د فراه د سرپرست والي محمد عمر شیرزاد په ګډون د دې ولایت شپږو لوړپوړو چارواکو د دوه نيمو مياشتو په ترڅ کې د تېلو۲۰۰۰ ناقانونه ټانکرو ته اجازه ورکړې چې افغانستان ته داخل شي او د هر ټانکر په بدل کې يې ۲۴۰۰ ډالر اخیستي دي.
د چارواکو د ۶،۲ میلیونه ډالرو د اختلاس دوسيه جدي ده، نو ځکه خو دغه کسان ممنوع الخروج اعلان شوي دي.
ځايي خلک وايي، په فراه ولايت کې برطرفه شويو چارواکو يو بانډ جوړ کړی وو، چې د پروژو ترڅنګ به يې ډېری توکي له ګمرکي محصول پرته افغانستان ته را پرېښودل او عوايد به يې خپلو جيبونو ته اچول.
د فراه سرپرست والي محمد عمر شیرزاد، د ملي امنيت مشر، امنيه قومندان، د فساد پر وړاندې د مبارزې ادارې مشر د ګمرک مشر او سرحدي کميسار د ۶،۲ ميليونه ډالرو فساد په تور د ولسمشر د حکم پر بنسټ له دندې لرې او څارنوالۍ ته ور پېژندل شوي دي.
د اختلاس دا دوسيه ډېره جدي برېښي، نو ځکه خو دغه کسان ممنوع الخرج هم اعلان شوي او ويل کېږي، چې ولسمشر به دا ډول دوسيې په جدي ډول تعقيب کړي.
د فراه د ولايتي شورا مسوولين وايي، ګڼې داسې پروژې شته، چې يا نابشپړې پاتې دي او يا يې هم کيفيت خورا ټيټ دی: (( د جوين سړک يو له هغو دی، چې له سيمنټو سره خاوره ګډېږي او بشپړ شوي ځايونه بېرته ويجاړ شوي دي. دا پروژه د دوه ميليونه ډالرو په ارزښت ده، خو ځکه ورته پام نه کېږي، چې محلي چارواکي پکې خپله ونډه لري. د نور څه ترڅنګ په انکشافي پروژو کې ډېر اختلاس شوی دی.))
د فرراه د ولايتي شورا مشر فريد بختور محور ورځپاڼې ته وويل، د والي په ګډون امنيتي مسوولينو او د کمرک چارواکو يو بانډ جوړ کړی، چې هرڅه په خپلو کې سره وېشي.
دی وايي، له ايران نه فراه ته هره ورځ تر ۱۵۰ پورې د بې کيفيته تېلو ټانکرونه را اوړي، چې د والي د کسانو له لوري له محصول پرته اجازه ورکول کېږي او هغه پيسې چې دوی ترې اخلي هغه خپلو جيبونو ته اچوي: ((دغه کړۍ د روان کال د غبرګولي له مياشتې بيا د زمري تر ۳۰مې نېټې پورې د تېلو۲۰۰۰ ناقانونه ټانکرونو ته اجازه ورکړې او له هر ټانکر څخه يې ۲۴۰۰ ډالر اخستي دي.))
ښاغلی بختور وايي، والي خپل کسان په ګمرک او له ايران سره په دروازه کې ځای پر ځای کړي، چې توکو ته په خپله خوښه اجازه ورکوي او له محصول پرته هېواد ته د ناقانونه او بې کيفيته تېلو ترڅنګ نور توکي هم را دننه کېږي.
ځايي خلک وايي، په روان کال کې په ياد ولايت کې تر ټولو ډېر فساد شوی، هغه ځکه چې په محلي دولتي ادارو څار نه وو. دوی زياتوي، ډېری چارواکو ژور اختلاسونه کړي دي.
د مدني ټولنو فعالين او ځايي خبريالان وايي، ولسمشر دغه حکم د خلکو له پرله پسې شکایتونو وروسته کړی دی. دوی وايي، له ولسمشر سره په دې اړه پوره شواهد او اسناد شريک شوي دي.
ژوندې دې وې زموږ ګران افغانستان ، ژوندی دې وې زموږ زړه ورملې اوردو او زړه ور ملې پولیس ، ژوندې وې زموږګران اولس مشر