که څه د اپلاتون پر نظریاتي توهماتي قیاسونو او رښتینوالي باندې نیوکې کیدلای شي خو د سقراط له مړینې وروسته د نوموړي لخوا د دولت په رامنځته کولو کې د خیالي دولت تصور په وړاندې کولو او د سقراط له مقالو په ګټې پورته کولو سره (جمهوریت) په نوم کتاب لیکل او په هغه کې هغه څه تشریح کول چې د طبقو ترمنځ د معیار ساتلو او کنټرول فارمولې کارول شوي دي، د ستاینې وړ دي.

دا تصورکه هرڅومره خیالي او تر ننه پورې د عملي کیدو وړ ګرځيدلي دي خو ولې له اپلاتون څخه وروسته راتلونکیو په خپلو نظامونو او کتابونو کې د نقل باعث ګرځولي دي. نوموړی د طبقو ویش په لاندنیو کیټګوریو ویشلي دي:

سره زر: سره زر هغه خلک وو، چې دوی پر دولتي چوکاټ کې د هر څه حق درلود، د دویم نوم منطق چې له دوه شیانو تشکیلیدل لکه ذهن او پوه، په ایډیالیستي یا خیالي لید کې یې دوی ته د فکر کولو او رښتتا موندلو واک ورکړی و او اپلاتون پر دې باور و، چې یوازې دوی دي، چې د خیال او تخلیق کولو ځواک لري.

سپین زر: دا هغه خلک وو، چې خوښې یا خواهش درلودای شول، دوی به د هېواد ټول امنیت، اجرایه او د کار پایلې لاسته راوړلو ځواک له ځان سره لرل. دوی نظامیان وو او د هیواد په هر ډول اجرايي کارو کې به یې لاس درولود. دوی ته اپلاتون د روح نوم هم ورکاو، چې د نوموړي له اسماني خیالي فکرونو څخه اغیزمن وو.

وسپنه: دا هغه زیار ایستونکي کارکوونکي وو، چې دوی به په نظامي او سیاسي فکري سیاست کې هیڅ ډول ونډه نه درلوده، بلکې دوی ته به غلام ویل کیدل او دوی به یوازې د لوړپوړو چارواکو چوپړ کاو، دوی ته به د اوسپنې خطاب کید.

د اپلاتون له دې درجه بندۍ سره اختلاف کیدای شي، خو ولې د نوموړي له فیثاغورس څخه په فلسفه کې اغیزمن کیدل او سره د دې په عملي سیاست کې د سیاست پوهانو او وسلوال ځواک لپاره په خپل کتاب کې د زده کړو بیلابیلې درجې ټاکلې دي، دا په صادقانه ډول د اپلاتون پر پوهه دلالت کوي. دا په داسې صورت کې چې ایتنر(اتن)په هغه وخت کې د سپارټا سره ډېرې نظامي ډغرې او جنجالونه درلودل او اپلاتون په دې تورنول چې خلک یې سرزوري او دیکتاتوران دي، خو اپلاتون په خپل هېواد کې د فلسفي، سیاست او اقتصاد په ډګر کې علم خپراو.

ګران هېواد افغانستان هم د پرون تورو عناصرو او ښکیل مغزو فساد ګرو شخصي کړنو او تضادنو او ډغرو په ګونډو کړی دی. میندې مو له کورونو محرومې، خویندې مو له عزت محرومې، ځوانان مو له ژوند مایوسه، د علم خبره کول د کفر خبره ګڼل کیږي، د تمدن او ښه ژوند خبره کول له جنت څخه انکار ګڼل کیږي. خو بل لوري ته زمونږ همدا تور عناصرعطا محمدنور ، اوریا خیل، ملاعمر، داعش او ګلبدین ستایل ثواب او جهاد ګڼل کیږي. دا په داسې صورت کې چې له دوی څخه لویه فساد ګر په ټول افغانستان کې نشته دي.

د غني په اړه په لومړیو ټولټاکنوکې د درغلیو ثبوتونه دا ثابتوي، چې ډېر عناصر نه غواړي چې دخلکو احساساتو او هېلو ته ژمنتیا او دروناوی وښيي. همدا علت دی، چې په ولسوالیو کې د واکدارانو او ځواکمنو لخوا د خلکو پر وړاندې له زور څخه کار اخېستل څه مانا ورکوي.

هغه یو وینا ده، چې پشه د مرګ پر درشل کې زمری ته خپل نوکونه وراچوي.

دوی هم د خپلو فسادګریو له امله دومره ډارن شوي دي، چې اوس نه غواړي واک یې له لاسه لاړ شي. غني چې د راتلونکي دویم پړاو ټولټاکنو ته د آماده ګۍ او چمتوالي په صورت کې تر بل هر کاندید بریالی لیدل کیده. دا اوس هم د ځان سره پیاوړی با استعداده او ځواکمنه کاري ډله او له شالید څخه په زده کړه له مخکې هم ډېره قوي ټیم لرلی شي. چې دا ډله به د نورو زور واکو له مسابقې وتلو سره خپل اقتصادي، زیربنايي او سیاسي پلانونه د خلکو په مرسته تشریح او عملي کولو ته وړاندې کړی.

بل لوري ته نړیوال هم له خپل پروني ټیم او لاسپوڅو څخه تنګ راغلي دي، دوی عملي باور کوي، چې ولسمشر غني هغه سړی دی، چې په دې سيمه کې په رښتینې توګه بدلون راوستل غواړي. دا بدلون به دومره هم جدي نه وي، چې خارجیان به خپلې ګټې له لاسه ورکړي. خو اړینه ده، چې د نوي دور نوې غوښتنې دي او دا غوښتنې له سیاسي لر لید له نظره په نشنلیسټ یونیورسلیزم بدلیږي، ولې چې تیرې نظامي او د بهرني سیاست ډلې ونکړای شول، چې په افغانستان کې یو منظمه اردو رامنځته کړای شي، تر څو د ایران او پاکستان په مقابل کې له خپلو ګټو دفاع وکړای شي.

اوس وخت راغلی دی، چې ولسمشر اشرف غني له خپلو رښتينو کړنو څخه کار واخلي او په عملي میدان کې خپل لرلید عملي کړي. دې کار ته هلته زمینه برابریدای شي، چې د افغانستان عام وګړي پروني تخریبي ځواکونه وغندي او رد یې کړي او پر ځای یې د ولسمشر اشرف غني ملاتړ وشي. ولې چې ولسمشر اشرف غني یواړین ملي شخصیت دی، چې په داخل او بهر کې د ښو اړیکو په ساتلو کې بریالی شوی دی او خلک غواړي چې له ولسمشر اشرف غني څخه ملاتړ وکړي.

4 thoughts on “نوی اپلاتون ولسمشر اشرف غني!/ خان ولي خان بشرمل”
  1. د هغو خلکو پرته چې ګټې ېې په خطر کې لویدلي دي او يا په ولایاتو کې د پلورل شویو مافيايي کړيو نوکران يا ناپوهان دي نور ټول افغانستان د اولسمشر تر شا ولاړ دئ نو ځکه دښمن وارخطا دئ ، که خدای کول دا به وخت ثابته کړي چې افغان ولسمشر يو بې جوړې رهبر دئ ، ژوند ېې غواړو

  2. ASHRAFGHANI LOOKING FOR GOOD ADVISORS,AND NEED TO GENERALLY SUPPORT.
    BUT MORE DELEGATES DO SUBOTAGE,WE AFGHANS MUST SUPPORT ASHRAFGHANI
    AND OUR NATIONAL ARMY,POLICE,
    THIS WAY WE WILL ESTABLISH A STRONG GOVERNMENT FROM PEOPLES AND FOR PEOPLES,THANK YOU FROM TAAND

  3. دا اوریاخیل خو می ونه پیژند. څوک شته چی را ویی پیژنی چی دا یی بیا څوک ښه چی د عطا ممد نور او ملا عمر سره په یو ردیف کی قرار لری؟
    خو به هغه فضل الرخمن اوری نه وی چی د شمال د ټلوالی ویاند وو او ویل به یی چی که د همګرایی ټیم ټاکنی ونه ګټی نو د وینو لښتی به وبهیږی..
    که چیری همهغه بیچاره وی نور یی نو په زخمونو مالګی ولی دوړوی. بیچاره می څکه ورته وویل چی کله د غلو تر منڅ یعنی د اودولاخان د ټیم تر منځ د ټاکنو غنیمت ویشل کیده چا یی نوم هم وانه خییست ، پاتی د نه وی چی د ورته بیشرمۍ سره ګلاغا، سیاف، اسمعیل خان ،طوپان خان، هغه د خوست چی توره لونګی په سر کوی نوم یی را څخه هیر شو، ورپسی یی هغه بل اخمدشا چی انجنیر هم ځانته وایی، همدارنګه ،زلمی رسول . یاسینی، دوی ټول اوس ډیره په ټیټه لاره کی دی . دا اوس ټول بیچارګان دی شوی دی څکه نه د دین شوال او نه هم د چکردین

  4. Institutionalization, industrialization and nationalization of different departments and governmental assets are few important steps to make strengthen the level of institutes to tackle any kind of hard ambush of enemies in future, otherwise individual favoritism and approach will give birth to instability and immaturity.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *