تیره ورځ ناوخته دپکتیکا ولایت خوشامند ولسوالۍ اړوند دنوې کلا مامورخیلوپه سیمه کې وسلوالو طالبانودملي پولیسوپرګزمه برید وکړاونښته رامنځته شوه،چې دګډوامنیتي ځواکونوپه ځوابي برید اودرې ساعته نښتې وروسته دوسلوالوطالبانویوتن سیمه ایز قوماندان په ګډون (۹)تنه ووژل شول.
په وژل شویو(۹) تنه وسلوالومخالفینوکې ضیاالحق وفادارچې دقوماندان کاسو مرستیال وه هم وژل شوی دی،په رامنځته شوې نښته کې یوتن ملي پولیس شهیدشوی اویوتن ټپی شوی دی،په دې نښته کې ملکي وګړوته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
دیوبل خبر له مخې دوازیخواه ولسوالۍ اړوند ګواشتې په سیمه کې وسلوالو مخالفینوغوښتل چې د لارې په اوږدو کې ماینونه ځای پرځای کړي،خودګډوامنیتي ځواکونولخواپرې عملیات ترسره شوي،چې پکې (۳) تنه وسلوال مخالفین وژل شوي اویوتن یې ټپي شوی دی. په دې عملیاتوکې (۵) کړۍ د وسایطوضد ماینونه،(۵) کړۍ د پرسونل ضد ماینونه اوله چاودیدونکوموادوډکې (۲) بوشکې ترلاسه شوي دي.
داپه داسې حال کې ده چې دوه اونۍ مخکې دپکتیکا ولایت درې سرحدي ولسوالیو (وازیخواه ،تروې او وړممۍ ) لارچې د ګوشتې په سیمه کې له نهو کلونورا په دیخوا دامنیتي ځواکونواودولتي کارکوونکوپرمخ دناامنیو او په دې لارکې دوسلوالو مخالفینودپټنځایونودشتون له امله بنده وه، د ګډوافغان امنیتي ځواکونو(ملي اردو، ملي پولیسو،سرحدي پولیسو، ملي امنیت اوسیمه ایزوپولیسو) له خوا د چاڼیزوعملیاتوپه ترسره کولوسره پرانستل شوه او اوس هم په دې سیمه کې ددوهمې لوا قوماندان جنرال عبدالواسع میلاد له نوروګډوامنیتي ځواکونوسره یوځای په سیمه کې دي ،ترڅو دلارې امنیت په بشپړه توګه تامین کړي.
درنښت
دپکتیکاولایت مطبوعاتي دفتر