« توریالی همت »

په ننګرهار دمثبت بدلون ټولنې له وړیا ښوونیز دري میاشتني پرواګرام څخه ۱۲۰ تنه ځوانان فارغ او خپل بریلیکونه یې ترلاسه کړل .

د دوي دفراغت په مناسبت دپنجشنبي ورځ دننګرهار په رسنیز مرګز میدیوتیک افغانستان کې غونډه جوړه شوي وه چې ګن شمیر ځوانان یې برخوال وو.

دمثبت بدلون ټولنې مشر استاد عبدالبصیر سباوون دغونډی پرانیستونکي وینا کې وویل خوښ دي چې له یوي بلي ښوونیزي دوري دځوانانو دفراغت په ویاړ یې غونډه جوړه کړي .

استاد سباوون وویل دمثبت بدلون ټولنې لخوا ځوانانو لپاره دوړیا زده کړو دا شپږمه دوره ده چې ځوانان پکې روزل کیږي .

(( په دي پروګرام کې ځوانانو ته په دریو برخو ژورنالیزم ،سیاسی اصطلاحاتواو اداره او مدیریت کې زمونږ دټولنې دغړو لخوا په وړیا توکه زده کړي ورکول کیږي ))

دمثبت بدلون ټولنې مشر وویل چې دوي دغه راز دټولنې په خیر دوه کمپاینونه په لاره اچولي چې یویې د ویني ټولول او بل یې دهغو ځوانانو لپاره چې پوهنتونونوکې دبی وزلي له امله خپلي زده کړي نشی بشپړولي زمینه برابروي .

دننګرهار دځوانانو چارو امر مطیع الله احمدزي چې په دي غونډه کې یې ګډون کړي وو دمثبت بدلون ټولني هڅی او فعالیتونه یې وستایل .

هغه دغه راز پرځوانانو غږ وکړچې وخت څخه په سالمي استفادي په ښوونیز پروګرام کې له زده کړي علم څخه پخپلو ورځنیو چارو کې کار واخلي .

دننګرهار پوهنتون دحقوقو او سیاسی علومو پوهنځي استادهجرت الله اختیار هم پخپل وار خبري وکړي او ځوانانو ته په خطاب کې یې وویل چې په یادو برخوکې کړي زده کړي یې په دي بهیر کې قدم ایښودل دي او باید نوره مطالعه هم وکړي .

په ننګرهار دمثبت بدلون ټولنې له ښوونیز پروګرام څخه فارغ شوي ځوانان هم خوشاله وو چې په تیرو دریو میاشتو کې په وړیا توکه بیلا بیلو برخوکې زده کړي وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *