خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٣-۱۰-۲۸
کندهار، افغانستان- د پنجوايي ولسوالۍ په ناخوني کي د يوې ماين چاودني له امله د يوه مسجد ملاامام شهيد سو.
په دې پېښه کي چي تېره ورځ رامنځته سوه، د ملاامام د شهاد تر څنګ دوه سيمه ييز پوليس سطحي ټپيان سوي دي.
د پوليسو د پلټنو په پايله کي يو کس له ګڼ شمېر چاودېدونکو توکو سره نيول سوی او دغه کس پر دې هم اعتراف کړی چي دغه ماين ده ښخ کړی وو.
بله خوا تېره ورځ يوولس بجې مهال د تخته پل ولسوالي په ملارسيد سيمه کي افغان امنيتي ځواکونو دوه د وسايطو ضد ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
داراز د ميوند ولسوالۍ په خاک چوپان کي امنيتي ځواکونو په مخامخ جګړه کي څلور وسله وال مخالفين وژلي او پنځه نور يې ټپيان کړي دي.
د همدې ولسوالۍ په عطامحمد کارېز کي تېره ورځ افغان ځواکونو ١٠ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.