د میدان وردګو اړوند د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره د مسافرو د لوټلو په تور د وسله والو طالبانو د یوه سیمه ییز قوماندان په ګډون ۶ تنه ونیول شول .
د امنیتي ځواکونو د معلوماتو له مخې،تېره ورځ ناوخته وسله والو طالبانو د میدان وردګو ولایت اړوند د کابل ـ بامیانو پر لویه لاره د چارکه په سیمه کې د یوه فلانکوچ ډوله موټر،چې له کابل څخه یې بامیانو ته مسافر لیږدول،درې تنه یې لوټلي دي .
په یاد موټر کې ۵ تنه سپرلۍ وې،چې د بامیانو ولایت اصلي اوسیدونکي وو،چې وسله والو مخالفینو یې له ډلې څخه له درې تنو څخه شاوخوا سل زره افغانۍ اخیستې وې.
وسله والو مخالفینو له دغه کار وروسته مسافر خوشي کړي خو موټر چلوونکی یې له ځان سره بیولی دی.
د یادې پېښې سره سم امنیتي مؤظفینو په سیمه کې عملیات ترسره کړل،چې په ترڅ کې د وسله والو مخالفینو یو سیمه ییز قوماندان شمس الدین له ۵ نورو کسانو سره یو ځای نیول شوی دی .
یادو مسافرو له نیول شویو کسانو څخه درې تنه په ګوته کړي،چې له دوی څخه یې پیسې اخیستي .
له نیول شویو کسانو څخه د مګړۍ نورې څېړنې هم رواني دي .
د میدان وردګو سرپرست والي ښاغلي عبدالمجید خوږیاڼي د یادې پېښې پر رامنځته کیدو خواشیني ښودلې خو دامنیتي ځواکونو له هڅو یې ستاینه وکړه او دوی ته یې لارښوونه وکړه،چې د موټر چلوونکې د خوشي کولو په موخه جدي هلي ځلي وکړي .
ده همدا راز لارښوونه وکړه،چې د نیولو شویو کسانو څخه دې بشپړې څېړنې ترسره او هغه کسان چې په پېښه کې لاس لري،ورسره دې قانوني کړنې ترسره شي .
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر