي نه وتلي نه شم خبله استعفا دي ورا ندي كري واي بهتره نه وه. ك
    كه دي دا كار كري وي نن به دعبدالله جاي او جايكاه دملت او جميعتيأنو به نزد ستا وو.
    أخرني خبره دا ده جه دملت سلاح او وسايط،سبكي او درندي دور منزله توبجي او هواءي سلاح او وسايط تر مختلفالنوع طيارو بوري به هرات كي سره دقواي جار بي شماره زنجير داره تانكونه ستا به لاس كي ولويده ملت ته جواب ووايه جه هغه جيري او دجا سره دي دملي خيانت به توكه او دملي خاين به توكه دي معامله نه دي كري او اوس دخلكو محاكمي ته حاضر ءي او يا دملت خخه دعفوي غوشتو نكيءي.اوكه نه؟ستا دجواب به انتظار
    او أخرني سوال مي دادي جه ته ملي خدمتكار، او كه ملي خاين ءي.غوارم جه هر خه دستا او ستا خلي خخه .واورم

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *