هميم جلالزی –

څلور په رنګ تازه او په غوښه پټ ځوانان د سلماني يوه دېوال ته پر غزېدلې اوږده لرګينه څوکۍ ناست ول، څلور واړه داسې بوخت و چې په سلماني کې نورو کسانو ته يې هېڅ فکر هم نه وه.

په لوړ غږ تود بحث روان و، داسې لکه دوی چې ګمارل شوي پر يوه مهمه موضوع بحث وکړي او بيا يې نتېجه خپل توند مزاجه مدير ته ورسوي. خو په اصل کې دوی پر طالباني ترانو ګړېدل.

پښتو ژبه په دې وروستيو کې د سندرو او ترانو له کبله خورا بډايه شوې ده. د کابل په هر ټلويزيون کې چې ګورې ناپښتانه به پکې پښتو سندرې وايي، او د تلفظ ستونزه يې کله کله حتی مانا ته هم بدلون ورکوي.

د نامتو عبدالغفور لېوال يو خوږ شعر يوه پښتانه او يوه پاړسيوان سندرغاړي ويلی دی تر هغه پرې نه پوهېدم چې يوه بل ملګري راته په ورو ورو تکرار نه کړ. غواګانې مو له شيدو….

ماته وروسته معلومه شوه چې د سندرغاړو ناسم تلفظ زما ملګری غوسه کړی و او ده بيا د شعر په کره کتنه پسې را اخيستې وه. زما د ملګري نيوکه د شعر پر دې بند وه، چې بډه دې له پيازو ډکه اوسه ، دې ته ژوند وايي….

ملګري مې ويل چې ولې خلک په تيارو کې وساتو، ايا دا ژوند دی چې په ۲۱مه پېړۍ کې هم پياز په بډه وګرځوو؟

د طالبانو ترانې هم ټولې پښتو دي، تر اوسه پورې په کليو کې ټليفونونه ترې ډک ول او اوس ښارونو ته هم راغلې دي. د کليوالو محصلينو به دوه مموري کارډونه ددې لپاره له ځان سره ګرځول چې په يوه کې به د طالبانو ترانې او په بل کې له ۲۰۰۱ کال وروسته نوې سندرې خوندي و. د جغرافيا په بدلون سره به دوی هم خپل مموري کارډونه هماغسې بدلول چې کېدای شي په کوم ځای کې په ښه ور شي.

په سلماني کې ناستو ځوانانو د طالبانو ترانې اورېدې او ژر ژر به يې بدلولې رابدلولې داسې چې ته وا کومه يوه ترې ورکه ده او يا د خپلې خوښې کومه سندره رااړوي.

ټول راته نيمه باسواده ښکاره شول. له طالباني ترانو سره لېوالتيا يې راته دومره د سوال خبره نه وه لکه د دوی په څېر د يوه لوی نسل برخليک چې و.

يوه ورځ په سفر کې له يوه موټر چلوونکي سره په خبرو وم، ويل يې د کلي ملا يې ويلي چې که چا طالب يا ملا وښکانځه، نو ښځه پرې طلاقه ده.

د فقهې هغه ټول کتابونه مې سترګو ته ودرېدل چې د نکاح او طلاق پر موضوعاتو ليکل شوي او په مدرسه کې مې ويلي و. له موټر چلوونکي سره د ډېر بحث پر ځای مې يوازې دومره ورته وويل چې ما هم ديني درسونه ويلي دي داسې کومه مسله نشته.

ځوان د ملا خبره له زړه منلې وه او زما تبصره ورته هسې بابيزه ښکاره شوه. د موټرچلوونکي ځوان مانادار کاته راته داسې ښکاره شوه لکه دده همځولی نسل چې ټول راپورې خاندې.

زما زړه کې تمه وه چې ځوانان ګوندې د ترانو پر منځ پانګه هم غږېږي خو دوی تر اخره پورې په دې پورې نښتي ول چې دغه ترانه د دوی په وينا په کوم طرز کې ويله شوې او هغه په کوم کې.

د طالبانو د ترانو منځپانګه خو ټولو ته معلومه ده چې څنګه وي. يو وخت يو ملګري د طالبانو يو دوه ترانې راواورولې. په يوه ترانه کې يې ملا ته د دوو درو ځناورو خطاب کړی و او ترانه په اصل کې طالبانو د يوه حکومت پلوي ملا په مذمت کې ويلې وه.

زما د مدرسې د وخت ملګري يوې نړيوالې رسنۍ ته پر همدې ترانو کومه ليکنه کوله. ترې ومې پوښتل چې دا ترانه يې چاته ويلې لومړی يې ټوکه وکړه ويل يې ((مخاطب يې خاص دی خو مصداق يې عام دی)) وروسته يې راته کيسه وکړه چې دا پلاني ځای کې کوم ملا ته ويلې ده.

کونج ته په لګېدلي واړه ټلويزيون باندې توره پټه روانه وه. ((ديني عالمانو په بېساري کچه د ملي امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړ.)) زما لپاره ښه خبر و. د پي کې(PK) فلم يوه صحنه راياده شوه چې څه شی خبر دی او څه شی نه دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *