د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي داعش د روسیې لپاره تر ټولو لوی دښمن دی

د هر فکري عمل چې ستراتیژي، پلان او پالیسي هم په بر کې نسي او یا نورې…. ډیرې زیاتې کړنې دي چې یادونه یې ستونزمنه ده، پنځیږي، اړینه ده چې د پلي کولو لپاره یې مناسب افزار په کار واچول شي تر څو مشخصې موخې تر مؤثر برید لاندې راولي. د جنوبي او منځنۍ اسیا هیوادونو کې د غربي سړې او ګرمې جګړې د تطبیق لپاره په سیمه کې پاکستان ډیر مناسب انتخاب پدې وټاکل شو چې پدې سیمه کې انګریزان سلګونه کلونه د تسلط ښه تجربه لري، د شخصي خصلتونو څخه نیولې بیا تر مذهبي، جغرافیایي، فرهنګي او قومي جوړښتونو پورې نقطه په نقطه یې پیژني او خپلو موخو ته د رسیدو لپاره یې استفاده کولای شي. د پاکستان د حکومت په تشکیل کې د ISI ادارې او فوج رامنځ ته کول بیا ورڅخه په سیمه کې یو ناسور جوړول د پاکستاني ضعیف وجوده وګړي فکري قوت نه بلکې د سړې جګړې د پلي کولو او په سیمه کې د غربي موخو د تر لاسه کولو لپاره مصنوعي انګریزي او غربي څپاند قوت او اور دی چې له پخوا تر ننه افغانستان زیات او ګاونډ یې هند لږ سوځیږي. څنګه کیدای شي چې د ۶ میاشتو نوی زیږیدلی داسې ماشوم چې په تن او مغزو هم وچ موری وي، د ۴۰ کلن پاخه عمر سړي سره د ژوندانه په هر ډګر کې سیالي وکړي؟ ځواب مو نه دي. دا په یاد ولرئ دا موزون او دوامداره ښامار به روان وي په سیمه کې چې هر څوک د غربي اهدافو مخ ته خنډ کیږي د همدې ښامار خوراک دي تر څو ښامار ژوندی پاتې او روان وي. د ISI اداره د غربي نړۍ څخه د خپل هیواد بقا، تهدیدونو مخنیوی او ابادي تضمین کړې ده چې ددې په بدله کې نوموړې ادارې د غربي قوت په اساس تنها او تنها د افغانستان سره چې څه کړي دي ډیره کمه اندازه یې په لاندې ډول په لنډه توګه بیان اړین بولم:

  1. د احزابو څخه استفاده: د افغانستان د اسلامي نهضت ګونډ مسلح مخالفت د خلق دموکراتیک حزب پر وړاندې تجهیز، مصؤون او مکمل تکیه کول چې دې جګړې کلونه کلونه دوام وکړ او افغان ولس ته یې د هر اړخیزو مالي او معنوي تاوانونو تر څنګ یو اوږد مهاله مجهول مسیر وټاکه، د یادولو وړ ده چې د پاکستان د تشکیل څخه ورسته په افغانستان کې د مجاهدینو تر وسلوال مخالفت پورې ددوی کړنې او مداخله ضعیفه وه.
  2. د قومیت څخه استفاده: کله چې مجاهدینو ته د نجیب الله حکومت وسپارل شو هغه مجاهدین او جهاد چې اساس یې په هیڅ ډول تعصب نه وو ولاړ او هدف یې پرته د الله د کلیمې لوړوالي څخه بل څه نه وو په قومي تبعیض بدل او د جنګ ډګر یې د افغانستان په زړه او ټول بدن کې جوړ چې د مالي او معنوي ورانیو تر څنګ په لکونو خلک د مرګ تر کندې ورسیدل.
  3. د مذهب څخه کټه اخستل: د مجاهدینو دې اړ دوړ د غربي پالیسۍ او ستراتیژۍ تطبیق ته ډیره ښه زمینه برابره کړه او ددې تر څنګ دوی وکولای شول چې د مجاهدینو په لیکو کې هغه اشخاص چې ددوی د هدفونو مخ ته خنډ پریوځي، له منځه یوسي یا یې له میدان څخه لرې کړي دوهم د مجاهدینو له لاسه هغه وسلې چې ددوی په لاس ورکړل شوې ووې او د غرب لپاره بیا لوی تهدید وو، تر لاسه کړي. همدې ته ورته په لسګونو نورې موخې هم ور سره مل وې. ددې موقع نه په استفادې یې د اسلامي امارت تر چتر لاندې طالبان په افغانستان حاکم کړل چې دې حاکمیت ټول افغانستان تر کنټرولو څخه وړاندې یې د خپلې ستراتیژۍ اړخ بدل او په نتجه کې یې دا نظام بیرته نسکور او بل پړاو یې پیل کړ.
  4. د غرب نظامي راتګ: د اسلامي امارت د مکمل حاکمیت څخه مخکې د پاکستان حکومت او ISI ادارې د همدې امارت پر واړندې د غرب چې په رآس کې یې امریکا ده همایت اعلان او هر ډول مرسته یې ورسره وکړه، بې شمیره طالبان يې ووژل ګڼ شمیر یې اسیر کړل داسې ظلم او جبر یې ورسره وکړ چې اندازه او تصور یې د بشر له فکر څخه اوچت دي، او د دوهم ځل لپاره یې مجاهدین واکمن او حکومت جوړ کړ، داچې د غربي پالیسۍ او ستراتیژۍ دوام دلته پای نه مومي نو نوموړې ډلې ته یې بیا ځلې فرصت ورکړ تر څو ځانونه جوړ او سیاسي رنګ یې بدل کړي……..

پورتنیو څو نقطو ته اشاره فقط د موضوع د بیان لپاره اړینه وه، کنه دې ته ورته په ټوله او جز کې یې بې شمیره پټ او ښکاره داسې کارونه کړي دي چې یادونه او بیا یې کلونه وخت او د قلم نه ستړې کیدونکې مبارزه غواړي. دا ملت به پدې مجهول او ناسور اور کې تر هغې سوځوي تر څو دوی خپلو هدفونو ته ورسیږي ددې ملت په ژوندانه که هر ډول لوبه روانه وه د اهمیت وړ نده. د موجوده حکومت په اډانه کې اوس هم څو بعدي کورني او بهرني سیاسي مخالفتونه یې پرېيښي او حمایه کوي یې تر څو توازن یې برابر وي، له یوې خوا د طالبانو مسلح مخالفت افغانستان حلقه کړی دی چې ډیری بهرنۍ استخباراتي ادارې ورسره کار کوی، دوهم د دولت په دننه کې قومي، سمتی، حزبي او دې ته ورته اختلافونو اور یې ګرم ساتلی چې د هر یوه څخه په خپله موقع کې کار اخلي.

دې سپیڅلي اولس ته مې خپل پیغام په ساده الفاظو کې داسې بیانوم چې: د ملت فکري بیداري او د حکومت معقوله هر اړخیزه پالیسي به مو ژغوري که نه ورکیږو او ورانیږو.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *