کوټې شورا د طالبانو محلي قوماندانانو ته امر کړی چې داعش ته د فعالیت هر ډول زمینه برابره کړي، د دوی راغلو کورنیو ته پخپلو کورونو کې ځای ورکړي، ستراتېژیکو سیمو ته په ننوتو او د جنګیاليو په استخدام کې ورسره مرسته وکړي.
کله چې په خاک افغان ولسوالۍ کې طالب قوماندان خالد اخندزاده له داعشیانو سره په شخړه کښېوت، له کوټې شورا ورته امر وشو چې فوراً همکاري وکړه. دغې ډلې وروسته اخندزاده ته وویل: ((خبر یو چې ستا وروڼه طالبانو کې شهیدان شوي ګني ستا په څېر کسان په ثانیه کې وژنو)). اوسمهال منصور دادالله هم خاک افغان ته را استول شوی چې د داعش جنګيالي او کورنۍ یې ځای پر ځای کړي.
د داعش محلی قوماندانو هم ویلي، ملا عمر به سیمه ییز مشر وي او ټول بهرني جنګیالي به یې تر قوماندنې لاندې وجنګېږي.
څارونکي وايي، د داعش ملاتړي د داعش له وحشي او جنګي نوم څخه په استفادې غواړي افغان دولت مخالف لوري ته روحیه او د حکومت لوري ته ګذار ورکړي، خو اساساً دا په بله بڼه د طالبانو دوام دی.
هغه مراسلات بربنډ شوي چې د کوټې شورا او په افغانستان کې د جنګي طالب قوماندانانو ترمنځ په تېرو دوو میاشتو کې تبادله شوي دي. ددغو لیکونو محتوا په ډاګه طالبانو ته هدایت کوي، چې داعش جنګیالیو ته له مزاحمت څخه لاس واخلي.
اګر چې هم طالبان هم داعش جنګیالي او هم پاکستان هڅه کوي طالب او داعش دوه جلا جریانونه معرفي کړي خو په باطن کې یوازې د طالب عنوان د بدلېدو هڅه کېږي او ښايي د جنګ او چلند بڼه یې متفاوته وي.
زابل ولایت لومړنۍ دروازه ده، چې داعش کاروان ورته ننوتی دی. د ارغنداب پر سیند د پرتو ولسواليو په ډېرو ستراتيژیکو موقعیتونو کې ځای پر ځای شوي دي. راپورونه وايي چې لومړی یې کورنۍ راغلې، ورپسې یې وسلې په کتارونو کې یادو سیمو ته راوړل شوې دي. اوس په زابل کې ملا منصور دادالله د داعش د سمبالولو او ځای پر ځای کولو مسوولیت لري. سملاسي نوموړی په خاک افغان کې دی. دی پخوا په دې تور د ملا عمر له خوا د طالبانو له لیکو ایستل شوی و، چې له القاعده سره د اړیکو د پرېکون امر یې نه مانه. دی د طالبانو او القاعده د روابطو پُل دی.
د داعش په نامه طالب جنګیالي سملاسي په ډیری لرې پرتو سیمو کې د مېرمنو او ماشومانو په جلب او جذب بوخت دي او له دوی سره راغلې اکثره مېرمنې هم وسلې ګرځوي.
په تازه دستورونو کې داعش د زابل خلکو ته امر کړی چې کمره لرونکي تلیفونونه ونه ګرځوي ځکه چې دا د جاسوسۍ وسایل دي او که له چا سره ونیول شي سملاسي به یې سر غوڅ کړای شي.
پر طالبانو د پاکستان د تسلط د معمول په شان داعش هم په افغانستان او قبايلي سیمو کې کاملاً د ای اس ای تر نظارت او مستقيمې لارښوونې لاندې دی، بېلابېل عوامل دي چې دا تړاو په اثبات رسوي:
۱ ـ طالبانو نور ابتکار له لاسه ورکړی و، یو دوامدار جنګ یې کولای شو خو موازنه یې نشوه ګډوډولای نوځکه د داعش په نوم نوې وسيلې ته لاس وغځول شو.
۲ ـ طالب د پاکستان د لمنې داغ و، خو د داعش د ملاتړ تور ځکه په پاکستان نشي پورې کېدای چې ظاهراً یوه نړیواله پروژه ده.
۳ ـ نړیوال له دې جګړې ستړي شوي وو تردې نامه لاندې ښايي نړیوال جنګیالي او پاکستاني افراطیان هم د پاکستان له خوا وجنګول شي.
د پاکستان په باور دا به ډېر وخت واخلي او ډېر امکانات به وغواړي چې داعش د پنجاب پروژه ثابته کړل شي.
پاکستان له ډېره وخته ځينې بهرني جنګیالي ساتلي وو، چې هېڅ نوم یې ندرلود خو د القاعده پاتې شوني وو. له دوی سره کورنۍ او خېل خانې دي. دا د هغو ازبک، چچين ، عرب، ترک او نورو بهرنیو جنګیالیو کورنۍ دي چې پاکستان یې خپله زیان وليد، اوس یې د داعش په سلسله کې افغانستان ته راوکوچول. د دوی اکثره د طالبانو د واکمنۍ هم پرمهال په افغانستان کې د لومړي جنګ تجربه لري او هغه ماشومان یې اوس د جنګ نوی ځواک دی چې د طالبانو د تحريک پر وخت یې عمرونه د لسو پنځلو خواوشا کې وو، خو د جنګ قومانده بیا له دوی سره ده.
د افغانستان یو دولتي مقام د حکومت د لومړي مرستیال له قوله وايي، جنرال دوستم ويلي چې په راتلونکو اوو ورځو کې به د طالبانو پرضد پراخ عملیات پیل کړي.
Na pohegoo che sa rawan dee. Kho che harsa dee da Pakistan ao Afghanistan da olas da para da preshanai khabara da.