تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي چې په وروستیو ورځو کې یې په پلازمېنه کابل کې ۱۷۴ مشکوک وسله وال مخالفان نیولي دي.
د کابل امنیه قومندان عبدالرحمن رحیمي وویل، نیول شوي کسان له تروریستي ډلو سره په همکارۍ، غلاوو، برمته ګرۍ او نورو جرمونو کې په لاس لرلو تورن دي.
رحیمي همداراز وویل چې د نیول شویو کسانو لپاره دوسیې پرانستل شوي او پوښتنې – ګروېږنې ورڅخه پیل شوي دي.
د کابل پولیس وايي چې تر پوره امنیت پوري به د تروریستانو پر ضد عملیاتو ته دوام ورکړي.
له بلې خوا د کورنیو چارو وزارت وايي چې امنیتي ځواکونو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بېلابېلو سیمو کې د دولت تر ۳۰ زیاتو وسله والو مخالفانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د کورنیو چارو وزارت په وینا دا عملیات په غزني، کونړ، هرات، پکتیا، پکتیکا، کندهار، بلخ او خوست ولایتونو کې شوي دي.
له دې جلا ملي اردو وايي چې په کونړ ولایت کې د دولت ۶۰ وسله وال مخالفان وژل شوي دي.
د سېلاب قول اردو ویندوی نعمان عاطفي وویل چې دا کسان په دانګام ولسوالۍ کې د «سور توپان» په نوم د عملیاتو په لړ کې وژل شوي دي.
ده دا هم وویل چې د عملیاتو په ترڅ کې د دانګام ولسوالۍ یو شمېر سیمې د دولت د وسله والو مخالفانو له کنټروله ووتلې.
خپلواکو سرچینو د دغو ادعاوو په اړه څه نه دي ویلي.