ته هغه یې چې پرته له اجازې اخیستو دې زما د زړه دروازې ماتې کړې ور دننه شوې بیا چې لاړې د دې ړنګې شوي خونې کړکۍ مې تړلې وساتلې څو دې د شتوالي احساس له ځان سره وساتم .
په سرو غرمو مې په یبلو پښو د بیابان په سرو شګو ډیرمزل وکړ، پښې مې ټناکې او ژبه مې له تندې وچه خو تاته د رسیدو لپاره مې ستړیا احساس نکړه .
پوهیږې ولي !
غوښتل مې هغه خبره دروغجنه وګڼم چې وايي د هر چا لپاره ملیونونه کسان وي چې یوبل ته د میني لاسونه ورکړي….
هو ما چې خپل زړه درکړی باورمې هم دا دی چې ته زما او زه ستا لپاره چې اوس راته د ځان په شان یې او جدايي دې نشم زغملای .
ماستا د هر غږ سندرې ته شيپلۍ وغږوله ، دخپلو خوبونو په خیالۍ نړۍ کې مې تاسره دوصال تصویر جوړ کړ .
ته مې ځان وګنلي ، ځان مې هیر ، جهان مې هیر کړ فکر مې وکړ چې له تاپرته څوک نه پیژنم تاته په مخه کولو مې یواځیتوب غوره کړتردي چې خلک راته په دي کار د لیونۍ په نوم ناري وهي .
خوپوهیږي !
ددي نړۍ له پردیو خلکو نه یم خفه په دي ډاډ چې ته به راسره شی هو دا ګوري چې له پښومې ویني څاڅي.
د دې زخمونو پروا نه لرم هسی نه هم ستا د جدايي له امله مي په زړه جوړشوي زخمونه تردې ډیر غټ دي چې تا ته په رسیدو ورغیدل .
مګر باور نه کوم چې په دې سپینه پاڼه دې دا کرښي تا توري کړي وي دا څنګه کیدلای شي چې ته دي ماته د بې باوري نسبت وکړي ؟؟؟
دا اړیکي خو پرباور ولاړې دي اوبیا دا دنه لیدو او خفګان مسایل غواړي بیا مې دهجران په لمبو ستي او دستم په زنځیرونو بندیوان کړي …..
داهرڅه ولي ؟؟
ووایه اخیر څوک مو دمیني اړیکو کې دبیلتانه ګرښو راښکلو هڅه کوي ؟؟
هو یوه خبره !
د ټول هغه ګرانښت سره چې تاته يې لرم که دي مرورتوب دتل په شان له میني وي سترګي به پري پټی کړم ، وبه غږیږوسره ،هسی نه هم ستا لپاره مې زړه دري برابره کړي .
خویوه خبره واوره !
که دې په زړه کې دبې باوري تخم راشین شوی وي بیا به ونشم کړای چې د دې ستر سیلاب مخه د شګو په بندونو ونیسم .