پېلین ۱۸۷۷- ۱۹۴۷/
له بلغاریايي نه پښتو ته ژباړه: عثمان رسولي
د کلي نه وړاندې په یوه ځنګلي دره کې یوه زړه ژرنده وه چې ۱۵۰ کاله پر له پسې په نه ستړی کیدونکي توګه په هغو اوبو چلېده چې د یوه لوی سیند نه په یوه لویه ویاله کې را بېلې شوې وې. ژرنده له اندازې زیاته زړه شوې وه. یوه ورځ یې هغو اوبو ته چې دا پرې چلېده وویل:
– غواړم یو څه وخت نور هم کار وکړم – تر اوسه لا نور هم د کار کولو زور لرم.
خو له بده مرغه د ژرندې وروستی ژرندې ګړی چې یو سپین ږیری بابا ؤ، ناڅاپه لدې دنیا نه وکوچید. ژرنده یوازې پاته شوه او بل داسې څوک نه ؤ چې د ژرندې ګړي بابا ځای ونیسي او د ژرندې خذمت وکړي. ژرنده پرچاو شوه .
ژرندې ګړی بابا چې ژوندی ؤ کله نا کله به یې له ځانه سره خپل واړوکی لمسی – اېوانچوو هم راوستو. په هغه وخت کې ژرندې څو ځله ترې آوریدلي ؤ چې خپل لمسې- ايوانچوو ته به یې ویل:
– اېوانچوو، غواړم چې دا ژرنده تاته پرېږدم. که د دې ښه خذمت وکړې، نو دا به دې هم ښه خذمت وکړي او ټول عمر به خرڅ او خوراک درکوي.
خو د ژرندې ګړي له مرګه وروسته د هغه د لمسي ـ اېوانچوو هیڅ پته ونه لګیده. که څه هم ژرنده ورته سترګې په لار وه خو دی را نغلو. ژرنده ورو ورو نا امیده شوه ، خپله هیله یې له لاسه ورکړه او شاؤخوا ټوله په واښو، زوځانو او آغزو کې پټه شوه. د ژرندې هغه زړه لیار هم د خلکو د تګ راتګ د نشتوالي له آمله ټوله په بوټو او آغزیو پټه شوه او ژرنده په یوې خرابې واؤښته. په دیوالونو کې یې بومانو ځالې جوړې کړې او په انګړ کې یې یو لوی مار ځاي پرځای شو. یوه ورځ اوبو ژرندې ته د پیغور په ډول وویل:
– اې ژرندې، ستا اېوانچوو څه شو؟ تا خو ویل چې را به شي. ته خو اوس بیخي له کاره ولوېدې. نور یوه ټنګه ارزش هم نلرې، خو زه په ځان کې ډېر قوت او انرژي لرم او د کار سخته تنده لرم. اوس مې زور او قوت همداسي چټي مصرفیږي.
ژرنده سخته غمجنه وه او په تېره بیا چې کله به موسم باراني شو، ژړل به یې او غټې غټې اوښکې به یې تویولې.
یوه ورځ چې ښایسته د پسرلي ورځ وه، د چا د پښو تراپا یې واوریده او بیا یې د خلکو غږونه هم تر غوږ شول. دا ډېره خوشحاله شوه او له ځانه سره یې وویل:
– اوهووو، هرومرو به اېوانچوو وي چې راغی.
همدا ؤ چې درې کسان چې د یوه ښایسته زلمي له لورې بدرګه کیدل، ژرندې ته ننوتل. ژرنده په فکر کې شوه او له ځانه سره یې وویل:
– دا زلمی خو داسې ښکاري لکه اېوانچوو. اوهوووو، دا څومره لوی شوی دی. ما فکر کاوه چې اوس به هم واړوکی هلک وي. خدای دې وکړي چې لږه خواري راباندې وکړي او سره را جوړه مې کړي چې یو څه نور کار هم وکړم.
هو، همداسې وه. ژرنده نه وه غلطه شوې. دا ژڼکی په رښتیا هم اېوانچوو ؤ. دی له درو د پاخه عمر سړیو سره ژرندې ته مخامخ ودرېد او ویې ویل:
– دادی، دې ژرندې خپل دوران تیر کړ او خپله سندره یې پای ته ورسوله. اوس کولی شو چې د دې پرځای د برښنا د تولید یو ښایسته ماشین ولګوو. اوبو چې څنګه دا خبره واوریده، سملاسي یې په شړها پیل وکړ او ژرندې ته یې وویل:
– تاته وایم زاړې بوډۍ، خبره خو مې آورې. وایم چې زما لپاره خو بیا هم د کار نوې لارې چارې پیدا شوې. زه به د برښنا ماشین ګډوم او برښنا به تولیدوم. پوهېږې او که نه؟ دا ځای به د برقي ګروپونو پذریعه روښانه وي او دا روشنايي چې زه به یې تولیدوم ټولې لارې، کلي او ښارونه به رڼا کړي او مونږ به یې لدې ځایه ننداره کوو. اېوانچوو د خپل نیکه په څېر ساده ندی چې پر تا باندې دې خپل وخت ضایع کړي. هغه بیخي بل ډول فکر لري. زړې ژرندې یو سوړ آسویلی و اېستو او ویې ویل:
– ای های، نوي وختونه راغلل. هیڅ مو هم له لاسه نه کیږي. بس زما وخت نور ختم دی. زه نور پسې ځم له خیره. ما خپله ایماني او وجداني دنده سر ته رسولې ده. دا چې اوس زما پر ځای د برښنا ماشین لګیږي، هیڅ آفسوس او آرمان نه راته دریږي. خیر دی که زه نه وم. زما پرځای به د برښنا ګروپونه روښانه شي.