ادبي فنون د ادبپوهنې یوه پیچلې موضوع ده، زموږ د ادبیاتو پوهنځيو محصلینو ته په څلورو سمسترونو (دوو کلونو) کې د همدې موضوع بیلابیلې برخې تدریسیږي، خو لا یې هم د فنونو ټولې برخې په بر کې نه دي نیولي.
پورتنۍ خبرې د خوست شیخ زاید پوهنتون د ژبو او ادبیاتو پوهنځي استاد ظاهرشاه زهیر، د خوست ادبي بهیر په نوبتي غونډه کې د خپل لیکچر په سر کې وکړې.
د استاد د لیکچر موضوع په عموم کې د فنونو پیژندنه او ارزښت ؤ.
فنون چې د فن جمع ده – د علم، هنر، پیشې، کار او نورو معناوو په توګه راغلي او په اصطلاحي توګه هغه پوهه ګڼل شوې، چې د ادبي بیان ښیګړې او ښکلاوې راپیژني او د دې ترڅنګ له موږ سره د فصاحت او بلاغت په پوخوالي کې مرسته کوي.
استاد یې د لا وضاحت له پاره د ارواښاد کاندید اکاډمیسن استاد محمد صدیق روهي دغه مثال راوړ، چې وايي: کله چې د مهارت خاوند خپل استعداد مادې ته وقف کړي، نو کسبګر ترې جوړ شي او کله یې چې ښکلا او ظرافت ته وقف کړي، نو هنرمند شي.
استاد زهیر د خپل لیکچر په دوام کې وویل، چې فنون درې عمده څانګې (بدیع، بیان او معاني) لري:
بدیع، چې د ادبي کلام لفظي او معنوي ښکلاوې راپیژني، پر همدې اساس پر دوو برخو ویشل کیږي:
۱. لفظي ښکلاوې: کله چې د لوستونکي یا اوریدونکي ذهن لومړۍ لفظ ته ځي:
مثال یې: د رنځور ماشوم په شان مې تاته راوړ – چې په دم دی، ستا په دم دی زما روح (کاروان)
۲. معنوي ښکلاوې: کله چې د لوستونکي، یا اوریدونکي ذهن معنا خوا ته ځي:
مثال: ستا باڼه مې د زړه جیب کې وهي ګوتې – لکه شوخ ماشومان څومره بې ادب دي (کاروان)
خو د یادونې وړ ده، چې په یو بیت کې څو صنعته، څو تشبیهات او څو ښکلاوې راتلی شي، خو حساب پر هغه برخه کیږي، چې تر نورو پکې ښکاره او غښتلې وي.
استاد د ادبي فنونو دویمه عمده برخه (بیان) یاده کړه، چې د وضاحت او څرګندولو په معنا ده او پر بیلابیلو لارو د یوې واحدې معنا د څرګندولو په موخه استعمالیږي.
بیان خپله درې عمده برخې (تشبیه، مجاز او کنایه) لري، چې دا هر یوه بیا څو څو برخې لري.
استاد زهیر همدلته د ادبي فنونو زده کړه مهمه وګڼله، چې که یو شاعر د بیان له دې ټولو برخو سره بلد وي، نو شعر به یې د ښکلا له پلوه ډیر لوړ وي، ځکه له تشبیه استعاره او له استعارې کنایه خوندوره ده.
ده د بیلګې په توګه د ارواښاد قلندر مومند یو بیت ذکر کړ، چې استعاره پکې کارول شوې:
ټوله شپه د یو بې لوظه انتظار کې – د بڼو په سر مې شمعې بلیدلې
په دې بیت کې شمعې د اوښکو له پاره راوړل شوې، چې باڼه یې قرینه (نښه) ده.
د کنایې له پاره په نثر کې دا بیلګه (د احمد د کور ایرې ډیرې دي) راوړل شوه، چې له څو پړاوونو وروسته د احمد پر سخاوت پریکړه کوي او دې جملې په خپل لنډ وجود کې ډیرې خبرې ځای کړي.
د ادبي فنونو دریمه عمده برخه (معاني) چې د معنا جمع ده او د یو څه د پای او زر مقصد ته رسیدو په معنا استعمالیږي، هدف یې د حال او وخت له غوښتنې سره د خبرو کولو او وینا چل ښودنه ده.
د ابي فنونو تر عمده برخو واضحولو وروسته استاد په شعر کې پر وزن خبرې وکړې، چې د پښتو شعر له پاره تر ټولو مهم ګڼل کیږي، ولې تر اوسه پام وړ کار نه دی پرې شوی.
وزن، چې د انګلیسي د (ریتم) او د عربي د (بحر) ژباړه ده، په شعر کې د څپو د منظم تکرار او د څپو ترمنځ ټاکلي فاصلې راښيي.
استاد وزن عموم کې په دوو برخو (کمي او کیفي) وویشه، چې کیفي هغه یې بیا درې برخې (سیلابیک، تونیک او سیلابوتونیک) لري. او وروستۍ برخه یې په پښتو شعر د تطبیق وړ ده، ځکه پښتو شعر هم د څپو او هم د خج (فشار) له اړخه وزن کیږي.
د استاد زهیر وروستۍ خبرې پر قافیه وې، چې (حکمي او حقیقي) دوه برخې لري او په وینا یې حکمي قافیه په لنډیو تطبیقیږي او حقیقي قافیه هغه ده چې شاعران یې په خپلو شعرونو کې تر ردیف مخکې کاروي.
په قافیه کې د ننه ډیرې خبرې دي، چې شپږ حرکتونه او نهه توري یې مشهور هغه دي، ولې د استاد په وینا د دې لیکچر هدف دا ؤ، چې د ادبي ناستې ګډونوال له دې نومونو سره اشنا شي او وروسته پر هره برخه جلا جلا لیکچرونه تیار شي.
کله چې استاد خپل لیکچر پای ته ورساوه، نو د ناستې له ګډونوالو سیف الرحمن سراج او فریدالله قربان دا پوښتنه راپورته کړه، چې لومړی شعر موجود ؤ، که ادبي صنعت؟، ځکه د دوی په وینا پخوانیو شاعرانو تر ډیره د ابي صنعتونو د پاللو له پاره شاعري کړې ده.
د غونډې د ډیری ګډونوالو پوښتنه ساده حیدرخیل راپورته کړه، چې آیا پر ادبي فنونو پوهیدا شعر قوي کولی شي؟
ساده د ځینو داسې مشرانو شاعرانو پرتله وکړه، چې یو یې په ادبي فنونو پوهیدو، بل نه پوهیدو، خو ښه شاعري هغه چا کړې وه، چې له ادبي فنونو سره بلد نه ؤ.
خو ساده دغه قاعده حتمي ونه بلله او د ښې شاعرۍ له پاره یې چاپیریال او لا شعور استادان وګڼل، ولې د لاشعور په برخه کې بیا هم پوښتنه ورسره وه، چې د ده په وینا تر اوسه عالمانو او مشرانو ادیبانو بیا بیا یاد کړی، خو واضح کړی نه دی.
بهیر بیا یو شمیر پخوانیو شاعرانو ته اشاره وکړه، چې خپله شاعري یې صنعت ته په وقف کولو بې خونده کړې، لکه مشجر او ورته نور نظمونه چې یې لیکلي دي.
د بهیر خبره ساده تایید کړه، ولې فریدون رایان وویل، چې صنعت ته ډیره ښه شاعري هم شوې، چې ده د بیلګې په توګه د پیرمحمد کاکړ، خوشحال او نورو نومونه یاد کړل، خو استاد نورالله لیونخیل په دې اړه وویل چې هغه وخت پښتنو شاعرانو د نورو ژبو له شاعرانو سره پر دې سیالي کوله، چې دوی هم داسې شاعري کولی شي، چې ټول صنعتونه پکې وي، ولې اوس د دې سیالۍ وخت تیر شوی، پښتو شعر وده کړې، نور په کار نه ده، چې څوک په خپله شاعرۍ کې د صنعت پاللو خیال وساتي.
ځینو نورو ملګرو هم په دې اړه خبرې وکړې او استاد زهیر په پای کې خپلې خبرې په دې خلاصه کړې، چې شعر فن دی، له فن نه فن راوځي، فنون هم له هنره راوتلي.
د استاد په وینا: شاعران کله هم په دې مه مجبوروی، چې په خپل شعر کې صنعتونه وکاروي، دوی دې شاعري کوي، صنعتونه به خپله پکې پالل کیږي.
استاد د بیلګې په توګه د یو مشهور شاعر نوم هم واخیست چې که ترې وپوښتل شي، په خپل شعر کې د ګوتو په شمیر صنعتونه نه شي ښودلی، خو پر ادبي فنونو پوهه کسان ترې سلګونه بیلګې را ایستلی شي.
په عموم کې د لیکچر او بحث نچوړ دا ؤ، چې د ادبي فنونو زده کړه، د شاعر، کره کتونکي او حتی لوستونکي له پاره مهمه ده، چې هم شعر قوي کولی شي، هم د شعر په نازکیو سړی پوهولی شي.
دغه ناسته چې د فریدون رایان له خوا د قرانکریم په مبارکو ایتونو پیل شوې وه او د دریځ چارې یې ساجد بهار پر مخ وړې، دویمه برخه یې مشاعرې ته ځانګړې وه او په وار نوراجان بهیر، ولي جان رومان، ملاجان، فریدون رایان، زاهدشاه انګار، فریدالله قربان، ساده حیدرخیل، طالب منګل، رحیم سکندر، شاهین، زیارمل، صاحب ګل فرهاد، اقبال غورځنګ، زین الله همت، سیف الرحمن سراج او بهار پکې شعرونه واورول، چې په تودو ولولو بدرګه شول.
د غونډې په پای کې محمد غفور مهیدي د همدې غونډې د لیکچر، بحث او مشاعرې ارزونه وکړه او محمدالیاس وحدت د راتلونکو غونډو له پاره خپل او د ملګرو نظر وړاندې کړ.
پریکړه وشوه، چې راتلونکې اوونۍ به د ساده حیدرخیل پر غزل کره کتنه کیږي.
په ټوله مینه
نوراجان بهیر
۱۳۹۳ د جدي ۲۵مه،
خوست ادبي بهیر – د ګزارش لیکنې لړۍ