ډاکتر احسان الله درمل په روشنګرې کې د جدي پر ۲۵- مه د طب او ټولنې پر رابطه لکچر وړاندې کړ.

ډاکتر درمل د یوه ځوان مفکر په توګه تل د مختلفو علومو او هنرو تر منځ د هېښوونکو اړېکیو د کشف هڅه کوي.

د تېرې اونۍ په روشنګرۍ کې یې د طبپوهنې او ټولنپوهنې تر منځ پر روابطو علمي بحث وکړ، ده وویل چې ټول هغه سیسټمونه چې د یوه انسان په ارګانیزم کې فعال دي نو بشري ټولنه هم ورته جوړښت لري، داسې چې د یوه انساني ارګانیزم واحد حجره او د تولنې واحد فرد دی، د حجرو له مجموعې څخه نسج او د افرادو له یوځای کېدو څخه کورنۍ، له انساجو یو ارګان جوړېږي او له کورنیو ټولنه، له بېلا- بېلو ارګانو څخه یو مکمل ارګانیزم او له مختلفو ټولنو بیا لویه بشرې جامعه جوړېږي.

ډاکتر درمل اعصاب د انساني ارګانیزم پاچا وباله او پراخه تشریح یې ور کړه چې په څنګه حیرانوونکي ډول ټول وجود کنټرولوي او ساتي، ده زیاته کړه چې که د بشرې ټولنې مشر هم د ټولنې ارګانیزم ته ورته پام ونکړي هر څه ګډوډېږي.

1درمل د اعصابو دا عجایب خصوصیت هم تشریح کړ چې که د د باندې له خوا هر کمانډ ورکول شي هغه کوي، مثال یې ور کړ چې که تاسو ووایاست چې وطن نه جوړېږي نو ستاسو مغز همدغه کار کوي او وطن به مو هېڅکله جوړ نشي او که مو وویل چې جوړېږي نو بیا خا- مخا جوړېږي.

ده په اخر کې وویل چې بې هدفه او بې ارمانه خلک هېڅکله پرمختګ نشي کولای ځکه ‌ذهن یې نه پوهېږي چې د ده لپاره څه وکړي خو په وړاندې یې هدفمن کسان همېشه بریالي وي.

راپور: عصمت بهیر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *