د سمندر غاړې ته په شګو کې ودریدم، له لرې یوه وړه څپه راتله، دوې شوې، درې شوې….اووه شوې.

د سیګل مرغه کغ کغ شو، د څپو شمیر یې راګډوډ کړ. مرغه په اوبو کې مښوکه ننویسته او یو کوچینی کب یې ورسره پورته کړ.

راوګرځیدم. د اوبو غاړې ته د کبانو دوکان ته ودریدم. کب مې ترې وغوښت. دوکاندار یو کوچینی ماهي پر تیغنه واچاوه. د وریتي شوي غوښې بوی شو. ما لمر ته وکتل لکه یوه سره تیغنه چې په اوبو کې کوزیږي. دوکاندار ته مې وویل:

– لمر وینې

پرته له دې چې غروب ته ورګوري راته وې ویل:

– کلونه وشول چې د جولای په میاشت کې دغه وخت لمر همداسې ښکاري

– څو کاله وشول چې دلته کبان خرڅوې؟

دوکاندار کب پر تیغنه راواړاوه:

– نولسم کال مې دی

د ده سپینو ټیکونو ته مې وکتل:

– ژوند ژر ژر تیریږي ډير ژر

ده سور کړی کب په یوه ګرد کاغذي ډبي کې کیښود:

– ته دغه کب ګوره سهار لا ګرځیده

پیسې مې ورته ونیولې، سور کړي کب ته مې وکتل، وړوکی راته ښکاره شو، هغسې کوچینی راته ښکاره شو لکه کوم کب چې سیګل په مښوکه کې اخیستی و. کب مې اوبو ته واچاه او د هوټل کوټې ته راغلم. سترګې مې پټې کړې، لکه ګڼ ستورې چې راته ښکارې خو نه سهیي کیږي.

شرنګ شرنګ شو. د موبایل ساعت شرنګیده له کړکۍ مې وکتل. د سمندر اوبه د لمر وړانګو ته ځلیدې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *