د داعش پر ضد د هزاره مشرانو او طالبانو ګډه غونډه

تاند- په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو قومندان جنرال جان ایف کمبل وايي د اسلامي دولت په نوم وسله واله ډله یا داعش په افغانستان او پاکستان کې د جنګیالیو په جذبولو بوخته ده.

دغه امریکايي جنرال دا خبره له (ارمي ټایمز) ورځپاڼې سره په مرکه کې وکړه، ویې ویل چې دا سرزورې ډله د شپې په مخه د پاڼو او خبرپاڼو د شیندولو له لارې ځوانان خپلو لیکو ته وربولي.

تر دې مخکې په هلمند، زابل، لوګر او فراه ولایتونو کې یو شمېر افغان ولایتي چارواکو ویلي وو چې د داعش ډله د دوی په ولایتونو کې فعاله شوې ده او حتي د ترهګرۍ کمپونه یې جوړ کړي دي.

پرون د لوګر د ولایتي شورا رييس ازادي رادیو ته وویل چې په لوګر کې د داعش فعالیتونو خلک سخت اندېښمن کړي دي. که څه هم د لوګر امنیه قومندان وویل چې یوازې په څرخ ولسوالۍ کې د داعش بیرغ د لنډ وخت لپاره پورته شوی و. خو د ناټو قومندان وویل چې دی په دې باب دقیق معلومات نه لري. مګر دا یې اورېدلي چې په سر پل ولایت کې یو شمېر کسانو تور بیرغونه پورته کړي دي.

د داعش یا اسلامي دولت د وسله والې سخت دریځې ډلې په اړه ضد ونقیض راپورونه ورکول کېږي. تېره اوونۍ د هلمند ځینو چارواکو ویلي وو چې په کجکي ولسوالۍ کې د طالبانو او داعش ترمنځ نښتي شوي خو په ځینو نورو راپورونو کې ادعا شوې وه چې دا د پاکستان یوه بله پروژه ده.

محور ورځپاڼې د شنبې په ګڼه کې ویلي چې د کوټې شورا د طالبانو محلي قوماندانانو ته امر کړی چې داعش ته د فعالیت هر ډول زمینه برابره کړي، د دوی راغلو کورنیو ته په خپلو کورونو کې ځای ورکړي، ستراتېژیکو سیمو ته په ننوتو او د جنګیاليو په استخدام کې ورسره مرسته وکړي.

ورځپاڼه همداراز وايي:« کله چې په خاک افغان ولسوالۍ کې طالب قوماندان خالد اخندزاده له داعشیانو سره په شخړه کښېوت، له کوټې شورا ورته امر وشو چې فوراً همکاري وکړه. دغې ډلې وروسته اخندزاده ته وویل: ((خبر یو چې ستا وروڼه طالبانو کې شهیدان شوي ګني ستا په څېر کسان په ثانیه کې وژنو)). اوسمهال منصور دادالله هم خاک افغان ته را استول شوی چې د داعش جنګيالي او کورنۍ یې ځای پر ځای کړي.

د داعش محلی قوماندانو هم ویلي، ملا عمر به سیمه ییز مشر وي او ټول بهرني جنګیالي به یې تر قوماندنې لاندې وجنګېږي.» (تفصیل)

د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ اسوشیتید پریس خبري اژانس په افغانستان او پاکستان کې د شناندو او چارواکو په قول په یوه راپور کې وویل، په افغانستان او پاکستان کې د اسلامي دولت د پلویانو شمېر لږ دی او د قبایلي او قومي مسایلو په خاطر ورسره مخالفت کېږي، خو له دې سره سره په کوچنۍ پیمانه هم له اسلامي دولت سره وفاداري سیمه نوره هم بې ثباته کولی شي او د امریکا او ناټو هلې ځلې له نورو ستونزو سره مخامخولی شی. (نور)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *