( پنځمه مقاله)
له اخلاقي بحرانه به څنګه راوځو؟
د بل انسان خیر غوښتل، د نورو په غم غمجنېدل او د نورو په خوشحالۍ خوشحالېدل د اخلاقي سلوک اساس جوړوي. د پوزیتویزم Positivism د مسلک موسس اګوست کنت Auguste Conte (۱۷۹۸-۱۸۵۷) وایي چې نوع دوستي د نصیحت په زور په خلکو نه شو منلی، ځکه ځانولي او خودخواهي په انسان کې ډېره زوروره ده. د ده په نظر، د نوع دوستي احساس باید له خپل اولاد سره د مور د محبت له لارې په کورنیو کې ماشومانو ته ورکړ شي. د نولسمې پیړۍ د دغه ستر عالم او مفکر دا خبره اوسنۍ ارواپوهنه هم تاییدوي. د انسان د شخصیت بنیادونه د عمر په لومړیو څلورو، پنځو کلونو کې ایښودل کیږي. هغه څوک چې د مور او کورنۍ د محبت او سړیتوب په سیوري کې لوی شي، د پیاوړي اخلاقي احساس څښتن وي. د جنایت کارو په اړه تر سره شوېو څیړنو ښودلې ده چې دوی د عمر په لومړیو کلونو کې په کافي اندازه محبت نه دی لیدلی. که میندو او کورنیو ته دا وروښودل شي چې خپل ماشومان څنګه وروزي دا کار به د روغ او سالم نسل په رامنځ ته کېدا کې لوی اثر ولري. البته، دغه اثر به هغه وخت لا ډېر شي چې د میندو ژوند په کورنیو کې تر یخ نه وي او تشدد ورسره ونه شي. یوه نالوستې او ناخبره مور چې له غم ،قهر او کینې مالامال ژوند ولري، د اولاد د سم روزلو تمه ورنه په ځای نه ښکاري.
موږ که څه هم خپل ماشوم ته نه وایو چې دروغ وایه، غیبت کوه یا له بل چا غلا کوه خو کله چې دروازه وټکېږي او ماشوم ته ووایو چې ورشه ورته ووایه چې پلار مې نشته، یا د بل چا غیبت کوو، یا په کور کې سره وایو چې دغسې مو پلانی غلط کړ، نتیجه یې دا راوځي چې ماشوم مو دروغو، غیبت او د بل غلطلولو ته مخه وکړي. د تعلیم او تربیې ماهران په دې خبره ټینګار کوي چې د کور مشران که پخپله اخلاقي اصول ونه مني ، ماشومانو ته به یې نصیحتونه اهمیت ونه لري.
اوس ډېر کلونه کېږي چې د افغانستان په ښوونځيو کې د معارف د اصولو په اساس وهل ټکول منع شوي دي، مګر په عمل کې خبره بل ډول ده.
زموږ زوړ تربیتي نظام په وهلو ټکولو ولاړ دی. حمید مومند وایي:
په زړه مهر په خوله قهر زوی ته بویه
څه ښه وايي چېرته ډب هلته ادب
یوسف هاله ښه لایق د پادشاهیه
چې یې وخوړې څپېړې د غضب
او شیخ سعدي هم ویلي دي چې : جور استاد به زمهر پدر. حکومت او غیردولتي موسسو ته پکار دي چې کورنیو ته د صحي معلوماتو د ورکړې په څنګ کې هغوی د ماشومانو د روزنې او د تشدد د زیانونو په اړه هم له ضروري علمي حقایقو خبرې کاندي.
زموږ د مکتب په کتابونو کې که څه هم ماشومانو ته ډېر ویل کېږي چې ښه کوئ، بد مه کوئ خو دغه لیکنې ډېرې اغیزمنې ځکه نه دي چې معمولا د وچو او نېغو نصیحتونو بڼه لري. راځئ دلته د مثال لپاره د افغانستان د دویم ټولګي د دري یو لوست سره ولولو:
اخلاق نیک
۱- اخلاق نیک عبارت از امانت داری، راستکاری، احترام به بزرګان ، شفقت برکودکان، کمک به ناداران ، وفا به عهد ، نرم ګویی و غیره کارهای خوب می باشد.
۲- پیغمبرخداوند ( جل جلاله) حضرت محمد ( صلی الله علیه وسلم) دارای اخلاق بسیار عالی بودند. به اخلاق نیک خود همه مردم را دوست ساخته بودند.
۳- اخلاق نیک قدر وعزت انسان را زیاد می سازد.
ای برادر ګرخرد داری تمام
نرم و شیرین ګوی با مردم کلام ( یادونه: دغه کتاب په ۱۳۸۴ کې تدریس کېده او هغه وخت مې را اقتباس کړ.)
ایا ماشوم کولای شي چې له دغو تجریدي مفهومونو، ښه چال چلند زده کړي؟ ایا په دومره وچ طرز لیکلې خبرې له اخلاقي ژوند سره د ماشوم مینه پیدا کولای شي؟ ایا ماشوم به دومره ډېر اخلاقي مفاهیم صرف په یو څو کرښو کې زده کړي؟
د شلمې پیړۍ نامتو عالم او فیلسوف برترند راسل چې د سولې د ټینګېدو په باره کې یې ډیر غور کړی دی، باوري دی چې په اوسني انسان کې لا د خپلو ښکاري نیکونو ډېر خویونه شته . د دې لپاره چې تشدد او خونریزي کمه شي، ورزش او په تېره بیا هغو ورزشونو ته چې هیجان پکې ډېر دی، توجه پکار ده. د زلمو او زلمکو لپاره د ورزش د امکاناتو برابرول به د نرمو، اجتماعي او اخلاقي وګړیو په روزلو کې لوی لاس وکړي.
د ماشوم د روزنې په باره کې د راسل خبرې ډېرې با اهمیته دي. دی چې روزنه باید ماشوم ته د خوشحالۍ احساس ورکړي؛ روزنه باید ماشوم ونه وېروي او وارخطا یې نه کړي بلکې شجاعت او په ځان باور وروبخښي؛ روزنه باید ماشوم کنجکاو او متجسس کاندي او د زړه په کرونده کې یې د مینې او جذبې زړی راوټوکوي.
د مصر نامتو لیکوال ډاکتر طه حسین لیکلي چې مهذب انسان هغه دی چې د بېلو بېلو زمانو او د بېلو بېلو سیمو د خلکو او کلتورونو په مقابل کې د پردیتوب احساس ونه لري.
د تعلیمي نظام مقصد باید دا وي چې مهذب کسان وروزي خو څرنګه چې زموږ ښوونیز نظام کمزوری دی او له بلې خوا له مکتبه بهر کتابونه چې زموږ ځوان کهول له مختلفو زمانو او سیمو سره وصل کړي، په تېره بیا په پښتو ژبه کې بیخي لږ دي، نو نتیجه دا ده چې د وچو فکرونو خاوندان راکې ډیر دي.
په کابل پوهنتون یا د هیواد په نورو پوهنتونونو کې داسی ګڼ محصلان وینو چې د هغې زمانې له درکه عاجز دي چې پکې اوسي او د نورو سیمو او نورو زمانو د خلکو د فکرونو او کلتورونو په مقابل کې یې د پردیتوب احساس دومره پیاوړی دی لکه سورپوستي انسان چې په لومړي ځل سپین پوستی انسان ولید او حیرانۍ واخیست.
زموږ د اخلاقي تربیې یو لوی مشکل دا دی چې ډېره تکیه مو په ظاهري کنټرول کړې ده. د لېسې معلم به هلک ته څپېړې ورکوي چې ولې دې ویښتان اوږده دي او د لېسې معلمه به د نجلۍ دستکول تالاشي کوي چې مثلا د آرایش سامان پکې ومومي او ورمات یې کړي. په وګړیو باندې د فشار له لارې د هغه څه منل چې اجتماعي او اخلاقي ارزښتونه یې بولو، په ظاهره اکثره وخت مثبته نتیجه ورکوي، خو په حقیقت کې د ټولنې اخلاقي بحران زیاتوي. په اخلاقي تربیت کې کامیابي دا نه ده چې په یو چا باندې په زور یو ارزښت ومنو، کامیابي دا ده چې هغه کس دا ارزښت د زړه له تله راسره ومني.
د زور له لارې د ارزښتونو منل، درې ډوله نتیجې لري: یا مقابل لوری له خپلې خوښې او خپل نظره تېرېږي او د زور خاوند ته تسلیم کېږي. تسلیم شوی کس د خپل شخصیت او هویت په بدل کې د زور د خاوندانو امرونو ته غاړه ږدي او دا لوی تاوان دی. تسلیم شوی کس د فکر کولو او ابتکار کولو صلاحیت له لاسه ورکوي او په ګوډۍ او ګوټک بدلېږي. دغسې کسان د زور تابع وي، د زور او حق توپیر نه کوي او سبا چې زور له بل چا سره وي، د هغه په خم کې ځان رنګوي.
بله نتیجه یې د مقابل لوري پرخاش دی. دغه پرخاش او توند غبرګون هم ټولنې ته تاوان پېښوي ، هم پرخاش کوونکي ته.
دریمه احتمالي نتیجه یې په مقابل لوري کې د ریا او تظاهر د عادت پیدا کېدل دي. نجلۍ به د معلمې مخ ته په آرایش پسې بد وایي خو پسې شا به آرایش لازم ګڼي. خوشحال خټک فرمایي:
دور د اورنګ دی د ریا زاهدان ډېر دي
پټه په لستوڼي د شرابو ډک مینا وړه
تر خوشحال خټک دمخه حافظ ویلي وو: پنهان خورید باده که تعذیر میکنند.
له اخلاقي بحران سره د مقابلې لپاره یو بل ضروري اقدام له قاتلانو او غلو سره مقابله ده. په تېرو څو ویشت کلونو کې په لکونو افغانان ووژل شول او ډیر زیات لوټ او تاوان وشو. تر هغو چې حکومت د غلو او قاتلانو د محاکمې لپاره ګام وانه خلي، د غلا او قتل مخه نه نیول کېږي.
په وروستیو کلونو کې چې د ټولنې اکثره مشران په غلا بوخت دي ، غلا د هوښیاري نخښه ګرځېدلې ده. په اوسني کابل کې به له ډېرو کسانو مثلا واورې چې: (پلانی هوښیار سړی دی، ځان یې جوړ کۀ.) له دې جملې څخه اکثره وخت منظور دا وي چې غلا یې وکړه او ثروت یې پیدا کړ.
سیاسي حالاتو زموږ په اخلاقي نظام باندې ژور اثر کړی دی. د مثال لپاره به د فاټا ( قبایلي علاقه) ًپه اړه څو خبرې وکړو. د افغانستان او پاکستان تر منځ غځېدلې اوږده سیمه چې په اوو ایجنسیو ( باجوړ، مومند، خیبر، اورکزي، کورمه، شمالي وزیرستان، جنوبي وزیرستان) او شپږو سرحدی علاقو ( د پیښور، بنو، کوهاټ، ټانک، لکي مروت او دیره اسماعیل خان قبایلي علاقې) وېشل شوې ده، د درې، څلور میلیونه پښتنو ټاټوبی دی. فاټا د شلمې پیړۍ له پیله ( له ۱۹۰۱ څخه ) د فرانټیر کرایم ریګولېشن ( اف، آر ، سي) په ذریعه اداره کېږي. انګریزانو چې تر خپل کنټرول لاندې سیمو باندې د حملو وېره ورسره وه، دغه قانون ( اف، آر، سي) د دې لپاره نافذ کړ چې قبایلي سیمې له تمدنه لرې، وروسته پاتې او له شاوخوا بېلې وساتيٍ او په دې ډول د برطانوي هند او افغانستان تر منځ یو لوی دېوال ودروي. کله چې پاکستان جوړ شو، پاکستاني چارواکو هم دا په ګټه وګڼله چې قبایلي سیمې بې سړکونو، بې انکشافه، بې تعلیمه، بې انتخاباتو، بې سیاسي ګوندونو او بې عصري حکومتداري وي او په دې ډول د صوبه سرحد ( چې وروسته بیا خیبر پښتونخوا شو) او افغانستان تر منځ د تجارت او تګ راتګ په لاره کې محدودیتونه په خپل حال پاتې شي. له قبایلو سره شوي سلوک نه یوازې دغه سیمه محرومه وساتله بلکې د شاوخوا پښتنې سیمو په اجتماعي او اقتصادي انکشاف یې هم بد اثر وکړ. مونږ په دې مقاله کې د خپلې ټولنې په اخلاقي نظام خبرې کوو. لکه څنګه چې مخکې هم اشاره وشوه تر ټولو لویه بداخلاقي د قتل کول دي. د قبایلي علاقې ( علاقۀ غیر) له جوړېدو وروسته که به په شاوخوا سیمه کې، مثلا په خوست، په پیښور، په بنو یا جلال اباد کې چا قتل وکړ یا به یې بل جرم وکړ، علاقۀ غیر ته به وتښتید او د قانون له منګولو به وژغورل شو. په قبایلي سیمه کې چې عصري حکومت نه و، د انتقام او بدل اخیستلو کلتور پیاوړی پاتې شو او ټولنه وار په وار خشنه شوه. په تېرو څو کلونو کې لویدیځ شکایت کوي چې قبایلي سیمه د ترهه ګرۍ ځاله ده، خو د دوی لیکوال، ژورنالیستان او محققان په دې باره کې پټه خوله دي چې فاټا چا جوړه کړه ؟ او که د فاټا غوندې تشکیلات د لندن په څنډه کې وای، هلته به د امنیت څه حال و؟
په پښتني ټولنه کې له اخلاقي بحران سره د مقابلې لپاره ځينو سیاسي اقداماتو او منجمله له فاټا سره د یوسلو څوکلنې بې انصافۍ ختمېدو ته اړتیا ده.
البته، له اخلاقي بحران سره د مقابلې لپاره دغه وړاندیزونه یوازې د کار یوه برخه ده، که خواري ډېره وي، که امنیت نه وي او که وګړي ازاد نه وي، سالم اجتماعي نظام نه شي جوړېدلی. حضرت علي کرم الله وجه ویلي دي چې : وږی نس ایمان نه لري. هغه ټولنه چې خپل مجرد زلمي ته د جنسي اخلاقو توصیه کوي خو د ولور د کمېدو او د واده د مصارفو د کمېدو غم یې نه کوي، هسې هوا ګزوي. برترند راسل وایي: ( ازادي، اعلی خیر دی.ځکه پرته له ازادي شخصیت ممکن نه دی وده وکړي. د نن ورځې ژوند او علم دومره پېچلي دي چې یوازې د ازاد بحث له لارې کولای شو چې له تېروتنو او وهمونو راووځو او حقیقت ووینو. پرېږدئ چې خلک او ان د ټولنې لارښوونکي بحث او مشاجره وکړي . له دغو بېلو بېلو نظرونو یو نرم باور پیدا کېږي چې په اسانه وسلې ته لاس نه وروړي. جنګ او کینه د وچو باورونو زېږنده ده. د فکر او خبرو ازادي به په مغزونو باندې د وهمونو او خرافاتو پرتې دوړې وڅنډي.)
که څه هم زمونږ اساسي قانون د بیان ازادي تضمین کړې ده خو ایا زموږ د ټولنې اخلاقي نظام هم د بیان ازادي ته قایل دی؟ ځواب منفي دی. زموږ ټولنه په ریا او په دروغو کې غرقه ده. مونږ چې په کورونو، په کلیو، په ښوونځيو، په مدرسو او په ټولنه کې صرف د هغو خبرو د اورېدلو حوصله لرو چې خوښېږي مو، نتیجه یې دا ده چې نه له جنګه راوتلای شو، نه د حقایقو په موندلو کې برخه لرو او نه د وګړیو په حیث راته اخلاقي کمال ته رسېدل آسانه دي. اخلاقي کمال ته ځکه نه رسېږو چې د بیان د ازادي او د فردي ازادیو د محدودیت په وجه مو په ظاهر او باطن کې ډېره فاصله ده. د بیان او فکر له ازادي پرته د حقایقو کشف خورا مشکل دی. که زما له نظر سره د مخالفت کولو اجازه نه وي، ټولنه به څنګه پوهېږي چې زما نظر سم دی که ناسم؟ که د بیان ازادي نه وي زه به د خپل نظر کمزوري اړخونه څنګه اصلاح کوم؟ او بالاخره که زه ټګ او تیریګر نه یم او د خپل نظر په سموالی په رښتیا ډاډه یم، نو د مخالفې خبرې له اورېدو ولې ووېرېږم؟