خبریال: میرویس جلالزی – په سلګونو زره افغان ماشومان چې مور او پلار یې د جګړو پر مهال له لاسه ورکړي د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې دې ته اړ شوي چې په سختو کارونو لاس پوري کړي تر څو ژوندي پاتي شي.

دا ماشومان د واټونو په غاړو موټر مینځي، د خښتو په بټیو کې کار کوي، د خلکو بوټونه رنګوي، په بازارونو کې پلاستیکي کڅوړي خرځوي او داسي نور کارونه کوي.

تر دې ګړۍ پوري په دقیقه توګه نه ده معلومه چې په څه شمیر کې به داسي ماشومان په لارو – کوڅو او د ښار په مارکیټونو کې په شاقه کارونو بوخت وي لیکن ویل کیږي چې د ورته ماشومانو شمیر تر لسګونو زرو اوړي.

سخت کارونه، ناوړه جنسي ګټې اخیستنې، او زده کړو ته نه لاس رسی هغه عمده ستونزې دي چې افغان ماشومان ورسره لاس او ګرېوان دي.

د افغان حکومت او یو شمېر نورو غیر دولتي موسسو ارزونې ښيي چې لا هم په افغانستان کې ماشومان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او شاوخوا شپږ ملیونه ماشومان له بېلابېلو خطرونو سره مخ دي.

دولس کلن بریالۍ یو تن له دغو ماشومانو څخه دی چې د کابل په ده افغانانو سیمه کې له لمر څرکه تر ماښامه پلاستیکي کڅوړي خرڅوي.

هغه وایي چې دی دا کار د خپل ځان او کورني د کوچنیو خویندو د ژغورلو لپاره کوي.

وکیل وایي دی په ښار کې د خلکو له لوري ډیر ځورول کیږي، ستومانه یي او په سړه هوا کې ډیر ځوریږي لیکن دا چې وکړای شي یو څو روپۍ پیدا کړي او خپلو ماشومانو دوو خویندو او مور ته پرې یوه مړۍ ډودي واخلي ورته تر هر څه لوی کار دی او دی به د دغه کار په بدل کې له هیڅ راز ستونزو ځان و نه سپموي.

دا ښایي یوازي عبدالوکیل نه وي چې په خپلو کوچنیو لاسونو په سختو شرایطو کې درانده کارونه کارونه کوي بلکې د ملک په اکثریت ولایتونو کې په سلګونو زره واړه ماشومان د عبدالوکیل له برخلیک سره لاس او ګریوان دي.

د کار او ټولنیزو چارو وزرات وايي یوازې په کابل ښار کې نژدې ٦٠ زره ماشومان په دغه راز کارونو بوخت دي.

حکومت وايي د سړک غاړې ماشومانو د حالت د ښه والي لپاره اوس د یو شمېر نړیوالو ټولنو په مرسته د یوې ستراتیژۍ په جوړولو لګیا دی.

ویل کیږي افغان حکومت د یو شمېر نړیوالو ټولنو لکه یونیسف، سیف د چلډرن، بشري حقونو او ګڼو نورو ادارو په مرسته لومړی د ماشومانو د حقونو په اړه خلک پوهوي او تر هغه وروسته بیا د ماشومانو د راټولو پروګرام په پام کې دی چې وروسته تر هغه به سړکونو ته د دوی د راوتلو د لاملونو په اړه څېړنې وشي”.

One thought on “سرپرسته ماشومانه له بد حالا سره لاس او ګریوان دي”
  1. ما دليكل شوي عنوان لاندي مضمون به غورو لوستو دير خواشيني اوبيامي قلم را واخيست جه دحل لاري شته مكر خوكءي به غم كي نه دي .
    مثلاء.
    ١/دولت دخبل بقا به خاطر طرفين تلفاتوسره مخامخ دي.؟
    ولي داسي يوه اداره منخ ته نه راوري جه روز مره دتلا فأتو شميره او دشهيدانو بيو كرافئ ثبت كري.
    ٢/سيما ثمر جه دبشري حقوقو مسوله ده او دادهغي او دهغي دا داري وظيفه ده ولي دومره بي تفاوته ده كومي بشري مرستي جه راخي دبشري مرستو به نامه دي او كه شخصاء دسيماً ثمر به نامه او دهغي جاري حساب به نامه او يا ددي دباره جه سيما ثمر ءي خبل حساب ته انتقال كري .اوياداجه بشري مرستي دي به مستحقينو وويل شي.
    — سيما ثمر بايد دورخني تلفا تود أحصائه سره دبيوكرافي كرافئ خبره أوسي.
    —- سيما ثمر ديوي مسولي به توكه بايد دشهداوو داوو فاميليوته رسيدكي وكري كه ءي نه كري ددي دنده خه ده ايا عياشي او شراب خوري او مجالس .
    —-سيما ثمر دكار او اجتماعي وزارت سره به دوامداره وظيفوي اريكو سره دشهيدانو او دشهيدانو دبازماندكانو به هكله كاري بلان ولري او دداسي ماشومانو به هكله تصاميم ونيسي.
    ——–دميز تر شا كيناستل كاغذ براني كول، عياشي اوشراب خورل دبشر حقوق بايمال ول دي نه بشري حقوقو ته خدمت كول .
    —دبشري حقوقو اداره بايد دهيخ سياسي جريان سره اريكي ونه لري مكر سيما ثمر دبشري حقوقو اداره دسياسي جريا ناتو به مركز يوه اداره اره و لي ..
    —-دبشري حقوقو اداره بايد دشهيدانو فأميليو ته رسيدكي او مادي كمكونه وكري تر خو أطفال د فاميل دا عاشي كولو بي غمه او خبلو درسو ته متوجه شي.
    كه نه وي دشهيدانو فأميليو او دكوجني ما شو مانو لاس او دسيماً ثمر كريوان به وي .
    —سره مياشت او نور مرستندو يه كمكي اداري هم بايد به دي لاره كي لاس به سر او لازمه خدمات دي إنجام كري.
    —-داكه خوك وواءي جه دا زما وظيفه نه ده دازه نه منم خكه زمان او شرائط دوظيفي له لحاظه فرق كوي . فعلا به افغانستان د شرائطو به لحاظ دنري سره متفاوت حالت لري.لازم بولم ددغه شرائطو سره سمه خبله كاري كرنلاره عيار او مخ به وراندي بوخي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *