غزني ژوند مدني ټولني داسلام دستر لارښود انحضرت محمد ( ص ) دمبارک سیرت په ویاړ یو ورځنی علمې سمینارجوړکړ.
عزیزعظیمي
ژوندمدني ټولنې نن پنجشنبه د۱۳۹۳ لمریز لیږدیزکال د مرغومې میاشتي په پنځه ويشتمه (۲۵) نيټه د انحضرت محمد (ص) مبارک سیرت په ویاړ علمي سمینار ته دغزني ولایت په کچه له مرکزاو ولسوالیو څخه جید علماء، قومي مشران، مدني نهاد ونه ، د پوهنتونواستاذان، زده کړیالان او ځوانان رابللي ؤ په یاد سمینارکې چې په لسګونوکسانوبرخه اخيستي وه دغزني ولایت، دریم پلان دسلطان محمود پوهنتون په تالار کې جوړ شوي وه ، پیل يې له اجنډا سره سم په ۱۰بجو دخوږ غږي او تکړه قاري صاحب ( قاري ګلاب غزنوي) له لوري د قرآن کریم په څو مبارکو ایاتونوسره وکړ.
ورپسي د ژوند مدني ټولني مرستیال محمد فاروق بویا دریځ ته وبلل شو دسمینار ګډونوالوته يې ښه راغلاست ووایو. ورپسي دغزني ولایت پیژندل شوي څيره او تکړه عالم مولوي محمد نادر انس دریځ ته وبلل شو، مولوي صاحب انس د سمینار ګډونوالوته د انحضرت محمد ( ص ) د ژوند، کړنو او اخلاقو اړوند مفصل مالومات ورکړل> ورپسي يې د محمد ( ص ) په سنتورڼا واچوله او همدارنګه یې دقلم ، علم او قرائت په اړه ګډونوالو ته مفصل او په زړه پوري مالومات وړاندي کړل. دسمینار په دویمه برخه کې دقره باغ ولسوالۍ جید عالم مولوي صاحب سید بشیراحمد آغا دریځ ته وبلل شو، په لومړی قدم کې یې دژوند مدني ټولني له بااحساسه ځوانانو څخه مننه او کور ودانی وکړ، د ده په خبره چې په دي بدو شرایطو او دپتنو په وخت کې زموږ ځوانان را پاڅي اود اسلام دستر لارښود انجضرت محمد ( ص ) مبارک سیرت اړوند سمینارونه جوړوي چې یاد سمینارونه اودي ته ورته غونډي دستایلو وړ دي، ورپسي يې دخوږ پیغمبرانحضرت محمد ( ص ) دزوکړي ، سفرونو، کړنو، په خپل قوم کې د ژوند کولو ، له مسلمانانو او همدارنګه کفارو سره دښه سلوک او ژوند تیرولو اړوند مفصل مالومات دسمینار ګډونوالو ته وړاندي کړل، په اخرکې یې زیاته کړه الله دي وکړي چې په راتلونکي کې هم دي ته ورته علمي سمینارونه دځوانانو لخوا جوړشي او دغزني ولایت علماء باید پوره پوره مرسته ورسره وکړي او برخه پکې واخلي. دسمینار په دریمه برخه کې دواغز ولسوالۍ جید او تکړه عالم مولوي صاحب فرید الدین دریځ ته وبلل شو، نوموړي دانحضرت محمد ( ص ) فضیلت د قرآن په رڼا کې وڅیړو، او همدارنګه دخوږ نبي کریم ( ص ) او اصحاب کرام د ژوند اواخلاقوپه اړه يې ګډون والو ته مفصل مالومات ورکړل ، په اخیرکې يې د انحضرت محمد ( ص ) په سنتو با ندي دعمل کولوتاکید وکړ. ور پسي د غزني ولایت قومي مشر مولانا عبدالرحمن حکیمي صاحب دریځ ته وبلل شو، لومړی يې د ژوند مدني ټولني په هڅود نبي کریم ( ص ) مبارک سیرت د سمینارله جوړیدوڅخه مننه وکړه او په سمینار کې يې دګډون په موخه له ټولو علماؤ څخه مننه وکړه چې دسمینار ګډونوالوته يې د انحضرت محمد ( ص ) د زوکړي ، ژوند ، کړنو، اخلاقو او دنبي کریم ( ص ) د ژونداړوند هر اړخیز مالومات وړاندي کړل، ښاغلي مولانا صاحب په اخیرکې دستر لارښود انحضرت محمد ( ص ) اصحاب کرامو دژوند په څو اړخو رڼا واچوله، په اخیر کې يې دغزني ولایت په کچه له علماؤ څخه په کلکو ټکو غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې ځوانان دي ته وهڅول شيي چې دي ته ورته سمینارونه اوغونډي جوړي کړي او موږ اوتاسو باید هراړخیزه مرسته ورسره وکړو تر څو دا دود په غزني ولایت کې دتل لپاره دوام ومومي. ورپسي دغزني ولایت په کچه د آریانا فهام انګلیسي ژبي کورس استاذ عبدالقیوم فهام دریځ ته وغوښتل شو، نوموړي ګډونوالو ته د اسلام د ستر لارښود محمد ( ص ) د ارشاداتوپه رڼا کې ګډونوالوته دسنتواو په سنتو د عمل کولواړوند په زړه پوري مالومات وړاندي کړل او په ټولو مسلمانانو یې غږ وکړچې موږ مسلمانان باید دالله ( ج ) په سپیڅلي کتاب او دالله ( ج ) د نبي کریم ( ص ) په سنتو خپلي منګولي ټینګي کړو، په اخیر کې یې له علماؤ څخه غوښتنه وکړه چې د غزني ولایت په کچه د قرآن کریم تفثیراو ترجمې سمینارونه جوړ کړي. وروسته داندړو ولسوالۍ پیاوړي عالم مولوي سید منیر احمد ته بلنه ورکړل شوه، نوموړي دانحضرت محمد ( ص ) اړوند داحادیثوپه رڼا کې په دریومهمو موضعاتومفصلي خبري وکړي . ۱ – د اسلام د ستر لارښود انحضرت محمد ( ص ) زوکړه.
۲ – خوږ نبي کرین ( ص ) په ۴۰ کنۍ کې په پیغمبري مبعوث شو. ۳ – دنبي کریم ( ص ) غزوي. په اخیر کې یې د دالله ( ج ) په سپیڅلي کتاب اومحمد ( ص ) په سنتو او احادیثود منګولو لګولواو عمل کولواسرار وکړ.
ورپسي مولوي صاحب احمدجاوید ته بلنه ورکړل شوه ، نوموړي دژوند مدني ټولني له ځوانانو څخه خوښي څرګنده او مننه يې وکړه چې دغزني ولایت په کچه يې دګران پیغمبر محمد ( ص ) مبارک سیرت سیمنار جوړ اوداسي جید علماء يې پکي راغونډ کړل، نوموړي داسلام مقدس دين په ارزښتونو مفصلي خبري وکړي او په اخیر کې یې د داسي علمي سمینارونو د جوړیدو غوښتنه وکړه. په اخیرکې ډاکټر صاحب حبیب الرحمن دریځ ته وغوښتل شو، ډاکټر صاحب د انحضرت محمد (ص ) او همدارنګه اصحاب کرامو په ژوندکې دهغوي په وظایفو یوه ځغلنده رڼا واچوله ، او په اخیر کې يې له ټولو علماؤ څخه غوښتنه وکړه چې دغزني ولایت ټول ځوانان باید دي ته وهڅول شي تر څو په داسي علمي سمیناروکې ګډون وکړي. سمیناردماسپښین په ۱:۰۰یوه بجه د دقاري صاحب ګلاب غزنوي په دعايي سره پاي ته ورسیده.