په هلمندکي دشپږسوه څلورم سرحدي زون دشهیدانو د یاد څلی دیوې پراخي غونډي پرمهال پرانیستل سو .

په دغه غونډه کي دهلمندوالي الحاج محمد نعیم ، دشپږسوه څلورم سرحدي زون قومندان الحاج مل پاسوال سلطان محمود(محمود) جنرال فقیرخان (عسکر) دولایتي شورا وکیلانو ، ددولتي ادارو ریسانو ، قومي مشرانو ، دبیلابیلو ادارو او بنسټونو څخه ګڼ شمیر کسان راغلي وه .

په وینا وو کي دهلمند والي ښاغلي الحاج محمد نعیم وویل چي سرحدي ځواکونو په میړانه او زیاته سرښندنه سره دخپل خاوري او خلکو ساتنه کړېده ، هغه وویل چي دوی تل د دندي پرمهال خپل ځیګرونه سپرکړي او دخاوري ساتنه کړېده .

همدرانګه دشپږسوه څلورم سرحدي زون قومندان الحاج مل پاسوال سلطان محمود(محمود) وویل چي دغه څلی یې دهغه شهیدانو دیاد په موخه جوړ کړی دی چي دتیرو څو کلونو راپه دېخوا دسرحدي زون له جوړېدو را وروسته او دسرحدي ځواکونو په بیلابیلو اوپراتیفي عملیاتوکي دهیواد او خلکو لپاره خپل خوږ ژوند له لاسه ورکړی جوړکړی دی .

دښاغلي قومندان په وینا چي دغه څلی دریو میاشتو او پنځلس ورځو په موده کي جوړ او ۲۸۰۰ متره مربع ځمکه په خپل شاوخوا بر کي نیسي .

1همدارنګه دولایتي شورا دامنیتي کميټي ریس ښاغلي بشیر احمد شاکر ، جنرال فقیر خان عسکر ، دولایتي شورا وکیلي اغلي نرګیس رخشاني، د اهل تشیع د شورا مشر قاسم جعفري او دګرمسیر ولسوال ایوب عمر (عمري) دسرحدي ځواکونو دکارونو او لاسته راوړنو څخه ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چي دهیواد دشهیدانو چي په امنیتي ځواکونو کي خپل ژوند له لاسه ورکوي باید په قانوني بڼه بودیخه ورته ځانګړې سي او زیاته پاملرنه وسي ترڅو نور هم امنیتي ځواکونه په خپل سر ښندنو ، قربانیو ویاړ او افتخار وکړي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *