لیکوالان: حامد شالیزی او کي جوهانسن –
ژباړه: خان ولي خان بشرمل –
افغان کابینه له ډېرو جنجالونو وروسته د هغو عناصرو په ایستلو چې په ۲۰۰۱ کې یې د طالبانو په کمزوروي کولو کې زیار ایستلی و، اعلان شوه. دا کار د ولسمشر لپاره خورا سخت و، خو ولې نوموړی پکې بریالي شو. د ولسمشر پر دې اقدام هغه پخواني جنګ سالاران چې له روسیې سره په جنګ کې ښکیل وو، خورا خواشیني دي او دوی ګیله من دي، چې ولې یې ورته په نظامي پوسټونو کې وظیفې ورنکړې. دوی اخطار ورکړی، چې د ولسمشر د دې اقدام په ضد به په پارلمان کې وزیرانو ته د منښتې رایه ورنکړي.
د اوسني ولسمشر غني لپاره به دا خورا ګران کار وي چې په هېواد کې د شته لوږې او جنګ پر ضد مبارزه وکړي دا په داسې حال کې ده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي هم د ځینو خلکو له امله دا کار ونکړای شو.
ورځپاڼه د ولسمشر غني د یوې نژدې سرچینې له خولې لیکي: دا هېڅ امکان نلري، هغه تیروتنې چې پخواني ولسمشر تر سره کړي دي، باید بیا تکرار شي. دی زیاتوي، اوس وخت دی، چې د افغان لوی ملت لپاره کار ترسره شي.
ورځپاڼه د نوموړي له نوم اخېستو پرته لیکي: ولسمشر مکلف دی، چې نړیوالې ټولنې ته وښيي، چې له پخوانیو عناصرو څخه پاکه کابینه وړاندې کوي.
ورځپانه خپل نظر څرګندوي: د کابینې د ټاکلو په پروسه کې تر ټولو ستر زیان شمالي ټلوالي لیدلی دی. دا هغه خلک دي، چې په تېر وخت کې یې د خپلو ګټو لپاره د وطن ګټې تر پښو لاند ې کړې دي.
د بین المللي شفافیت څارګره ډله (Watchdog Group Transparency International) لیکي: افغانستان د نړۍ د فاسدو هېوادونو په ډله کې په څلورم نمبر دی. په داسې حال کې چې اوس هم په دې هېواد کې سیاست سمتي دی، چې تر ټولو زیات یې افغانستان ته تاوان اړولی دی.
د پخواني ولسمشر حامد کرزي په دوره کې چې نوموړی په خپله هم پښتون دی، د شمالي ټلوالې ستر ځوا ک چې له پنجشیر څخه و، له واک څخه زیات خوند اخیستی دی.
عبدالله عبدالله ته د خاین خطاب کیده
له کابینې څخه د پخوانیو عناصرو په ایستو، د پخوانیو مجاهدینو لخوا عبدالله عبدالله پر دې تورن شوی، چې ولې یې د اشرف غني د ملي وحدت په حکومت کې برخه واخېسته. همدا علت دی، چې کله د دوشنبې پر ورځ کابینه اعلانیږي، نو په ټولنیزو مطبوعاتو کې عبدالله عبدالله ته خلک د خاین خطاب کوي.
په تېرو سختو ټولټاکنو کې چې د اشرف غني او عبدالله ترمنځ ترسره شوې پر دې موافقه وشوه، چې له سمتي تعصباتو څخه څه نه جوړیږي، باید د ملي یووالي حکومت رامنځته شي. البته هغه څه چې د کابینې له اعلان وروسته یې غوغا جوړه کړې، حتماً د ولسمشر پر پلان به اغیزه وکړي او ولسمشر به دې ته پرې نه ږدي، چې پخواني عناصر له واک څخه لېرې کړي.
د شمال یو وکیل فرهاد صدیقي وايي: دا نن هم په حکومت کې ۸۰ سلنه ځواک د پخوانیو مجاهدینو دی او دوی نه غواړي، چې په آسانۍ خپل واک له لاسه ورکړي.
یو بل وکیل حضرت علي چې دا اوس د مقننه ځواک غړی دی، وايي: د دې خبرې ګومان شته، چې د نوماندانو په ټاکلو کې ولسي جرګه له ډېرو تېره شي، چې په پایله کې به یې افغان حکومت فلج شي. تاسو باید پر دې پوه شئ، چې په ولسي جرګه کې د هغو زور دی، چې مجاهدین دي او زه فکر نه کوم، چې دوی به معرفي شوي وزیرانو ته رایه ورکړي. په دې مانا تاسو چې کله یو وزیر ټاکی نو ښکاره خبره ده، چې غوڅ اکثریت ته اړتیا لري او ولسي جرګه مکلفه ده، چې دا کار له ۲۴ جنوري څخه مخکې ترسره کړي.
زما پر انتخاب باور ولرئ
د کابینې په تشکیل کې د بهرنیو چارو وزارت ته یو تاجک او نور درې واړه نظامي وزارتونه پښتنو ته ورکړل شوي دي، چې په دې کې د کورنیو چارو وزارت، د دفاع وزارت او د استخباراتو ریاست موجود دي.
بل لوري ته هغه تاجکان چې په کابینه کې ونډه ورکړل شوې ده، ډېر کم شمالي ټلوالې او مجاهدینو ته خواخوږي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر اوسه دا نده واضح چې د نوماندانو ټاکل به ولسمشر غني دې ته لېواله کړي، چې له طالبانو سره بیا له سره خبرې پیل کړي.
اسلامي سخت دریځیو له ۲۰۰۱ څخه تر ننه پورې حکومت، نړیوالو ځواکونو او عادي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده، چې دا لوبه اوس تر هر مهال ډېره خونړۍ شوې ده.
یو وکیل شهزاد شاهد، چې عبدالله ته نژدې کس دی، وايي: عبدالله عبدالله د پخوانیو واک لرونکو لخوا تر ډېر جدي فشار لاندې دی. دی زیاتوي دا امکان نلري، چې په کابینه کې هغه ټولې پخوانۍ څیرې چې واک یې درلود شامل کړای شي، البته توازن پکار دی.
د عبدالله ویاند مجیب رحیمي وايي: مونږ لا تراوسه پرېکړه نده کړې، چې پر نوماندانو شوي انتقاد ته ځواب ووایو.
ورځپاڼه زیاتوي: د کابینې د ټاکلو په درې میاشتني ځنډ کې عبدالله عبدالله زیار ایستلی، چې له خپل لوري څخه د کورنۍ چارو وزارت لپاره له پخوانیو مجاهدینو څخه د پنجشیر ولایت دوه کاندیدان معرفي کړي، چې دا خبره داوړه لوري تاییدوي.
ورځپاڼې ته د دواړو ډلو غړیو ویلي دي، چې ولسمشر له خپل ویټو ځواک څخه کار واخېست او ورته يې وویل، چې دا نوماندان نه زده کړې لري او یوازې د یو عادي عسکر وظیفه ترسره کولای شي.
همدا رنګه په دې ټول جنجال کې اخر خبره دې ته ورسیده، چې عبدالله عبدالله ناڅاپه خپل یو بل پښتون نوماند نورالحق علومي ور وړاندې کړ، چې غني ومانه.
د پنجشیریانو لپاره دا خبره ډېره خوابدونکې وه، ځکه چې نوموړي نوماند وزير په ۱۹۸۰ کې د مجاهدینو پر ضد جنګ ترسره کړی و.
د غونډې یو ګډونوال ورځپاڼې ته ویلي دي، چې عبدالله عبدالله د پنجشیریانو له یوې خوابدې ډلې سره د چهار شنبې پر ورځ په دې موخه ولیدل، تر څو دوی بیرته پخلا کړي او دوی ته یې روښانه کړه، چې دی د کابینې په ټاکلو کې سم و.
عبدالله عبدالله ورته وویل: که تاسو پر ما باور لرئ، نو زما انتخاب هم غوره وګڼئ.
د سر دښمن می هوښیار خوښ دی
زه د ناپوهه په دوستی پښیمانه یمه
کله چی افغانان مجبور شول د پاڼډ او پړانګ ترمنځ ځانونه وباسی نو غربی هیوادونو ته لاړل. هلته دوی نسبتا آرامه فضا پیداکړه او د خپلی تعلیمی سطحی د لوړولو لپاره یی له موقع نه استفاده وکړه چی شاید سبا لپاره د دوی او د هیوادوالو په ګټه له خپلو زده کړو ګټه واخلی . په غربی هیوادونو کی اوسیدل او پاته کیدل آسانه کار نه دی باید د اوسیدو شرایط پوره کړی. زما په نظر له بی کفایته او ناپوهو وزیرانو نه چی نه ځان او نه ټولنی ته خدمت کولای شی همدا دوه تابعیته وزیران ښه دی. د افغانستان اساسی قانون هم چاته اجازه نه ورکوی چی د افغانستان له تابعیته محروم شی. کله چی یوڅوک د هیواد تابعیت ولری ، ترڅو چی کوم چا واضیح جرم نه وی کړی هغه بری الزمه دی او هغه هر مقام ته کاندید کیدلای شی، که څوک خیانت کوی هغه په هر حال کی کولای شی. مونږ باید له خپلو تحصیل کړیو هیوادوالو ګټه واخله ، خپل هیواد ودان کړو . د تعصب او بدبینی خبری نور هم د هیواد والو ترمنځ کرکه او نفرت زیاتوی. پدی 30-40 کلونو کی په میلونونو هیواد وال له هیواده باندی تللی ، هلته میشت شوی ، تحصیل یی کړی او ښی لاسته راوړنی لری. دا به حیف وی چی مونږ لاتراوسه د پردیو د خوشحالی لپاره له داسی تنګ نظریو نه کار اخلو. نه یی په خپله دا ویجاړ هیواد جوړولای شو او نه نورو ته موقع ورکوو.
آیا تاسو څه فکر کوی چی تورن اسمعیل چی یو جهادی شخصیت دی او دا لس کاله د اوبو او برښنا وزیر وو دی هیواد ته یی ښه خدمت کړی او که یو انجنیر چی پدی رشته کی یی په خارج کی تحصیل کړی او ښه تجربه ولری خو په ضمن کی دهغه هیواد تابعیت هم ولری؟ د تورن اسمعیل خان سرمایه له وزارت نه مخکی هم خلکو ته معلومه وه او اوس یی حساب وکړی .