افغانستان-خوست
ولايت مقام-دعامه اړيکو دفتر
نېټه:٢٧-١٠-١٣٩٣
اعلاميه
داسلام د ستر پيغمبر ص د کارتون خپرول د وحشي او جاهلو کسانو کار دى
په فرانسې کې د شارلې ايبډو مجلي له لوري د اسلام د ستر او خوږ پيغمبر ص
د کارتون خپرول د ټولو بشري اصولو او اخلاقو خلاف عمل او دا ناروا عمل په
هغه هېواد کې د وحشي او جاهلوکسانو کار دى، په ټينګه يې غندو.
دې نړۍ ته د اسلام دستر لارښود او پيغمبر ص په راتګ سره بشريت د
جاهليت،بدمرغۍ او بې عدالتۍ له منګولو وژغورل شو او په ټوله نړۍ د رېښتني
انساني ژوندانه رڼا خوره شوه،حضرت محمد ص داسې منل شوى لارښود شخصيت و او
دى چې د درستې نړۍ علماوو يې شخصيت منلى او ورته درناوى لري.هر هغه څوک
چې د بشريت دستر لارښود لارې او شخصيت ته سپکاوى کوي،په واقعيت کې
دانسانيت او بشريت سره دښمني کوي .
چا چې د اسلام دستر پيغمبرص کارتون نشر کړى، هغه په څرګنده وحشي او جاهل
انسانان دي،د بيان ازادي دقانون په چوکاټ کې خپلې وروستۍ کرښې لري هيڅ
څوک حق نه لري چې له دې حق څخه په ګټې اخيستنې سره اسلامي ارزښتونو ته
زيان ورسوي لکه څرنګه چې داسلامي نړۍ ټول ملتونه په نړۍ کې ټولو ارزښتونو
ته درناوى لري نو له نورو هم دا غوښتنه کوو چې په خپلو هېوادونو کې وحشي
او جاهلو کسانو ته اجازه ورنه کړي چې په يو اوبل نوم سره اسلامي ارزښتونو
او مقدساتو ته سپکاوى وکړي او د ارزښتونو او تمدنونو ترمنځ جګړې ته لاره
هواره کړي.
خوست ولايت مقام،علماوو شورا،ولايتي شورا،سولې ولايتي کمېټه او دخوست
ولايت ټول ولسونه د وحشي او جاهلو کسانو دغه ناروا کړنه په ټينګه غندي،
دفرانسې له حکومت غوښتنه کوي چې ياده مجله بنده او کارکوونکو ته يې سخته
جزاء ورکړي او له دې وروسته په ياد هېواد او نورو هېوادونو کې هيڅ چاته
دا اجازه ورنه کړل شي چې اسلامي ارزښتونو ته څوک سپکاوى وکړي.
عبدالجبارنعيمي
دخوست ولايت سرپرست والي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *