معلومات په ډاګه کوي، د افغان امنيتي ځواکونو هغه وسايط چې د طالب اورپکو لاس ته لوېدلي دي، په لرې پرتو سيمو کې په خپل سرو قوماندانانو او د نشه يي توکو په قاچاقچیانو پلوري. د دغو وسايطو ډېر يې د پولې بلې غاړې، چمن، کوټې او وزيرستانونو ته اړول شوي، خو په افغانستان کې د درېیمګړو په ذریعه له مشتریانو سره ترمعاملې وروسته یې په درېیم ځای کې سپاري.
طالبان دا موټر تر ۳۰۰ زره پاکستانيو کلدارو پورې ځکه پلوري، چې د تېلو مصرف يې نشي پوره کولای. امنيتي ځواکونو ته د ورکړل شويو رېنجر موټرو قېمت تر ۲۲ زره ډالرو ښودل شوی دی.
په محلي امنيتي مسوولينو هم تور دی، چې دوی هغه موټر په کباړ کې په ټيټ قېمت پلوري، يا يې له پولې بلې غاړې ته اړوي، چې په ماين او جګړه کې تخريب شوي وي.
محور ورځپاڼې ته رارسېدلي معلومات په ډاګه کوي، چې د افغانستان په ډېری سرحدي سيمو کې اوس هغه سيمرغ موټر کم شوي، چې په تېر کې به د نشه يي توکو او وسلو سوداګرو د خپل قاچاق لپاره ترې په غرونو او دښتو کې کار اخيست. اوس د سيمورغ موټرو ځای هغو رېنجر موټرو نيولی، چې د جګړې په ډګر کې له امنيتي ځواکونو طالب اورپکو برمته کړي دي.
دغه رېنجر موټر ډېری د لويو قاچاق چيانو او يا هم د محلي زورواکو په ولکه کې دي، چې د دولت له ولکې وتلو سيمو کې ژوند کوي او يا هم هورې کاربار کوي.
تر لاسه شوي معلومات په ډاګه کوي، چې د دې موټرو ډېری کوټې، چمن او وزيرستانونو ته اړول شوي او يا هم په وزيرستانو نو کې د پاکستاني طالبانو سره دي، د نور څه ترڅنګ په جګړه کې ترې کار اخلي.
د هلمند د مدني ټولنې وياند احمد ضيا ذاهدي وايي، په هلمند کې ډېری موټر چې د وسله والو لاسته ورغلي، يا يې خپله استفاده کوي او يا يې هم د پاکستان ګردي جنګل سيمې ته اړوي. دی وايي، په ګردي جنګل کې ددې موټرو يو بازار دی، چې پکې له افغان ځواکونو نيول شوې وسلې او وسایط پلورل کېږي.
په زابل کې د رسنيو د مرکز مشر سرحدي وايي، په سويلي ولايتونو په ځانګړې توګه په زابل کې هم د امنيتي ځواکونو موټر د طالبانو لاسته لوېدلي دي. دی وايي، هغوی يې کوټې، چمن او وزيرستانونو ته اړوي. د ښاغلي سرحدي په خبره، طالبان يو موټر تر ۳۰۰ زره پاکستانيو کلدارو پورې پلوري او دا ځکه چې هغوی يې لګښت نشي پوره کولای، ددې موټرو لګښت لوړ دی.
معلومات په ډاګه کوي، چې افغان امنيتي ځواکونو ته ورکړل شوی، هر رېنجر موټر تر ۲۲ زره ډالرو پورې حساب شوی دی.
په افغانستان کې د درېیمګړو په ذریعه له مشتریانو سره ترمعاملې وروسته په درېیم ځای کې موټر سپارل کېږي.
په کندهار کې يوه پانګوال د محور خبريال ته وويل، مياشت د مخه راته چا ټلېفون وکړ، که رېنجر موټر اخلې، نو په ۲۵۰۰ ډالر يې پلوري. ده وويل، کله چې مو په اړه پلټنې وکړې، دا د کندهار په داسې يوه سيمه کې وو، چې هورې د دولت واک کم او يا هم نشته. دی وايي، طالبان ددې ډول موټرو رنګ بدلوي او له کومې ستونزې پرته يې په دښتو او غرونو کې ګرځوي او يا يې د نشه يي توکو او وسلو د هغو قاچاق چيانو په واک کې ورکوي، چې له دولت سره ډغرې وهلی شي.
په تېر مهال کې يوشمېر امنيتي مسوولين هم له خپلو وسلو او وسايطو سره له طالبانونو سره يوځای شوي دي.
له بل لوري د افغان امنيتي ځواکونو په محلي قومندانانو هم تور دی، هغه موټر چې د ماين په چاودنو او مخامخ جګړو کې تخريبيږي، په کباړ کې په نه قېمت پلوري. د يادو موټرو پرزې پاکستان ته وړل کېږي، هورې په نورو موټرو کې کارول کېږي او ياهم تخريب شوي موټر بيا ترميميږي.
په دې اړه د کورنيو چارو وزارت په نظر اخستلو بريالي نشو، خو د دفاع وزارت مرستيال وياند ښاغلی دولت وزيری نه مني، چې امنيتي مسوولين دې په داسې کار کې ښکېل وي. دی وايي، هر کله چې د دوی وسایط تخريب شي، دوی يې اوسپنه او پرزې تر لاسه کوي.
د ښاغلي وزيري په خبره، ډېر کم، ان په حساب کې هم نه راځي، هومره وسايط ايله د طالب اورپکو لاسته ورغلي وي، خو په دې اړه کره شمېرې نه ورکوي.